دانش خپرندویې ټولنې له افغان پوهنتون سره سلګونه ټوکه کتابونه مرسته وکړه
کابل:- دانش خپرندویې ټولنې پرون په کابل کې د افغان پوهنتون له کتابتون سره ۴۰۰ ټوکه بېلا بېل علمي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او…کتابونو مرسته وکړه .
دا مرسته د دانش خپرندویې ټولنې د مشر اسدالله دانش ساپي له خوا د افغان پوهنتون عمومي رئیس مولوي وکیل احمد متوکل ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شوه .
دانش خپروندویې ټولنه په هېواد کې د علمي کچې د لوړولو لپاره هر وخت له بېلا بېلو علمي مرکزونو سره د کتابونو مرسته کړې، افغان پوهنتون هم په هېواد کې د ځوان نسل د پوهې کچې لوړولو لپاره خپل علمي او تحقیقاتي کتابتون جوړ کړی، چې د پوهنتون محصلین، کارکوونکي او نور پوهان تر ګټه پورته کولای شي.
د یادونې وړ ده چې په دغه مرسته کې علمي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، تاریخي، ادبي او ژبپوهنې کتابونه شامل دي.
افغان پوهنتون مشرتابه هم د دانش خپروندویې ټولنې له مشر ښاغلي اسدالله دانش ساپي نه مننه وکړه او د پوهنې او افغاني کلتور ته د دوې او خدمت کولو په لاره کې یې د دوی هلې ځلې وستایلې.
م، هـ، محمدی