ليکنه: مفتي محمد ارشاد قاسمي / ژباړه : مفتي رفيع الله نعماني

(۳۴) له حلالې گټې سره که دوه شیان عملي کړئ! تاسې به جنت ته لاړ شئ!

عن أبي سعيد الخدري(رضی الله عنه) قال : قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) من أكل طيبا وعمل في سنة وأمن الناس بوائقه دخل الجنة. (ترمذي، حاکم، جامع صغیر، مشکوة ص ۳۰).

ژباړه: ابو سعید خدري (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: څوک چې حلاله او پاکه روزي وخوري او په سنتو باندې عمل وکړي او خلک یې له ضرر او تکلیف څخه په امن وي، جنت ته به داخل شي.
فایده: وگورئ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) جنت ته د داخلېدو لپاره درۍ (۳) اعمال ذکر کړل: أ: حلال خوړل. ب: په سنتو باندې عمل کول. ج: خلکو ته ضرر او تکلیف نه رسول. دا درۍ واړه خبرې امهات الاعما (د اعمالو مورګانې) دي. حلال خوړل دې ته وايي چې مال د شریعت موافق ترلاسه شوی وي، له ناروا او حرامې لارې لاسته نه وي راغلی. په سنتو باندې له عمل کولو څخه مراد دادی چې په ټولو امورو کې د سنتو اهتمام وکړي، په یو یا دوه سنتو باندې عمل کول نه دي مراد. او له خلکو سره یې معامله داسې وي چې چا ته د تکلیف یا اذیت باعث نه شي، کمزوري همسایه، نوکر او ملازم ته تکلیف ونه رسوي.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک فرمان ته فکر وکړئ، درۍ شیان یې چې په کوم ترتیب سره ذکر کړي دي هغه هم له حکمت څخه خالي نه دي، اول یې حلال خوړل ذکر کړي دي، بیايې په سنتو باندې عمل کول. په نېک عمل او د سنتو برابر ژوند تېرولو کې د حلال خوړلو بنیادي اثر وي، د حرام او مشتبه رزق له خوړلو څخه نېک عمل نه شي صادرېدلای، بلکې نور هم په گناه کې مدد ترسره کېږی. او بیایې همسایه ته تکلیف نه رسول ذکر کړي دي د چا چې ژوند د سنتو برابر وي هغه ته دا توفیق حاصل وي چې ظلم او تکلیف تحمل کړي خو بل چا ته هېڅکله تکلیف نه رسوي او نه ورته د ضرر اراده لري، نن سبا په اکثره خلکو کې د دې درۍ واړو خبرو یوځای کېدل مشکل دي، په اوسني عصر کې د سنتو اهتمام کول ډېر مشکل کار دی، په اجتماعي ژوند، وادونو او نورو محفلونو کې د سنتو نښې هم نه تر سترگو کېږي. د لمانځه سنت تر سره کول خو آسان کار دي، مگر د معاشرې په سنتو باندې عمل کول ډېر مشکل دي، له همدې وجهې نه ژوند د سنتو برابر تېرول ډېر مشکل او له ستونزو ډک دي. ځکه یې هم ثواب دا دی چې مستقیم به جنت ته داخلېږي. د مشکوة په شرحه مرقاة کې لیکلي شوي دي: یکون متمسکا في کل عمل بسنة … فالمراد به شمول کل سنة لا واحدة منها استحق دخول الجنة دخولا اولیا. ص ۲۵۲.دغه شخص به په هر عمل کې د سنتو رعایت کوي، نه په یوه عمل کې نو بیا به د دغه درجې (جنت ته د داخلېدو) مستحق شي.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د پوره سنتو تفصیل د عاجز (مفتي محمد ارشاد قاسمي) په کتاب شمائل کبری کې وگورئ چې تقریبا په ۱۳ جلدو کې دی، په هغه کې د ټولو امورو مربوط نبوي سنت او اسوه حسنه په تفصیل او له حوالې سره ذکر شوي دي.

(۳۵) له یوازې عبادت کوونکي نه له عبادت سره سره د مال گټوونکی غوره (بهتر) دی.

روي أن عيسى عليه السلام رأى رجلا فقال ما تصنع قال أتعبد قال من يعولك قال أخي قال أخوك أعبد منک. (شرح احیاء ج ۴ ص ۴۴۶).

روایت دی چې عیسی (علیه السلام) یو سړی ولید او ورڅخه یې وپوښتل: څه کوې؟ هغه سړي ورته وویل د الله (جل جلاله) په عبادت کې مصروف یم. بیایې ورڅخه وپوښتل: ستا خوراک، څښاک، لباس او نور مصارف د چا په غاړه دي؟ هغه ځواب ورکړ: زما ورور زما پالنه کوي. عیسی (علیه السلام) ورته وویل: ستا ورور له تا نه ډېر عبادت کوونکی (ښه عابد) دی.
فایده: وگورئ په دې روایت کې هغه عبادت کوونکی چې له خپل عبادت سره سره دکانداري او تجارت کوي او د نورو خلکو مشکلات ورحل کوي له هغه چا څخه بهتر ښودل شوی دی څوک چې یوازې په عبادت او د الله (جل جلاله) په ذکر باندې مشغول وي. ځکه چې دې شخص دوه فرض سره یوځای کړي دي: لومړی خالص عبادت کول لکه لمونځ، روژه او داسې نور، دوهم د حلال مال گټل چې دا هم عبادت دی. لومړي شخص د حلال مال گټلو ثواب، په خپل ورو باندې د خیرات او صدقې کولو ثواب او د الهي عبادت (لمونځ، روژې او نوروثواب) درې ثوابونه ترلاسه کړي دي نو ځکه له دوهم شخص څخه غوره او بهتر دی.

له دې روایت څخه یوه خبره بالکل ښکاره ده او هغه دا: کوم خلک چې تنها په عبادت، ذکر او یابل داسې کار کې مصروف وي چې په هغه کې د رزق گټلو حل نه وي او خپلې دنیوي اړتیاوې له نورو څخه پوره کوي مناسب کار نه دی، بلکې بهتره خبره او مناسب کار دادی چې انسان عبادت او د دین کار هم وکړي او حلال کسب هم.

نور بیا…..