وروستي:

ځانګړې مرکه: راتلونكى ولسمشر بايد تېرې ترخې تجربې له سره تكرار نه كړي (محمد زبیر شفیقي)

د هېواد سياسي وضعيت اوس مهال له سترو ستونزو سره مخ دى، له يوې خوا په افغانستان كې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې، له افغان حكومت سره د امنيتي تړون پر سر د امريكا ناندرۍ او په هېواد كې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو د پايلو په اړه اندېښنې، دا او دې ته ورته نورې پوښتنې مو د هېواد له تكړه ليكوال، ژورنالست او د سياسي چارو كارپوه ښاغلي محمد زبير «شفيقي» سره د يوې مركې په ترڅ كې پوښتلي، خداى دې وكړي چې ستاسو درنو لوستونكو خوښه شي.

مركچي:- مياهدايت الله محمدي

  پوښتنه:- د هېواد اوسنى وضعيت څنګه ارزوئ؟

د ستر څښتن تعالى په سپيڅلي نامه!

ځواب:- له تاسو نه مننه چې ما ته مو د هېواد د روانې وضعې په اړه د څه ويلو فرصت برابر كړ،  بايد ووايم چې هېواد مو اوس د يوه بحران څپو ته لويدلى دى او دغه بحران ناڅاپي هم نه دى، د لويو ځواكونو له لخوا ډېر په مهارت مهندسي شوى دى، چا چې د هېواد په اړه اندېښنه درلوده نن نه كلونه وړاندې يې د دې وضعې د راتلو اټكل كاوه.

په 2014 ز كې د بهرنيو ځواكونو د وتلو ډنډوره، د سياسي انتقال پروسه، د مغرضو ګاونډيانو موخې، پخپله  د افغانانو په منځ كې مخ پر زياتېدو لانجې، ټول په يوه وخت كې دا ټول ډيزاين شوي وو، ولې د افغانستان ولسمشريز انتخابات له بنبست سره مخ شول؟ د دې لپاره چې ارګ ته څوك د افغانانو د شفافو رايو په زور ننه نه وزي، بلكې د يوې معاملې له مخې ننه وزي چې د نړيوالو د احسان بوج پرې پروت وي، اوس د انتخاباتي لانجو يو ډېر بد پړاو دى، دغه د درغليو ډنډورې چې لا زور اخلي، هېڅكله هم په دې كچه نه دي، د حل اصولي لارې هم شته، خو هر څه له سوال سره د دې لپاره مخ كېږي چې زموږ ولس پر دې باوري شي چې له پرديو پرته موږ هېڅ يو، كه د پرديو سيورى زموږ له سره لرې شو نو داسې به له لانجو سره مخ وو، دا ټول ډېر په مهارت او د دقيق پروګرام له  مخې تر سره كېږي.

يو بل ټكي ته چې بايد اشاره وكړم او د ولسونو پر برخليك ژور اغيز لري هغه زموږ د ټولنې هويتي بڼه ده، دا اوس موږ د بېلا بېلو شعارونو تر سيوري لاندې په يو ډول له بې هويتۍ سره مخ يو، افغان ولس بېشكه خپل ديني او ملي هويت لري، خو زموږ په رسنيو او سياسي چاپيريال كې،  موږ څومره د يوه واحد هويت او څېرې خاوندان يو، تاسو پرې پخپله قضاوت كولاى شئ.

په لنډو ټكيو كې وايم چې متاسفانه زموږ ولس او هېواد نن په يوه بد بحران كې پروت دى، لوى خداى دې راباندې ورحمېږي.

