“نصاب ته مو د اسلامي ادابو۶، د سيرت۶، د انګليسي۳، د عربي ۳ کتابونه ليکلي دي” مفتي عبدالحق حقاني
دافغان بنسټ د علمي څېړنومدير مفتي عبدالحق حقاني:
ـ تراوسه مو نصاب ته داسلامي ادابو ۶،دسيرت ۶،دانګليسي ۳، دعربي ۳ کتابونه ليکلي دي
ـ په نصاب کې مو دښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن له منځه وړی دی
قدرمنو لوستونکيو د مرکو په لړ کې داځل دافغان بنسټ د علمي څېړنو له مدير مفتي عبدالحق حقاني سره غږېدلي يو،دی به مو له دې خبرکړي چې دعلمي څېړنيو عمده کارونه څه دي اوپه کومه برخه کې فعاليتونه لري؟
ـ بسم الله الرحمن الرحيم دعلمي څېړنو مديريت له څلورو امريتونو) د تاليف او ژباړې ، د غونډو جوړولو ، د نصاب جوړولو ، دکتابتون اودارالافتاء )څخه جوړ دی ددارالافتاامريت هغو سوالونوته چې دديني مسائلو په اړوند له ولس سره پيداکېږي، ځوابونه ورکوي ، په ټوله کې ويلي شم چې زمونږ ټول امريتونه په پوره ايماندارۍ سره خپلې چارې مخته وړي اوپه دغو برخوکې بيا ډېر کار د تاليف او ژباړې امريت کړی دی،چې دبېلګې په ډول ددغې برخې لاسته راوړنې تاسوته په ګوته کوم.
۱: ديوکال په موده کې د ادابو شپږ جلده کتابونه،دتاليف اوترجمې امريت لخوا چاپ شوي چې اوس عملاً په افغان مدرسه اوافغان ښوونځي کې تدريس کېږي.
۲: دسيرت شپږ کتابونه له لومړی ټولګي څخه تر شپږم ټولګي،داچاپ ته چمتو دي چې د تصحېح لپاره مو دافغانستان د مشهورو پوهنتونونو استادانو ته استولي دي او انشاء الله چې راتلونکي پسرلي ته به چاپ شي.
۳: په همدې ډول د افغاني قاعدې په نامه چې ددعاو تخريج اوثبوت يې هم تېرکال دعلمي څېړنو دمديريت په غاړه درلود،چې الحمدالله دغه قاعده چاپ او دهېوادوالو په خدمت کې ده.
۴: له دې سره سره دانګليسي درې کتابونه دي چې د ډيزاين اوځينې نورو برخو چارې يې هم مخ په تکميلېدو دي، دامو هم دنشراتو مديريت ته د ډيزاين او چاپ په موخه استولي دي ،همدارنګه د عربي ژبې کتابونه دي،چې هغه هم بايد زموږ کتنپلاوی بورد ورباندې کاروکړي اونظريات ورکړي چې له جملې څخه يې د څلورم ټولګي کتاب پای ته رسېدلی دی او اوس دپنځم ټولګي په کتاب کار روان دی.
داهغه کارونه دي چې موږ دنصاب په برخه کې کړي دي،له دې علاوه،موږ دحج او عمرې لارښود په نامه يو غټ کتاب چې ۶۰۸صفحوکې راټول شوی دی،ليکوال يې پخپله زه( مفتي عبدالحق حقاني) يم د علمي څېړنو مديريت ټولو ملګرو راسره پکې دخپل وس اوتوان په اندازه همکاري کړې،ددې کتاب دډيزاين اوسرڅڼه کولو چاري دافغان بنسټ دنشراتو غړي او تکړه ګرافيک ډيزاينرښاغلي جمعه خان نائل ترسره کړي ،له دې سره غواړو چې د ارکان خمسة يا داسلام پرپنځو بناوو يو ځانګړي تصنيف ولرو،چې په دې برخه کې د روژې برخه ښاغلي عبدالحق حماد،دزکات برخه مفتي عبدالرؤف مطمئن ،لمونځ مولوي سيف الله ساعي ته سپارل شوی او زه پخپله په کليمه طيبه باندې يو کتاب ليکم چې دغه چارې به انشاء الله ډېرژر خلاصې شي او دافغانستان جنګ ځپلي او له زده کړو څخه لرې پاتې شوي ولس ته به وړاندې شي.
