دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې(دریمه برخه)
حامد افغان
اسلامي نړۍ ته دمنطق اوفلسفې داخلېدل:
دهارون الرشيدپه وخت کې دبيت الحکمة په نامه يوه لويه اکاډمي جوړه شوې وه چې په هغه کې فارسي،عيسائى،يهودي اوهندي ژباړونکي اومترجمين ګمارل شوي وو اودفنونو اوحکمت په اړه يې ليکنې اوژباړې کولې اوپه دې لړکې له مختلفو ژبونه خورازيات اثارعربي ژبې ته راژباړل شوي دي چې دااوس يې ګڼ شمېربيلګې زموږ په مدرسو کې شتون لري.اوداژباړي په کوم ځانګړي فن ياعلم پورې نه دي خاص بلکې په ډېروفنونو اوعلوموکې ګڼ شمېر کتابونه ژباړل شوی وو په دې لړکې چې چازيات کارکړىدى هغه دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد دى له نوروتقصيلاتو نه تېرېږواودمامون څولنډوکارونوته تم کېږو.
مامون په کشرتوب کې زيات اسلامي علوم لوستي و خووروسته يې فلسفې ته ميلان پيداشو اوهروخت به يې دفلسفې بحثونه کول اودده علمي ذوق له دې نه معلومولى شو چې ويل کېږي په خپلو لستوڼوباندې يې داقليدس دلومړۍ مقابلې دپنځم شکل طفرانقش کړې وه.ځکه دې شکل ده ته ډېرخوند ورکاوه .اوله دې کبله په عربي کې پنځم شکل ته (شکل ماموني) وايي اوکېداى شي له مامونه پرته بل کوم داسې واکمن موندل به ډېرګران وي چې هغه ته کومه علمي اصطلاح منسوب شوې وي.
يووخت مامون په خوب کې يوښکلى سړى وليد چې په تخت باندې ناست دى پوښتنه يې ورڅخه وکړه چې ستاسونوم څه دى ؟ هغه ورته وويل :زمانوم ارسطو مامون ډېرزيات خوشاله شو اوپوښتنه يې ورنه وکړه چې جناب! په دنياکې کوم شى ښه دى ؟خيالي ارسطو ورته وويل: هغه شى ښه دى چې عقل يې ښه وبولي.مامون ورته وويل ماته نصيحت وکړه :ارسطو ورته وويل چې له ((توحيد)) اودنيکو خلکو له ملتيا نه لاس مه اخله !
مامون هسې هم په يوناني حکمت اوفلسفه پسې لېونى و اوپه لستوڼو يې داقليدس شکلونه رسم کړي و کله يې چې ديوناني فلسفې پلارارسطو په خوب وليد دامينه يې نوره هم زياته شوه اودروم قيصر ته يې ليک ولېږه چې دارسطو ټول کتابونه اوليکنې ورولېږي.دامهال دبغداد اسلامي حکومت دنړۍ سترځواک و اوروميانوته يې يوه تشه نغوته دامرپه معنى وه.قيصر سمدستي دمامون امرته غاړه کېښوده خوستونزه داوه چې دامهال په روم کې هم فلسفه مړه شوې وه له ډېرو پلټنو وروسته يوه راهب ورته وويل چې په يونان کې يوځاى دى اودقسطنطين له پير راهيسې بندپروت دى اوله ده وروسته چې څومره
واکمن راغلي دي هغوى هريوه دې ځاى ته يو يو قلف ورزيات کړى دى.قسطنطين په خپل پير کې له هره ځايه دفلسفې کتابونه رايوځاى کړي و اوپه دې ځاى کې يې ايښي وو داپه دې موخه چې دفلسفې اوحکمت کتابونه عيسويت ته زيان رسوي.
دراهب په لارښوونه سره داخطرناکه خزانه پرانستل شوه اوخورازيات کتابونه خوندي وموندل شول دروم قيصر فکر وکړچې مسلمانانوته ددې کتابونو ورکول خوبه مذهبي عذرنه وي نودخپل دولت له مسئولينو سره يې مشوره وکړه هغوى ټولو په اتفاق سره مشوره ورکړه چې نه داهيڅ مذهبي عذرنه دى که په مسلمانانو کې دفلسفې کتابونه خپاره شي نوددوى مذهبي جوش اوجذبې به سړې شي.
دانظر قيصرهم خوښ کړ اوپه ينځواوښانويې دفلسفې کتابونه بارکړل اومامون ته يې ورولېږل.
مامون ددې کتابونو عربي ژبې ته دژباړلو له پاره يعقوب بن کندى مقررکړاودفلسفې دکتابونو درايوځاى کولو له پاره يې حجاج بن المطر اونورهغه کسان وټاکل چې دهارون الرشيد په بيت الحکمة کې يې لويي دندې ترسره کولې اودمامون نازولي عيسائي طبيب جبريل بن بختيشوع هم په دې کارکې ډېره زياته دلچسپي لرله. دامهال چې عربي ته دفلسفې کوم کتابونه ژباړل کېدل هغه په يوناني،فارسي،کالډى ،قبطي اوشامى ژبوکې وومامون الرشيد دفلسفې اوحکمة دکتابونو درايوځاى کولواوژباړلو له پاره دا لاندې کسان ټاکلي وو: حجاج بن يوسف کوفى،قسطابن لوقا بعلبکى، ا
بوحسان،سلمان، حنين بن اسحاق،سهيل بن هارون،ابوجعفر يحى بن عدى،محمدبن اسحاق الخوارزمى ،حسن بن شاکر،احمدبن شاکر،على بن العباس بن احمدالجوهرى ،يعقوب کندى،يوحنا بن ماسويه،ابن البطريق،يحى بن ابى المنصور.
لنډه داچې عباسي خلفاوو په دې توګه نه يواځې داچې دافلاطون اوارسطو افکاروته لاره پرانستله بلکې دهرفکر خلکوته يې اجازه ورکړه څوخپل نظريات په ډاګه کړي اوپه دې اړه دې له چاوېره نه کوي.
دفلسفې عروج اولوړتيا
نوربيا