د ذوالحجې لسو ورځو کې د تکبیر سنت
حامد افغان
د ذوالحجي لومړیو لسو ورځو کې تکبیر ویل مستحب او سنت عمل ده او ډېر زیات ثواب لري، په دې لسو ورځو کې باید تکبیر ډېر زیات وویل شي او په لوړ اواز وویل شي، قرانکریم وایي: لِّيَشْهَدُوا مَنٰفِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومٰتٍ عَلٰى مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ الْأَنْعٰمِ ۖ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَآئِسَ الْفَقِيرَ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 28]. تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي او په څو ټاكليو ورځو کښي پر هغو څاروېو باندي د الله نوم واخلي (د الله په نوم سره یې حلال کړي) چي هغه ورته روزي کړيدي، په خپله یې هم وخورئ او تنګلاسو محتاجو ته یې هم ورکړئ.
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: په معلومو ورځو (د لوی اختر د میاشتي لومړی لس ورځو) کې الله یاد کړئ، او له ایام المعدودات نه مراد د تشریق ورځي دي. قال ابن عباس – رضي الله عنهما -:وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ أَيَّامُ الْعَشْرِ، وَالأَيَّامُ الْمَعْدُودَاتُ أَيَّامُ التَّشْرِيقِ. أخرجه البخاري في صحيحه معلقاً (1/329).
په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: تر دې لسو ورځو لویې ورځې د الله په نزد نورې نشته او په دې ورځو کې الله ته عبادت ترنورو ټولو ورځو ډېر ګران ده، په دې ورځو کې لا اله الا الله ، الله اکبر او حمد زیات وایئ : ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].
امام بخاري وایي: عبد الله بن عمر او ابو هریره رضي الله عنهم به په دې ورځو کې ښار ته ووتل تکبیرونه به یې ویل او خلکو به هم له دوی سره تکبیر ویلې، عمر رضی الله عنه به په منی کې په خپله خیمه کې تکبیر ویلې، د مسجد خلکو به چې د ده تکبیر واوریده هغوی به هم ورسره ویلې د ښار خلکو به هم ورسره ویلې او په سیمه کې به د تکبیر انګازي خپرې وې، ابن عمر به په منی کې په دې ورځو کې تکبیر ویلې، له لمنځونو وروسته به یې ویلې په خپل ځای کې به یې ویلې، په خیمه کې به یې ویلې په مجلس او د تګ په حال کې به یې ویلې. او مستحب دا ده چې په دې ورځو کې په لوړ اواز سره تکبیر وویل شي خو په اجتماعي صورت سره یې ویل نه دي په کار هرڅوک یې باید له ځان سره په لوړ اواز ووایي. اجتماعي صورت دا مطلب چې خلک ورته رابلل کیږي او فوق العاده یو ځای راجمعه کیږي او بیا تکبیرونه وایي.
په دې شپو کې تکبير دوه ډوله دی، چې علماء یې تکبير مطلق او مقید یادوي، مطلق دا معنا چې په دې ټولو لسو شپو ورځو کې تکبير ویل کیږي ، او مقيد د تشریق د ورځو له لمنځونو شاته تکبیر ویل دي، نو د لومړي له پاره معلوم وخت نشته لکه د دویم له پاره چې له لمانځه وروسته معلوم وخت ده، او د تشریق په معلومو شپو ورځو کې ده.
په دې ورځو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه کوم معلوم تکبیر نه ده روایت شوی، او له صحابه کرامو رضي الله عنهم نه څو ډوله تکبيرونه روایت شوي دي:
لومړی تکبير: ( اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً) دی، او دا تکبیر له سلمان الفارسي رضي الله عنه نه روایت شوی ده، او دا امام البيهقي رحمه الله په السنن الكبرى(3/316)، کې راخیستی ده، او الحافظ ابن حجر یې سند صحي بللی ده. فتح الباري(2/462).
دویم تکبیر: ( اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، واللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ) دی، او دا تکبیر له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت شوی دی ، او امام ابن أبي شيبة رحمه الله په خپل مصنف کې روایت کړی ده. (5633).
دریم تکبیر: ( اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ وأجَلُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ) دی، او دا له عبد الله بن عباس – رضي الله عنهما – نه روایت شوی دی، او امام ابن أبي شيبة رحمه الله په خپل مصنف کې روایت کړی ده. (5646).
لکه ومو ویل چې په دې ورځو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه کوم معلوم تکبیر نه ده روایت شوی، نو کولی شو دا دری روایت شوي تکبیرونه ووایو او یا هر څوک کولی شي کوم بل تکبير ووایي کوم یې چې خوښ وي، او باید ووایو چې تکبیر د دې ورځو لوی عبادت ده او نن سبا دا سنت خلکو هیر کړی ده، متاسفانه په لوړ اواز ویل خو یې بیخي خلکو پرې ایښي دي، د تاسف ځای دی چې په موټرو، موبایلونو او هوټلو کې په لوړ اواز موسیقي غږول د شرم خبره نه بلل کیږي خو په لوړ اواز تکبیر ویلو خلک شرميږي! .