پوښتنه:- له دواړو نوماندانو (ډاكتر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي) څخه چې هر يو يې ولسمشرۍ ته كامياب شي لومړى بايد څه وكړي؟

ځواب:- له نوماندانو څخه چې هر يو واك ته ورسېږي لومړى بايد د سولې او ملي يووالي په برخه كې لاس په كار شي، تر څو زموږ په هېواد كې دغه بدمرغه جګړه وي چې زه يې پردۍ جګړه بولم، زموږ هېواد د سوكالۍ او پرمختګ لاره نشي موندلى، د راتلونكي ولسمشر لومړيتوب بايد سوله وي، راتلونكى ولسمشر بايد هر څه له صفر نه پيل نه كړي، له نړيوالو سره د يوه طرفه دوستۍ د ترخو تجربو 13 كلن بهير بايد د يوې تجربې په توګه دوى ورسره ولري، څه موده وړاندې له ولسمشر كرزي سره د رسنيو د مسوولينو يوه ناسته وه، هلته د ده د بريا او ناكامۍ په اړه ترې وپوښتل شو، د ده ځواب دا ؤ چې:

زه پر دې وياړم چې افغانستان د ټولو افغانانو شريك كور شو،  د هر فكر او نظر خاوندان پكې راټول  شول، د ناكامۍ په اړه يې ويل چې سوله مې رانه وستلاى شواى او قانون مې پلى نكړاى شواى، دا مې لويه ناكامي وه، خو د دې ناكامۍ ستر لامل يې د بهرنيو لوريو شتون وښود چې د ده په وينا د ده د ملي اهدافو د پلي كېدا په لار كې خنډو وو، زه د ولسمشر كرزي له دې څرګندونو سره سل په سلو كې موافق يم. راتلونكى ولسمشر بايد اوسنۍ هغه ترخې تجربې او ناكامۍ له سره تجربه نه كړي.

پوښتنه:-  د يوه ولسمشر مسؤوليتونه كوم دي او اوسني افغان ولسمشر (حامدكرزي) دغه مسؤوليتونه درك كړي كه نه؟

ځواب:- د ولسمشر مسووليتونه معلوم دي، د لومړي مقام حيثيت د شپانه دى، چې د خپل رعيت په اړه يې لري، د مشر مسووليت له يوې كورنۍ تر هېواده يو شان وي، يعنې يو څوك چې د يوې كورنۍ د مشر په توګه كوم مسووليتونه لري، د مشرانو، كشرانو په اړه، د ژوند ژواك او له ستونزو سره د مقابلې په اړه، د لوى كور (هېواد) د مشر مسووليتونه په هېوادنۍ كچه همدغسې دي.

ولسمشر كرزي په ځينو اړخونو كې دغه مسووليتونه له پيله درك كړي وو، ځينې يې وروسته درك كړل، په يو نيم اړخ كې متاسفانه تر اوسه پكې پاتى دى، (البته زما په نظر) دى به خپل دليل لري.ولسمشر كرزي له لومړۍ ورځې د ملي يووالي په برخه كې بې سارى رول ادا كړى، د ولس هر وګړي ته يې د دې خاورې د زوى په سترګه كتلي هېڅوك په دې برخه كې پرې اعتراض نشي كولاى.له بهرنيانو سره په معاملو كې په لومړيو وختونو كې تېر وتلى ؤ، د ده خپل اعتراف هم دى او دا طبيعي هم ده، چا تصور نشو كولاى چې بهرنيان به دومره د خپل غرض ليونيان وي چې افغانان بېخې انسانان ونه بولي، خو اوس ولسمشر وايي چې ما په تېرو 13 كلونو كې په هېواد كې جګړه نه بلكې د افغانانو د وژنې توطيه وليده، دا ساده خبره نه ده، د يوه ژور درك خبره ده.

د ولسمشر يوه ستونزه چې تر ننه پرې نه دى پوه شوى، د ځينو ډېرو نا اهله كړيو پرلپسې پالنه او له حدودو او چوكاټونو اوښتې مصلحت پالنه ده چې عدالت او نياو پكې قرباني شوى دى، ولسمشر د يوه صادق او ژمن كاري ټيم په جوړولو كې ناكام ؤ، كه يې په دې برخه كې وړتيا درلوداى اوس به د هېواد برخليك بدل ؤ.په هر صورت زه ولسمشر كرزى په ټوله كې يو لوى شخصيت بولم او دا به وروسته ښه ثابته شي.

