وروستي:

په افغان ښوونځي کې دښوونکيو دازموينې بله پروسه هم ترسره شوه

کريمي: هېوادوالو ته درېښتوني خدمت په موخه ډېر دقيق يو

د روان ۱۳۹۲ ل کال د سلواغې له پيل څخه په افغان ښوونځي کې د ښوونکيو داستخدام په موخه په څو پړاونوکې ازموينې واخستل شوې او لاهم دوام لري،چې تر دې دمه  نږدې سلو تنو مسلکي استادانو په دغو ازموينو کې ګډون کړی.

دافغان بسنټ داداری مدير شېراغاکريمي په وينا،دوی  له ښوونکيو څخه د ازموينو اخيستلو دوه مرکزونه لري چې يو دخوشحال مېنې ،سپين کلي څلورلاري ته نږدې دافغان په مرکزي ښوونځي اوبل هم په احمد شاه بابا مېنه کې دی ، دا څلورم پړاو ازموينه وه چې نن واخستل شوه، تر دې دمه پکې تنها تر سلو تنو نارينه ښوونکيو ګډون کړی دی او راتلونکې پنجشنبه د کب په ۸مه نېته دافغان ښوونځي په دوهمه څانګه احمدشاه بابا مېنه (ارزان قېمت )کې له ښځينه ښوونکيو څخه چې تر دې دمه شل نوماندانو خپل نومونه د افغان بنسټ له اداري مديريت سره ثبت کړي دی ازموينه اخستل کېږی چې هغه به وروستۍ پړاو وي او د نتايجو د اعلان نېټه به د حوت يا کب د مياتشې لسمه نېټه وي.

کريمي وايي داچې موږ په افغاني ټولنه کې يوه لويه ستونزه لرو او له وجهې يې نشو کولای د نارينه وو ترڅنګ له ښځينه و څخه هم دکار کولو په برخه کې د پام وړ تمه ولرو ، ناسم دودونه،له زده کړو څخه لرې والی،د کورنيولخوا بې اعتمادي ،دا او دېته ورته نورې هغه ستونزې دي چې په سبب يې ښځينه نشي کولای چې خپلې چارې په سمه توګه سمبالې کړي، نو دهمدې اصل له مخې موږ هم په ښوونځي کې د ښځينه ښوونکيو د ګمارلو په برخه کې له يو لړ ستونزو سره مخ يو،ځکه په کابل کې هم په اسلامي قانون ولاړې،له شريعت څخه باخبرې او محجبې مېرمنې د ښوونکيو په صفت  پيداکول  يولړ ستونزمن کار دی ،ښاغلی کريمي وايي موږ د افغان ښوونځي،په مرکزي ښوونځی په کابل خوشحاله خان مېنه کې  او افغان مدرسې لپاره چې نوې دکابل په بګراميو ولسوالۍ احسان مېنه کې د جوړېدو په حال کې ده او کارونه يې تر ډېره بريده خلاص شوی له نږدې ۱۰۰ تنو څخه ازموينه اخستې چې ددوی د وړتيا اولياقت له مخې به ورڅخه له شلو تر دېرشو تنه د ښوونکيو په صفت استخدام کړو،همدارنګه هغو مشکلاتو ته په کتلو سره چې موږ يې په خپله ټولنه کې لرو دهغو شلو تنو ښځينه نوماندانو څخه به موږ لس يا پنځلس تنه په افغان ښوونځي کې دښځينه  ښوونکيو په توګه ومنو.

کريمي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تاسې دومره کًنجکاو  ياست او په ډېرو کانديدانوکې ډېرکم غوره کوۍ وايي: په دې خاطر چې په اينده کې موږ له ستونزو سره مخ نشو،که چېرې موږ يو ښوونکی هر اړخيز ارزيابی نکړو،بيا د درس په جريان کې مو له ستونزو سره مخ کوي،هغه دبېلګې په ډول د څوتنو ښوونکيو يادونه کوي چې په تېرو درې کلونوکې دوی له تحريري او تقريری ازموينو وروسته  د ښوونکيوپه صفت  افغان ښوونځي کې منلي خو وروسته په عملي دګر کې له ستونزو سره مخ و،درسي پلان به يې نه لاره،له  زده کوونکيو سره به يې د تدريس پر مهال ټوکې ټکالې کولې،خپل پيغام به يې زده کوونکيو ته په سمه توګه نشو رسولی اويابه هم د تدريس په مهال تر تاثير لاندې راته ،نو په همدې وجهې تر ۷تنو ښوونکيو موږ رخصت کړي دي، ،اوس په دې خاطر ډېر دقت کوو تر څو په راتلونکې کې دهغه شان ستونزو مخه مو سر له  اوسه نيولې وي اوخپلو خلکوته مو رښتونی خدمت کړی وي.

دميدان وردګو ولايت يوتن اوسېدونکی اوپه افغان ښوونځي کې د ښوونکي په صفت   د ازمويني يوتن ګډونوال امين جان ،چې د رياضي او انګليسي مضامينو لپاره يې ازموينه ورکړه،وايي چې ځينی استادان  په هغه ميتود چې څنګه بايد شاګردانو ته په مخ کې ودرېږی اوياهم درس په هغه ډول ورته ووايي چې زده کوونکی يې ښه يادولی شي نه ورباندې پوهېږی اونه هم ددې وړتيا لري چې د زده کوونکي په مخ کې خبرې وکړی،دی وايي کله چې يو ښوونکی د زده کونکي پر وړاندې ودرېږی دی بايد پوره اماده وي، هر هغه مضمون چې ورکړل شوی وی بايد مخکې له دې چې ټولګي ته داخل شي مطالعه يې پکې کړې وي ترڅو د زده کوونکيو لخوا د پوښتنې کولو په وخت کې له مشکل سره مخ نشي،امين جان ،زياتوي ما شل کاله وړاندې له يوې بهرنۍ موسسې سره دنده لرله بيا مې هغه دنده هم پرېښوده تراوسه بيا د زده کوونکي مخ ته دتدريس په موخه نه يم ولاړ،خو داسې نده  چې ما له فراغت وروسته بيا تر ننه پورې د کتاب مخ ندی کتلی، ما تر اوسه هر وخت مطالعه کړې،کتابونه مې کتلي،پلټنې مې کړي،دهمدې لپاه که سبا د يوه ټولګي مخ کې د درس ورکولو لپاره درېږم چې مشکل راته پېښ نشي.

دافغان بنسټ اداري مديريت  او ښوونيزو چارو مديريت هر کال په افغان ښوونځي او افغان مدرسه کې داستخدام په خاطره له ډېروښوونکيوڅخه ازموينې اخلي،ترڅو لکه څرنګه چې يې له نوم څخه ثابته ده ،ددين اوهېواد په خدمت کې ده،نو همداسې غواړي خلکوته روښانه کړي چې خپلو هېوادوالوته ژمن او ددوی په خدمت کي دي،افغان بنسټ تل هڅه کوي چې نوي نسل ته دهغوی په خپله ژبه د زده کړو اسانتياوې برابرې کړي.