وروستي:

د افغان بنسټ له لارې قطري موسسې له سيلاب ځپلو سره مرستې وکړې

[stextbox id=”custom” direction=”rtl”]قطر خيريه موسسې (قطرالخيرية) د افغان بنسټ له لارې د افغانستان په شمال جوزجان او سرپل ولايتونو کې له (۵۰۰) سيلاب ځپلو کورنيو سره مرستې وکړې، داځل هرې کورنۍ ته څلوېښت کيلو اوړه، لس کيلو وريژي، لوښي، ترپال او سترنجۍ، د نظافت توکي، غوړي، بوره، چای او يو شمېر نور اړين توکي پر (۵۰۰) ځپل شويو او نېستمنو کورنيو ووېشل شول.[/stextbox]

دا له هغې مرستې وروسته ده چې د تېرې (ثور) مياشتې په دوولسمه نېټه د افغان بنسټ د مشرتابه له خوا د همدې ولايتونو پر (۲۵۰)  کورنيو وېشل شوي وې.

قطر خيريه موسسې غوښتل له افغان ولس سره په دې برخه کې خپله خواخوږي او همغږي وښيي او اسلامي او انساني مسؤليت ادا کړي او دا چې د افغان بنسټ پر اداره يې پوره باور و ځکه يې خپلې مرستې  افغان بنسټ ته وسپارلې چې اړمنو خلکو ته يې ورسوي، افغان بنسټ د خپلو همکارانو يو پلاوی وټاکه چې له  سيمي څخه ليدنه وکړي او ځپل شوي کورنۍ په ګوته کړي، ټاکل شوی پلاوی د تېرې پنجشنبې په ورځ له کابله د هېواد شمال ته وخوځېد، لومړی يې د سرپل ولايت، سلطان غجر، کونجک، خانقاه، حوض عمر او يو شمېر کليو څخه ليدنه وکړه چې په ترڅ کې يې دوه نيم سوه (۲۵۰) کورنۍ ثبت او وټاکل شوې، په دوهمه ورځ يې د جوزجان ولايت له چوباش، سالتق او حاجي تورجان کليو څخه ليدنه وکړه او په اړونده سيمه کې يې هم دوه نيم سوه کورنۍ وټاکلې، هرې کورنۍ ته  لومړی ځانګړی کارت ورکړل شو چې د مرستې ترلاسه کولو پر وخت يې له ځانه سره راوړي.

د شنبې په ورځ لومړی د جوزجان ولايت اړونده دشت ليلې کې پر هغو کډوالو مرستې ووېشل شوې چې له ځپل شويو سيمو څخه دغې وچې او شګلنۍ دشتې ته را کډه شوي وو، ورپسې په همدې ورځ  سرپل ولايت کې اړوندو خلکو ته مرستې ورکړل شوې.

د يوې سروې له مخې جوزجان ولايت کې خواوشا يوزر او درې سوه (۱۳۰۰) او په سرپل ولايت کې نژدې اته سوه (۸۰۰) کورنۍ ځپل شوي دي.

د سيمې خلکو له افغان بنسټ څخه ډېره خوښي وښووله چې په خپل لاس يې ځپلو ته مرستې ورسولې، يو تن، حاجي تورجان وويل: دلته ډېرې مرستې راغلې، په زرهاوو ډالر، د اجناسو مرستې آن په ډېرو سيمو کې ترڅو ورځو دېګونه پخېدل؛ خو هغه مرستې ځانګړو خلکو ته رسېږي او زموږ په ډول بې وزلو څوک پوښتنه هم نه کوي، افغان بنسټ دا دوهم ځل دی چې زموږ پوښتنه کوي او مرسته مو کوي، موږ له تاسو ډېر خوښ يو او دعا درته کوو چې الله دې په دنيا او آخرت کې اجرونه درکړي.

حاجي تورجان د تېرو کلونو ناخوالو ته په اشارې سره وويل چې موږ دلته تل مصيبتونه ګاللي دي، مالونه مو لوټ شوي، انسانان مو له لاسه ورکړي او تل د زورواکو تر تهديد لاندې يو، نوموړي زياته کړه: په داسې شرايطو کې مو چې څه ناڅه شتمني لرله هغه سيلاب له ځانه سره یووړه اوس په لاس کې هيڅ نه لرو.

د سيمې يو تن عالم، مولوي عبدالخالق وويل: څه چې وشول د خلکو د بدو عملونو پايله وه، او دا د الله جل جلاله له طرفه يو مصيبت و او موږ د الله هرې پرېکړې ته غاړه ايښې ده.

د افغان بنسټ د پلاوي په استازيتوب مولوي عبدالحق حماد ځپلو ته وينا وکړه، لومړی يې له هغوی د صبر او تحمل غوښتنه وکړه او بيا يې قدرتي افتونو په اړه وويل: د زلزلو، ځمکښويېدنې، سونامي او نورو قدرتي پېښو د رامنځته کېدو څرنګوالی ښايي په ښکاره همهغه وي چې ساينسپوهان يې وايي، خو له اصلي علتونو او لاملونو يې هغوی هم نه دي خبر چې داسې پېښې ولې او د څه له امله را منځته کېږي؟ الله جل جلاله يې علت په ګوته کوي: ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِيْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُوْنَ[الروم:۴۱]

ژباړه: د هغه څه له امله په وچه او لمده کې فساد څرګندشوی چې د خلکو لاسونو ترسره کړي، څو هغوی ته د ځينو هغو(کړنو) سزا وروڅکي چې کړي يې دي.

نوموړي زياته کړه: انسان چې په دنيا کې له کوم مصيبت سره مخ شي هغه د دوو خبرو له امله وي، يا دا چې هغه بد عمله وي او الله جل جلاله د خپل عمل سزا په دنيا کې هم ور رسوي، او يا دا چې نېک عمله وي؛ نو په مصيبت سره يې درجې لوړوي او ګناهونه يې له منځه وړي.

نوموړي د دشت ليلې او سېدونکو ته وويل: په دې سيمه کې د مظلومانو وينه توی شوې او دلته داسې ظلمونه شوي چې په تاريخ کې يې ساری کم ليدل کېږي، او پر کومه ځمکه چې د مظلوم وينه توی شي هغه د الله له رحمته لري وي؛ خو زه هيله لرم چې تاسو به هغه څوک ياست چې الله يې د مصيبت په پايله کې درجې لوړوي.

افغان بنسټ په پام کې لري چې د هېواد په نورو برخو کې هم ځپلو ته مرستې را جلب کړي او د تل په څېر خپلو هېوادوالو سره په هر مصيبت کې اوږه په اوږه ودرېږي.