پوښتنه:- په داسې حال كې چې په هېواد كې د ټاكنو د شكايتونو كميسيون فعاله وي او بيا هم كوم نوماند تاوتريخوالي او كړكيچ ته لمن وهي، ولې، علت يې څه بولئ؟

ځواب:- ما مخكې تاسو ته وويل چې اوسنى د انتخاباتو بحران هم رهبري شوى او پلان شوى بحران دى، د دې لپاره چې په انتخاباتو كې د افغان ولس د سترې حماسې اغيز او غرور مات شي، بايد انتخابات بدنام شي، بايد پروسه له درغليو ډكه وښودل شي، په دې كې د انتخاباتو د كميسيونونو ځينې كسان هم لاس لري او له دوى څخه د باندې د نوماندانو دريځ خو معلوم دى، موخه همدغه ده چې متاسفانه بايد دغه تاثر عام شي چې موږ پخپله هېڅ يو، كه بهرنيان نه وي نو موږ هېڅ يو، موږ يو بل ځپو.

پوښتنه:- اوسنى نظام څه ډول تعريفوئ؟

ځواب:- اوسنى نظام، د هندي حكيمانو هغه كُشته او معجون دى، چې د پښو له نوكانو، د سر تر ويښتانو د هر رنځ دوا بلل كېږي، خو اصلاً د هېڅ رنځ دوا نه وي، بل تعريف يې هغه د امير عبدالرحمان خان د مهال د ربابي بې سُره رباب دى چې له هر تاره يې بېل غږ اوچتېږي، د ډاكتر اشرف غني احمدزي په وينا دغه نظام سهامي شركت دى، چې تاداو يې په بن كې كېښودل شو او قصداً د داسې بنسټ جوړول هدف وو چې ولس په يوه محور راټول نكړاى شي.

پوښتنه:- د طالبانو له حكومته را پدېخوا په هېواد كې بې امنيتي، غلا، په رڼا ورځ د خلكو كورونه چور كېدل، قتلونه، اختطافونه، د مخدره موادو قاچاق او اداري فساد خپل اوج ته رسيدلى د دغو ناوړه كړنو علت څه بولئ؟

ځواب:- فساد، لوټ او چور د روان حالت لامل د يوه ناقص او په ونډو ويشلي حكومت او نظام جوړيدل دي، تر ډېره فساد سياسي دى او رېښې يې له نړيوالې ټولنې سره نښتې، نور جرمونه او اخلاقي او مالي فساد او نورې ناخوالې ټول يو له بل سره تړاو لري چې د يوه ناقص نظام زيږنده دي، د جګړې دوام هم د دې فساد د زياتيدو يو لامل دى.

پوښتنه:-  تر درې نيمو لسيزو زياته موده هېواد په جګړو او بحران كې دى، ډېر كسان دا ټوله موده وير بولي، ځينې بيا يوه موده وياړ او نوره وير بولي، ستا نظر پكې څه دى؟

ځواب:- زه د هېواد ډېرو بدمرغيو او ناخوالو پيلامه د 1357 لمريز د غوايي د اوومې كودتا بولم، واقعيت دا دى چې زموږ د هېواد حريم له همدې كودتا سره مات شو، پردي لاسونه راننوتل، د ذلتونو او غلاميو يو تور دوران پيل شو، د غوايي كودتا واقعاً يوه بده پېښه او تر ننه د غميزو او بدمرغيو د دوام سبب شوه. خو د غوايي له كودتا وروسته چې كله كيڼ اړخو كودتاچيانو د ولس د ديني او ملي ارزښتونو پر خلاف جبهه ونيو، د اسلامي غورځنګ د غړو په همت يې ولس پر خلاف راپورته شو، د ولس دغه پاڅون او جهاد نه يوازې د افغان ولس بلكې د انساني ټولنې د ارزښتونو او عظمتونو د دفاع يو برحق جهاد او مبارزه ده چې تاريخ به يې خوندي ساتي.

دكمونستي واكمنو او ورپسې د پخواني شوروي د يرغل پر مهال د افغان ولس دغه برحق جهاد له ټولو غميزو او ماتمونو سره يو وياړ ؤ، هره شيبه يې د يوې حماسې شاهده وه، چې انسانيت پرې وياړي.