ـ داچې په علمي څېړنوکې څوتنه په کار بوخت دي،زده کړې يې ترکومې کچې دي او هغه کتابونه چې دوی يې تاليف اوترجمه کوي تنها دافغان بنسټ اړوندو تعليمي داروکې تدريس کېږي اوکه دهېواد په نورو ښوونځيوکې هم ښاغلی حقاني يې په اړه وايي:
ـ الحمدلله،هغه اشخاص چې په علمي څېړنو کې کار کوي، تکړه او د لوړ استعداد لرونکي دي اوداهغه علماء دي چې په افغانستان کې ورباندې حساب کېږي ،او زموږ هر کار کوونکي په اسانۍ سره کولي شي چې ،له عربي څخه پښتو،له پښتوڅخه عربي،له انګليسي څخه پښتو،له پښتوڅخه انګليسي او همدارنګه له اردو،دري،او نور ژبو څخه په اسانۍ سره ژباړې کوي اوترڅنګ يې په پنځو ژبو په اسانۍ سره خبرې کوي او هغه کتابونه چې دنصاب په برخه کې يې مونږ ليکو،لکه،اداب اوسيرت،افغاني قاعده،چې تخريج يې موږ کړی او دانګليسي اوعربي ژبې کتابونه دي، چې اوس مهال په عملي توګه،په افغان مدرسه اوافغان ښوونځي کې تدريس کېږي،همدارنګه زموږ د ښوونيزو چارو مديريت اودهغوی دانسجام څانګه په دې کوششونوکې ده چې،هغه مدارس اوښوونځي چې خپل ځاونه په مونږ پورې اړوند کوي هغوی هم دغه نصاب په خپلو مدرسو اوښوونځيوکې تدريس کوي او انشاء الله يو وخت به داسي راشي چې زموږ ليکلي نصاب به افغانستان ته يو جامع نصاب وي .
ـ په اوس وخت کې دافغانستان هر خصوصي ښوونځی اوخصوصي پوهنتون ځانګړي تعليمي اوتحصيلي نصابونه لري، چې يوله بل سره فرق کوي،داچې ترفراغت وروسته دغه محصلين او زده کوونکي ددندوپرمهال له کومو ستونزو سره مخ کېږی اوکنه په دې اړه حقاني صاحب وايي :
ـ روښانه ده چې په افغانستان کې د تعليمي ادارو ترمنځ د نصاب له پلوه انسجام او هماهنګي وجود نلري،چې دا د يو لړ مشکلاتو باعث کېږي خو،په ټوله کې کله چې يو نصاب جوړيږي هغه يو لړ شرايط لري،يوداچې دغه نصاب بايد عام وي ،دمثال په ډول که يو شاګرد چې په افغانستان کې زده کړې وکړي او دي د لوړو زده کړو لپاره مصر،سعودي عرب،پاکستان اويا هندوستان ته ولاړشي، دي بايد اساسي تعليمات وکړي اويا يې په ديني برخه کې زده کړې کړي وي چې هلته بيا دده پرمخ د مدارسو اوپوهنتونونو دروازې تړلې نه وي نو انشاء الله چې زموږ نصاب کاملاً له نړيوالو نورمونوسره برابر اوهره برخه يې په پام کې نيول شوې ده او الحمدلله په فخر سره ويلي شم چې زموږ نصاب زموږ اختراع ده اوکوم وارداتي نصاب ندی، لکه څرنګه چې موږ وينوپه ځينو خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونوکې ليکل شوي وي چې د اکسفور اويا نورو بهرنيو پوهتنونو په سېستم تدريس کېږي خو دا بيا هسې تش په نامه وي اوزموږ شاګرد يا محصل به انشاء الله په نورو همسايه هېوادنوکې د زده کړوپه وخت کې له کوم مشکل سره مخ نشي.
