وروستي:

د افغان بنسټ له لوري د ارزګان له دیني مدارسو سره د کتابونه مرسته وشوه

په دغه کتابونو کې اسلامي آداب، سیرت النبي، د تجوید کتابونه، د قربانۍ مسایل، د نوروز مسایل او همدارنګه د روژې کتابونه شامل دي، چې د ارزګان ولایت د ټولو دیني مدارسو له استازي سره وشوه.

په دغه مرسته کې ټول 900 دیني کتابونه شامل وو، چې له دې جملې څخه یې 150 جلده د اسلامي آداب کتابونه، 150 جلده د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم کتابونه، 15 جلده د روژې د احکامو کتابونه، 15 جلده د قربانۍ مسایل، 15 جلده د نوروز د مسایلو کتابونه، دوه سیټه د تجوید کتابونه، 10 جلده د احکامو الذبایح او همدرانګه 10 جلده افغان مهالنۍ یا افغان مجلې مرسته وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دیارلسو کالو راهېسې په هېواد کې ځینې ولایتونه د جنګ له لاسه خراب او د پوهنې بهیر په کې تر ډېره بې خونده دی، له دې جملې یو هم د ارزګان ولایت دی، چې له تېرو دیارلسو کالو راهېسې یې خلک پر سره تبۍ شټیږي، بچیان یې د ديني او عصري علومو د زده کړې څخه بې برخې شوي دي، د حکومت له لوري هم ورته خاصه پاملرنه نه ده شوې، دیني مدرسې او مکتبونه یې تر ډېره د ارزګان ولایت د بډایو او شتمنو خلکو پر مرسته پر مخ ځي، همدارنګه افغان بنسټ هم له پیله تر اوسه هڅه کړې چې په هېواد کې د پوهې او تعليم په اړه چې کومې ستونزې راولاړې شوي، ټولې له منځه یوسي او د هېوادوالو بچیانو ته د دیني علومو برسیره د عصري علومو د زده کړې زمینه هم برابره کړي، له همدې امله یې په هېواد کې د تعليمي مرکزونو د جوړښت نمونې هم وړاندې کړي او اوس مهال په هېواد کې یوه منلې مدرسه، منلی ښوونځی او پر نړۍ وال معیار برابر پوهنتون لري.

پر دې سربیره افغان بنسټ په هېواد کې له ګڼو دیني مدارسو سره د کتابونو مرستې کړي او د هېواد هغه بچیان چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې زده کړې پریښي او پر شقه کارونو بوخت دي هم ورته د زده کړو زمینې برابرې کړي دي، تر څو وکولای شي چې خپلې زده کړې هم پر مخ یوسي.

همدارنګه افغان بنسټ په هېواد کې ټولنیزو خدمتونو ته هم غاړه ورکړې د هېواد مظلومو او بې سرپرسته یتیمانو سره مرستې کوي، پر لریو پرتو سیمو کې یې د څښلو د اوبو ستونزې هم تر ډېره حده له منځه وړي دي.

افغان بنسټ له پیله تر اوسه د هېواد د ملي سوداګرو، ملي مخورو او ملي شخصیتونو پر هڅو او مرستو چلېږي، د افغان بنسټ ادارې سره د مالي مرستې لپاره د هېواد بډای‎ او شتمن خلک او همدرانګه ملي سوداګر مرسته کوي او مالي چارې یې تر ډېره د سوداګرو له لوري پرځي.