وروستي:

د لوى اختر او قربانۍ فضايل او مسائل – لومړۍ برخه

ليکنه: مفتي عبدالرؤف

قرباني د قران په رڼا کې:

  1. 1.        ( لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ ) (1)

ژباړه: نه د هغو غوښې الله  جل جلاله ته رسېږي او نه يې وينې، خو هغه ته ستاسې ځان ساتنه )تقوا( رسېږي.

  1. 2.       (وََالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ) (2)

ژباړه : او د )قربانۍ( اوښان موږ ستاسې لپاره د الله جل جلاله شعايرو کې شامل کړي دي په هغو کې ستاسې لپاره ښېګڼه ده.

  1. 3.       ) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ( (3)

ژباړه: نو خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.

ابن کثير رحمه الله له مفسرينو صحابه کرامو، تابعينو لکه حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنه ، عطاء ، مجاهد ، عکرمه او حسن بصري رحمه الله  څخه روايت کړى دى چې د ) وَانْحَرْ (کليمې معنى قرباني ده . (4)

 قرباني  د سنتو په رڼا کې:

  1. 1.       (عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالْمَدِينَةِ عَشْرَ سِنِينَ يُضَحِّي) (5)

ژباړه: حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په مدينه منوره کې لس کلونه تېر کړل او هر کال به يې قرباني کوله.

  1. 2.     (عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا.) (6)

ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې )بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ( وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.

 (عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ قَالَ قُلْتُ أَوْ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هَذِه ِ الْأَضَاحِيُّ قَالَ سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ قَالُوا مَا لَنَا مِنْهَا قَالَ بِكُلِّ شَعْرَةٍ حَسَنَةٌ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ فَالصُّوفُ قَالَ بِكُلِّ شَعْرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ) (7)

ژباړه: حضرت زيد بن ارقم وايي: چې صحابه وو له پېغمبرصلى الله عليه وسلم څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : ) دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دى ( صحابه وو وپوښتل : ) آيا نو په دغه قربانۍ کې موږ ته هم ثواب رارسيږي؟( پېغمبر صلى الله عله وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : ) هو ، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کې تاسو ته يوه نېکي ليکل کيږي ( صحابه وو بيا وپوښتل: )د وړيو هم دومره اجر دى؟( پېغمبرصلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل: )هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې يوه نېکي ورکول کېږي(

 قرباني او د صحابه وو رضي الله عنهما  عمل:

( وَقَالَ يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ سَمِعْتُ أَبَا أُمَامَةَ بْنَ سَهْلٍ قَالَ كُنَّا نُسَمِّنُ الْأُضْحِيَّةَ بِالْمَدِينَةِ وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُسَمِّنُونَ) (8)

ژباړه: ابو امامه وايي: موږ  او ټولو مسلمانانو به په مدينه کې خپلې قربانۍ ښې چاغولې او بيا به مو حلالولې.

 

د قربانۍ تاريخ  :

الله جل جلاله  ته د نږدېوالي حاصلولو په مو خه د څاروي حلالول   له هغه مهاله پيل شوې چې حضرت ادم عليه السلام دې نړۍ ته راغلی په لومړي ځل د حضرت ادم عليه السلام دوو زامنو هابيل او قابيل قرباني کړې ده ، الله جل جلاله دغه پېښه په قران کريم کې هم ياده کړې ده ) إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا ( (9)  کله چې دغو دواړو )د الله جل جلاله لپاره( قرباني وړاندې کړه .

