وروستي:

سوداګرو څنګه جنت ته تللای شئ؟! – اتلسمه برخه

(۴۱) د قیامت په ورځ به کوم مخ د څوارلسم د سپوږمي په شکل رڼا کوي؟
ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وویل: څوک چې په حلالې طریقې سره مال تر لاسه کړي، هدف یې دا وي چې خلکو ته یې د حاجت پوره کولو لپاره لاس اوږد نه شي، د اهل او عیال د نفقې لپاره مشقت او تکلیف تېر کړي، له گاونډیانو سره نيکي کول غواړي، دغه شخص به د قیامت په ورځ له الله (جل جلاله) سره په داسې حال کې ملاقي شي چې مخ به یې د څوارلسم د سپوږمي په شکل رڼا کوي. (ابوالشیخ فی الثواب، بیهقي فی الشعب، شرح احیاء ج ۵ ص ۴۱۵).
فایده: په دې حدیث شریف کې د دنیا گټلو او په حلالې طریقې سره د مال ترلاسه کولو څومره لوی فضیلت بیان شوی دی. البته دا فضیلت په هغه صورت کې دی چې د دنیا په گټلو کې ۴ شرطونه په نظر کې ونیول شي: ۱- په حلالې طریقې سره وي. ۲- په دې نیت سره وي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې نورو خلکو ته لاس اوږد نه شي، بلکې خپل ضرورتونه په خپله پوره کړي. ۳- د اهل او عیال خوراک، څښاک او نفقه پوره کړي. ۴ دگاونډیانو خدمت په خوراک، څښاک او مال برابرولو سره وکړی شي. د داسې شخص مخ به د قیامت په ورځ د څوارلسم د سپوږمي په شکل روښانه او ځلانده وي.
نو ای تاجرانو او دکاندارانو! په خپل تجارت او دکاندارۍ کې د دغه څلورو خبرو خیال وساتئ او عملي یې کړئ ترڅو د قیامت په ورځ له الله (جل جلاله) سره په داسې حال کې ملاقي شئ چې مخونه به مو د څوارلسم د سپوږمي په ډول روښانه او ځلانده وي.
(۴۲) په مزدورۍ کې ستړیا د گناهونو د ختمېدو سبب کېږي.
عن ابن عباس (رضی الله عنهما) قال رسول الله (صلی الله علیه و سلم) من أمسى كالا من عمل يديه أمسى مغفورا له. (کنز العمال ج ۴ ص ۷).
ژباړه: ابن عباس (رضی الله عنهما) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وویل: څوک چې په شپه کې داخل شي او د مزدورۍ او کار له وجهې ستړی وي، همدغه ستړیا به یې د مغفرت (بښنې) سبب شي.
فایده: حلال کسب اومال ترلاسه کول، په اهل عیال او قریبانو باندې یې مصرفول عبادت دی. کوم شی چې عبادت وي په هغو کې تکلیف او زحمت تېرول ثواب دی، په ثواب باندې گناهونه معاف کېږي او درجې لوړېږي. نو کوم شخص چې ټوله ورځ په حلال مال گټلو تېره کړي، او ماښام ستړی او بې حسه خپل کورته راشي، په دغه ستړیا او تکلیف باندې هم ده ته اجر او ثواب حاصلېږي. البته اجر او ثواب په دې شرط ورکول کېږي چې کار به یې د شریعت مطابق ترسره کړی وي، د الله (جل جلاله) فرائض او په جماعت سره لمانځونه به یې اداء کړي وي، که د جماعت د لمانځه اهتمام نه کوي او تکلیف او مشقت تېروي نو بیا یې دا ستړیا گناه ده د ثواب خو سوال هم نه پیدا کېږي.
(۴۳) د حلال رزق په گټلو کې د تکلیف او مشقت تحمل کول د الله (جل جلاله) خوښ دي.
عن علي (رضی الله عنه) إن الله تعالى يحب أن يرى عبده تعبا في طلب الحلال. (کنزالعمال ج ۴ ص۴).
ژباړه: علي (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وویل: په یقین سره الله (جل جلاله) خوښوي چې خپل بنده د حلال مال په گټلو کې ستړی وویني.
فایده: د حلال مال په گټلو کې چې انسان څومره په پریشانۍ او مشقت کې وي، الله (جل جلاله) هغه ته د محبت په نظر گوري او ور څخه راضي وي. داسې فکر کېږي چې د حرامو په گټلو کې به هم ستړیا او مشقت وي مگر داسې نه ده! تاسې فکر وکړئ د رشوت په پیسو کې، په قراردادونو کې د خیانت په پیسو کې، په سودي بانکونو کې د وظیفې ترسره کولو په پیسو کې هېڅ ستړیا او تکلیف نه شته او گټه یې څومره زیاته ده؟ او د دې په خلاف په حلاله گټه ترلاسه کولو کې څومره زیات مشقت او تکلیف وي تاسې د یو مزدورکار مزدوري او گټه وگورئ، د دکاندارانو تکلیف، د مالونو د وړلو او راوړلو ستړیا وگورئ، په کلیو کې د سوداگرو تکلیف وگورئ او داسې نور… د حلال مال گټوونکي او دهغوی ستړیا ته فکر وکړئ!
نو ای تاجرانو! د حلالې گټې ستړیا او مشقت تحمل کړئ، حرام پرېږدئ که څه هم تکلیف یې کم او گټه یې ډېره وي او الله (جل جلاله) راضي کړئ تنها دنیا نه بلکې د آخرت گټې هم ترلاسه کړئ.
نور بیا…

لیکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي / ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني