وروستي:

افغان بنسټ د کونړ ولایت له کډوالو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې

د افغان بنسټ له لوري د ټولنیز چارو د مدیریت په مرسته تېره ورځ د کونړ ولایت له 25 راغلیو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې، په دغه مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، وچه چای، د ځان مینځلو او جامو وینځلو صابونونه او همدارنګه د تشناب کاغذونه شامل وو.

له کونړ ولایت څخه راغلي کډوال چې اوس مهال د بګرامیو په ولسوالۍ کې د خیمو لاندې د ژوند شپې ورځې تېروي، په لومړي ځل د افغان بنسټ له لوري له دغو ګډوالو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې، د مرستې له ویشل نه وړاندې د افغان بنسټ نه تلوونکي پلاوي کډوالو ته د افغان بنسټ په اړه معلومات ورکړل، همدارنګه پلاوي له کډوالو نه وغوښتل چې د ویشل پر مهال دې له هر ډول ناوړه چلند او ګډوډیو نه ډډه وکړي، وروسته د افغان مدرسې د مدیر ښاغلي عزام صاحب په لاس هر کور ته د اوړو، وریجو، غوړیو، بورې، وچه چاي او نورو توکو مرستې وویشل شوې.

د مرستې له ویشل نه وروسته د افغان مدرسې مدیر ښاغلي عزام صاحب د هجرتونو د ثواب او همدارنګه د رسول الله صلی علیه وسلم د هجرت په اړه کډوالو ته خبرې وکړې نوموړي وویل: د بشریت پر ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې په خپل ژوند کې ډول ډول تکلیفونه او کړاوونه راغلي وو، چې د هغو تکلیفونو او کړاوونو له کبله نوموړي هجرت ته مخه وکړه، په هجرت کې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې هم ډېر تکلیفونه او زحمتونه راغلي وو، خو نوموړي صبر او تحمل کړی وو، ښاغلي عزام زیاته کړه چې په هجرتونو کې پر وګړو هر ډول ستونزې او تکلیفونه راځي؛ خو بهتر او غوره خبره دا ده چې پر تکلیفونو او ستونزو صبر وشي، نوموړي وویل چې له صبرانو سره الله مل وي او د صبر کوونکو مرسته کوونکي الله جل جلاله دی.

د مرستې په اړه یو تن کډوال حاجي غلام الله د افغان بنسټ ویبپاڼې ته وویل: ((موږ د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ نه راغلي یو، ټول مالونه مو پریښي دي، اوس دلته د شنه اسمان لاندې د ژوند شپې ورځې تېرو))، نوموړي وویل چې د ګاونډي هېواد له لوري په راتوغول شويو توغندیو کې یې یو وراره او څو نور کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، همدارنګه ده وویل چې موږ د افغان بنسټ له ادارې نه ډېره ډېره مننه کوو چې زموږ د مظلومو انسانانو غږ یې واورېده او له تر دې ځایه یې په دې سره غرمه کې د راتګ تکلیف وکړ، افغان بنسټ لومړنۍ اداره ده چې دلته په بګرامیو ولسوالۍ کې له موږ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

همدارنګه یو بل کډوال (کاروان) هم د مرستې په اړه د افغان بنسټ ویبپاڼې ته وویل: موږ د افغان بنسټ له ادارې ډېره ډېره مننه کوو چې په لومړي ځل یې له موږ سره د خوراکي توکو مرستې وکړې، نوموړي زیاته کړه: موږ د شیګل له ولسوالۍ را کډه شوي یو، د شیګل پر ولسوالۍ له ډېر وختونو راهیسې د پولې له ها غاړې توغندي راتوغول کېږي، د دغو توغندیو له امله د کونړ ولایت ګڼو خلکو ته مرګ-ژوبله اړول شوې ده، موږ مجبور شو چې خپل مالونه، حاصل خیزه ځمکې او همدارنګه خپل کورونو پرېږدو او بل ځای ته ولاړ شو، نو له همدې کبله اوس دلته د کابل په بګرامیو والسوالۍ کې د شنه آسمان لاندې د ژوند شپې ورځې تېروو. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د افغان بنسټ له ادارې نه ډېره مننه او د دغې ادارې د ترقۍ او پرمختګ له پاره یې د الله جل جلاله دربار ته دواړه لاسونه پورته کړل.

د کونړ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له تېرو دریالسو کالو راهیسې یې خلک د جنګ له لاسه په سره تبۍ ناست دي، وخت نا وخت پرې د پولې له ها غاړې د راکیټونو ګوزارونه هم کېږي چې له امله یې د کونړ ولایت ګڼو وګړو ته نه یوازې مالي؛ بلکې ځاني زیانونه یې هم اړول شوي دي، د کونړ شیګل، دانګام، وټه پور او همدارنګه هغه ولسوالۍ چې په سرحد کې قرار لري، وګړي یې د ژوند له هر راز نعمتونو نه محروم پاتې شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت خلک نه یوازې د جنګ له لاسه ځپل شوي بلکې د مرکزي حکومته هم تر ډېره حده ناراضه او خفه دي، دوي مرکزي حکومت له کونړویانو سره د مور او میرې د چلند په تور تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغان بنسټ ادارې د ټولنیز چارو مدیریت په مرسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې مرستې کړې دي له دې وړاندې په شمالي ولایتونو کې د سیلاب ځپلو سره هم د خوراکي او لومړنیو توکو مرستې وشوې، همدارنګه افغان بنسټ د بدخشان ولایت د اورګو ولسوالۍ له خلکو سره هم د خوراکي او لومړنیو توکو مرستې کړې وې، پر دې سربېره د افغان بنسټ اداره د  یتیمانو له 150کورنیو سره د میاشتې 4500 افغانۍ مرسته کوي او همدرانګه تر 250 یتیمانو پورې په افغان مدرسه کې زده کړې کوي چې د افغان بنسټ د ټولنیز چارو د مدیریت له لوري له دوی سره د خوراک، څښاک او همدارنګه د ښه ژوند لپاره د اوسیدو عصري خونې جوړې کړي دي.