ابن کثير رحمه الله د دې ايت تر سرليک لاندې د حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړى وايي : ) هابيل يو پسه او قابيل څه غنم د قربانۍ په موخه الله جل جلاله ته وړاندې کړل ، د الله جل جلاله د امر سره سم د اسمان څخه  اور را کښته شو ، د هابيل قرباني يې وسوزوله او د قابيل قرباني )غنم ( پر ځاى پاته  شول ، د مخکينيو پېغمبرانو پر مهال چې کومه قرباني او صدقه به قبلېده ، د اسمان څخه به اور را کښته کېدی او قبوله شوې قرباني او صدقه به يې سوزوله ، او کومه قرباني او صدقه چې به نه وه قبوله شوې هغه به پر خپل ځاى پاته کېدله . (10)

د محمدي امت ځانګړتيا:

پخوا به چې مسلمانانو کوم مال د ولجې په توګه ونيوه هغه به هم د قبلېدو په صورت کې په اسماني اور سوزېده ، خو دا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پر امت د الله جل جلاله مهرباني ده چې د قربانۍ غوښه او د غنيمت مالونه يې دوى ته حلال کړي دي ، يوه ورځ حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پر ځان د الله جل جلاله د نعمتونو يادونه  کوله وې فرمايل 🙂 وَاُحِلَّتْ لِىَ الغَنَائِمُ ( او ماته ولجې حلال شوي دي ، يعنې زما امت ته الله جل جلاله د غنيمت مالونه حلال کړي دي .

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کې چې کومو خلکو اسلام ته غاړه نه اېښوده نو هغو به ويل چې د مخکينيو پېغمبرانو په وختونو کې به چې کله صدقې او قربانۍ قبولې شوې هغه به په اسماني اور سوزول کېدې ، موږ  به تر هغې ايمان را نه وړو تر څو تاسو دغه معجزه موږ ته ښکاره نه کړى.

الله جل جلاله دوى ته داسې جواب ورکړ چې که تاسو رښتيا واياست نو ولې مو په  هغو پېغمبرانو پسې دروغ وويل او ومو وژل ، د دې چلونو او خبرو څخه څرګنديږي چې تاسو د ايمان راوړلو اراده نه لرى.

د پورتنيو خبرو څخه څرګنديږي چې قرباني د حضرت ادم عليه السلام له وخته پېل شوې او الله جل جلاله ته د نزدېوالي په موخه تر سره کېده ، او د قبلېدو په صورت کې به د اسماني اور په ذريعه سوزول کېده .(11)

 

د قربانۍ ستره پېښه او ابراهيمي سنت :

د قربانۍ حلالول  که څه هم  د عبادت په موخه د حضرت ادم عليه السلام له وخته پيل شوې ده ، خو د حضرت ابراهيم عليه السلام له پيښې وروسته يې ډېر ارزښت پيدا کړ ، او د دغه ياد د ژوندي ساتلو لپاره په محمدي شريعت کې قرباني پر مسلمانانو واجبه شوه ، په اسلامي تاريخ کې د حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني يوه بې سارې او منل شوې قرباني ده، او  الله جل جلاله دغه پېښه د ) صٰفٰت ( په سورت کې هم په بشپړه توګه ياده کړې ده.

الله جل جلاله په قران کريم کې د حضرت ابراهيم عليه السلام د قربانۍ کيسه په دې ډول پيل کړې ده : ) فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى ( (12)

ژباړه: نو هغه هلک چې کله له هغه سره د منډو ترړو کولو منګ ته ورسېده ، )يوه ورځ( ابراهيم هغه ته وويل : ) بچيه! زه په خوب کې وينم چې تا حلالوم اوس ته ووايه چې ستا نظر څه دى .

ايا ته د الله جل جلاله دغه امر ته حاضر يې او که نه ؟ څرنګه چې د پېغمبرانو خوب د وحې په ډول وي نو په خوب کې حلالول د حلالولو د حکم په ډول وي . کله چې حضرت ابراهيم عليه السلام ته د الله جل جلاله له لورې امر وشو ، سلا او مشورو ته يې هيڅ اړتيا نه وه ، خو سلا يې د لاندې لاملونو له کبله وکړه :

  • چې زوى يې په دې پوه شي چې دى تر څومره بريده پوخ هوډ ، همت او د الله جلاجلاله د پيروي لېوالتيا لري .
  • که چيرې يې زوى دغه امر ومني کېداى شي چې الله جل جلاله يې زوى ته هم ثواب ورکړي ، ځکه چې د ثواب ګټل په ارادې پورې اړه لري.
  • د حلالولو ) ذبح ( پر مهال له پلرنۍ مينې او ذهني ناکرارۍ څخه ډاډه وي.