كه دغه جهاد او برحق مبارزه څوك منفي كوي، بيا خو خپلواكي، د ټولنو هويت، غرور او ديني او ملي ارزښتونه، تاريخ، حماسه او … هر څه يې معنا كېږي، چې هېڅكله د نړۍ په هېڅ ګوټ كې دا بې معنا نه دى، كه موږ پر دې ارزښتونو باور لرو، نو د افغان ولس جهاد د خپل دين، وطن او نواميسو د ساتنې او دفاع جګړه وه چې هر چا پكې برخه درلوده د وياړ حقدار دي، چې څوك يې په بل لوري كې وو هغوى تاريخي مجرمين وو بايد پرې وشرمېږي او پرې پښېمانه وي.

د كمونيستي رژيم له رانسكورېدو وروسته جګړې، بدمرغۍ وې، چې د افغان ولس د ستر جهاد لويه كارنامه او حماسه يې بدنامه كړه.

زه د كورنۍ جګړې ښكيل اړخونه ټول ملات بولم، البته د پړې  كچه يې توپير لري، په دې كې شك نشته چې د نړۍ استخباراتي كړيو او ګاونډيو په دې بدمرغيو كې ډېر لوى لاس ؤ، خو زموږ خپل مشران هم له پړې او ملامتۍ خلاص نه دي، دوى ولې پردۍ توطيې درك نكړاى شوې؟

دوى ولې د اقتدار په هوس كې د يوه ولس او آن د ټول انسانيت لپاره يوه نمونه حماسه داسې بدنامه كړه، دا چې نن زموږ په ولس كې د ماتمونو راج دى، بدمرغۍ او جګړې دي، خبره هماغه ځاى ته رسېږي چې د كمونستي رژيم له رانسكوريدو سره د اقتدار پر سر جګړې پيل شوې او بيا يې دوام وكړ، چې لړۍ يې تر ننه را رسېږي.

پوښتنه:- كوم تاوتريخوالى  چې نن- سبا د ټاكنو په دوهم پړاو كې رامنځ ته شوى، د دې د هوارولو له پاره څه تجويزوئ؟

ځواب:- رحمان بابا وايي:

كه د سترګو پټول په منځ كې نه وي

معلومېږي خپله پښه د بل پڼه

كه د انتخاباتو په بهير كې د ستونزو او درغليو د له منځه وړو اراده واى لاره همدغه وه چې اړوندو كميسيونو ته فرصت وركړ شوى واى چې خپلې چارې بشپړې كړي، خو كه اراده د بحران زيږول او ژورول وي، دا بيا هېڅ چاره نه لري، زما په اند انتخابات اوس ښه په خوند بدنام شول، اوس كه څوك د رايو په زور ارګ ته ځي كه د سياسي جوړ جاړي له لارې، د ولس غرور او د رايو زور يې مات كړ او دا زموږ له مظلوم ولس سره لويه او نامردانه جفا وه.

پوښتنه:- په اوسني وخت كې مو د ځوان نسل نه څه غوښتنه ده؟

ځواب:- ځوان نسل په يوه ډېر پريشانه مهال كې راپورته شوى، كه د ځان او هېواد د راتلونكې خير غواړي د سياسي مبتذل چاپيريال د تعصب له دوړو دې ځانونه خوندي وساتي، ټول هېواد دې خپل كور او ټول ځوانان دې د دې كور شريك غړي ځانونه وبولي، زده كړو او تعليم ته دې مخه كړي، د لومړى ځان، بيا جهان، معنا همدغه ده چې څومره دوى ځان جوړ كړي د خپل هېواد راتلونكې به له اوسنيو بدمرغيو پاكه جوړه كړاى شي.

پوښتنه:- په پاى كې له دواړو نوماندانو (ډاكترعبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي) نه څه غوښتنه لرئ؟

ځواب:- دواړو نوماندانو او په ټوله كې هغو سياستوالو ته چې د واك او كرسۍ هوسونه پالي، زما يو پيغام دا دى چې د ولس د بدمرغيو په بيه هر ډول مقام او كرسۍ په يوه توت نه ارزي، نور د دوى خوښه، خو د ولس د بدمرغيو، رنځولو او عذابولو په بيه واك ته رسيدل د عزت او قدرت پر ځاى لعنت دى او بس.

محمدي:- مننه كوم چې وخت مو راكړ او پر مهمو مسايلو مو رڼا واچوله.

شفيقي:- له تاسو څخه هم مننه.