ـ اوس هم په ډېرو دولتي پوهتنونو کې د شل اوپنځه ويشت کالو پخوانی نصاب تدريس کېږي،حال داچې ډېر نوي مضامين په نوې برخه را منځته شوي دي بيا هم له زاړه نصاب څخه کار اخستل کېږي اوياهم هر استاد دشخصي پوهنتونونوپشان ځانته چپټرلري او تدريس کېږي په دې برخه کې دي زياتوي:
ـ دابلکل سمه خبره ده،چې اوس هم پځواني مضامين تدريس کېږي،دازموږ فريضه ده چې موږ نوي مضامين او نوي نصابونه برابر کړو،نصاب پوهان وايي :(curriculum is reflexible ) نصاب بدلېدونکي ده،که څه هم کېداي شي يوشي په يوه وخت کې مهم وي اواغېزه ولري،يوه شاګرد ته په زړه پورې وي اوله هغه وخت سره سمون او جوړښت ولري ،خولکه څرنګه چې په نورو برخوکې پرمختګ راځي،همدارنګه په علم کې هم پرمختګ راځي،دعلم صورت اسانه کېږي،هغه کتاب چې په نويوحروفو ليکل شوي وي يوه شاګرد ته يې مخته کېدو نو نسبت هغه کتاب ته چې يوه پېړۍ دمخه ليکل شوي وي ، دانوي به ژر ياد کړي ځکه يو خو داچې دا له اوسني وخت او حالاتوسره سم ليکل شوي بل داچې ددغه شاګرد يا محصل ذهن هم په دغه وخت کې وده کوي،نوپه دې برخه کې موږ يواځې دانه چې بحث ورباندې وکړو بايد عملي يې کړو ترڅو په راتلونکي کې شاګرد له ستونزو سره مخ نشي الحمدلله موږ تر اوسه پورې په دې توانېدلي يو چې په پښتوباندې نصاب برابر کړی،ځکه په افغانستان کې اوسېدونکي ډېر ددغې ژبې ويونکي دي ترڅنګ يې موږ په دري ژبه هم ځينې کتابونه ليکلي چې په ښوونځيوکې تدريس کېږي، موږ هڅه کوو چې نورو ژبو ته هم کار وکړو او دازمونږ په لومړيتوبونوکې راځي،ځکه موږ افغانان يو او په همدې ډول افغان بنسټ هم يو افغانستان شموله بنسټ دی دافرق نه کوي چې پښتون دی که تاجک،ترکمن دی که هزاره اوپشه يي دی که بلوچي،هريوه ته په مساويانه توګه کار کوو ،خو امکاناتو ته ضرورت دی او انشاء الله ډېر ژر به موږ په مختلفو ژبو برابر اوچمتو نصاب ولرو.
داچې نن د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ايجاد شوی او څنګه کولی شو داواټن له منځه ويسومفتی حقاني يې په اړه وايي:
ـ زموږ د تعليمي نصاب ځانګړتيا هم په همدې کې ده اوهغه واټن چې دمدرسي اوښوونځي،شاګرد او طالب ترمنځ ده له منځه يوسو،نوپه همدې موخه مو دافغان مدرسې او افغان ښوونځي په نامه دوه علمي ادارې جوړې کړې ،چې په خوشحال خان مېنه کې موقعيت لري، اوس يې څانګې دکابل په نوروبرخو کې هم فعالې شوی دي بريالی ښوونځی او بريالۍ مدرسې دی ،موږ په همدې مفکوره دا اقدام کړی دی لکه څرنګه چې په عربو هېوادنوکې مدارس جوړ شوي دي چې دښوونځي مضامين هم پکې تدريس کېږي،ديني اوعلمي هم پکې تدريس کېږي نو دلته په افغان مدرسه او افغان ښوونځي کې هم دغه واټن له منځه وړل شوی دي او هغه تفرقه او بېلوالی پکې نشته، غواړو دغه نفرت اوکينه له منځه يوسو،په اسلام کې بېلوالی نشته،خو هغه څوک چې دغه کارونه کوي هغوی د بهرنيو هېوادنو په وينا اولمسون ورته لمن وهي،خو الحمد لله افغان بنسټ تل دا کوښښ کړی دی چې دغه واټن له منځه يوسي او په همدې برخه کې ډېر بريالي هم يو.
ـ داچې يوژباړونکی د کتاب ژباړلوپه وخت کې بايد کوم ټکي په نظر کې ونيسي مفتي عبدالحق حقاني ورته لاندې توصيه لري:
ـ زماپه اند ديوه ژباړونکي لپاره تر ټولو مهمه خبره داده چې په خپله ژبه اوترڅنګ يې په هغه ژبه چې ورڅخه اثر ژباړي مکمل تسلط اوپه ځان باور ولري،زموږ په ټولنه کې خصوصاً په پښتو ژبه کې د (ياګانو) رعايت او استعمال ډېر مشکل دی،نوکه څوک غواړي چې پښتوژبې ته يو څه راوژباړي اوياهم غواړي کومه ليکنه وکړي نو هڅه دې وکړي چې د (ي) ګانو په کارولو ځان پوره بلد کړي ،ځکه دايې مهم اساس دي.
دوهم داچې يوڅوک دې په هغه برخه کې ژباړه وکړي چې هغه يې خپل مسلک وي، که چېرې له شرعياتو څخه فارغ د طب دبرخې کتاب ژباړي داسمه ده چې لغتاً اوحرفاً به يې وژباړي خو هغه معنی چې يوډاکټر ورڅخه اخلي او ورباندې پوهېږي ،دغه ژباړن ورباندې نه شي پوهېدای اونه هم ورڅخه معنی هغه ډول اخستی شي ،نوکه دغې برخې ته سمه پاملرنه ونشي له هغه شخص سره به لوی خيانت وشي چې اثر يې ژباړل کېږي.