د تاريخي روايتونو پر بنسټ حضرت اسماعيل عليه السلام هغه مهال نهه کلن وو، کله چې حضرت ابراهيم عليه السلام د خپل بختور زوى حضرت اسماعيل عليه السلام سره سلا وکړه ،  زوى يې همغه ګړۍ په ځواب کې وويل : ) قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ((13) پلاره ! څه چې درته امر شوى همغه وکړه ژر ده چې انشاء الله ما به له صابرانو ومومې.

) فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ ( (14) کله چې دواړو ومنله پړمخې يې څملولو.

يعنې کله چې زوى او پلار دې سترې قربانۍ ته تيار شول، پلار يې خپل زوى پړمخې پر مځکه وغورزوه ، په پړمخې اچولو کې دا راز و چې حضرت ابراهيم عليه السلام د خپل زوى څېره ونه ويني ، داسې نه چې د پلارتوب مينه يې راوپاريږي او د الله جل جلاله د امر په پر ځاى کولو کې ځنډ راشي. (15)

 

د حضرت اسماعيل عليه السلام پر ځاى د پسه حلالول :

کله چې حضرت ابراهيم عليه السلام د خپل زوى د جامو په ايستلو بوخت شو ، الله جل جلاله ږغ ور وکړ لکه څرنګه چې په قران کريم کې يې يادونه شوې ده ) وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ   ۞  قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ( (16)

ژباړه: موږ ور ږغ کړ چې اى ابراهيمه ! بېشکه تا خو دي خوب رښتيا کړ .

الله جل جلاله همغه ګړۍ حضرت ابراهيم ته يو پسه راوليږه ، او د حضرت اسماعيل عليه السلام پر ځاى يې حلال کړ، نو ځکه خداى جل جلاله فرمايلي دي : ) وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ ( (17) موږ د هغه په فديه ) بدل ( کې ستره حلاله ورکړه.

 دغې حلالې ته ځکه ستره حلاله ويل شوې چې الله جل جلاله د قيامت تر ورځې پورې د دغه ياد د تازه ساتلو لپاره پر مسلمانانو قرباني واجبه کړه .(18)

 

ابراهيمي ياد :

الله جل جلاله ته د حضرت ابراهيم عليه السلام کړنې خوښې شوې او د هغو د ژوندي ساتلو لپاره يې پر مسلمانانو عبادت وګرځاوه او واجب يې کړل ، لکه د حج په مراسمو کې درېيو جمرو په کاڼو ويشتل او قرباني.

الله جل جلاله د حضرت ابراهيم عليه السلام د کړنو څخه پرته د بي بي هاجرې منډې رامنډې هم له اسلامي نښو ) اسلامي شعائرو( څخه وګرزولې ، نو له دې کبله پر هر حاجي د صفا او مروا تر منځ منډې رامنډې او د مکې معظمې له ودانۍ څخه اووه ځله طواف کول واجب دي.(19)


(1) د حج سورت 37 ايت .

(2) د حج سورت 36 ايت .

(3) د کوثر سورت 2 ايت.

(4) ابن کثير، سورة الکوثر، آية 2.

(5) ترمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحديث: 1507

(6) بخارى: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث 5245

(7)  سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحيه، رقم الحديث 3127

(8)  بخارى: کتاب الاضحيه.

(9) د مائدې سورت 27 ايت .

(10)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(11) د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(12) د صٰفٰت سورت 102 ايت .

(13) د صٰفٰت سورت 102 ايت

(14) د صٰفٰت سورت 103 ايت

(15)  د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(16) د صٰفٰت سورت104 او 105 اياتونه

(17) د صٰفٰت سورت 107 ايت

(18) د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(19)  د مفتي محمد شفيع F ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

1 څرګندونه on د لوى اختر او قربانۍ فضايل او مسائل – لومړۍ برخه

  1. امرالله احساس // October 12, 2013 at 9:19 pm //

    اسلام عليکم!
    قرباني په کومو کسانو باندی کيږي يعنی کوم کسان بايد قرباني وکړي؟

Comments are closed.