نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه !
د راتلونکي نیکمرغه کوچني اختر د راتگ له امله د افغان بنسټ، افغان ښوونځي، افغان مدرسې او افغان پوهنتون مشرتابه، اداري هیئتونه او کارکوونکي ټولو افغانانو ته د زړه له تله مبارکي وايي.
الله جل جلاله دې راتلونکی اختر د افغان ولس د هوساينې، امن او سوکالۍ لامل وگرځوي او لوی څښتن تعالی دې په داسې حالت کې بیا بیا راولي، چې کړېدلی ولس مو په امن او سوکاله وي او د روان ناورین څخه په خیر او امان ژغورل شوی وي. امین.
ملا عبدالسلام ضعیف
د افغان بنسټ رئیس