وروستي:

سوداګرو څنګه جنت ته تللای شئ؟ – اولسمه برخه

(۳۹) په آخره زمانه کې به د دین د ساتلو لپاره د یوڅه مال درلودل ضروري وي.
عن مقدام بن معدیکرب (رضی الله عنهما): سمعت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) يقول: إذا كان في آخر الزمان لا بد للناس فيها من الدراهم والدنانير يقيم الرجل بها دينه ودنياه. (مجمع الزوائد ج ۴ ص ۶۵).
ژباړه: مقدام (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: په آخره زمانه کې به خلکوته د درهم او دینار (پیسو) درلودل ضروري وي، ترڅو انسان د پیسو په ذریعه د خپل دین ساتنه وکړي او د دنیا ضرورتونه ورڅخه پوره کړي.
فایده: وگورئ چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دیني او دنیوي ضرورتونو او اړتیاوو د حل کولو لپاره د مال ترلاسه کولو او غوره کولو حکم کړی دی، ځکه مال په دیني امورو کې هم مرسته کوي. د بېلگې په توگه یو دیني کتاب به څرنگه ترلاسه کوي؟ د زکوة او صدقې ثواب به څرنگه پیدا کوي؟ په اهل او او لاد باندې به څرنگه مصارف کوي؟ لنډه دا په کومو ځایونو کې چې مال د دنیوي اړتیاوو لپاره اړین دی همدا رنگه د عبادت او اخروي امورو لپاره هم اړین او ضروري دی.
او آخره زمانه یې ولې خاصه کړې ده؟ ځکه په آخره زمانه کې به دبیت المال نظم خراب وي، د دینداره خلکو به مالي منابعو (زېرمو) ته لاس رسی نه وي، په خلکو کې به بخل او اسراف ډېر وي او له همدې وجهې به څوک د دینداره خلکو په صدقو او هدیو باندې پالنه نه کوي. له خپل ضرورت زیات مالونه به بې ځایه په اسراف او د شریعت په خلاف امورو کې مصرفوي. هغوي ته په نېکو کارونو او نېکانو باندې د مصرف کولو چانس کله پیدا کېږي؟ او په آخره زمانه کې له نېکانو او صالحانو خلکو سره تعلق او محبت هم نه ساتل کېږي ځکه چې طبیعت د نفسي خواهشاتو، فسق او فجور طرف ته مایل وي او نېکان له داسې اعمالو سره موافقت نه کوي، نو دوی یې د ځان مخالفین بولي، مگر حقیقت خو دادی چې نېکان د دوی خیر غوښتونکي دي.
ای دینداره خلکو! د خپل دیني او دنیوي ضرورتونو د پوره کولو لپاره څه مال وگټئ او گټه تر لاسه کړئ، د دې لپاره چې د خپلو ضرورتونو په پوره کولو کې د مالداره خلکو محتاج نه شئ! ځکه هغوی د پیسو په بدل کې تاسې د خپل ځان تابع کول غواړي او تاسې به د پیسو په خاطر تمه لرونکي او تملق کوونکي شئ. غوره خبره داده چې لږ مال وگټئ او قناعت وکړئ او له الله (جل جلاله) څخه د استقامت غوښتنه وکړئ.
(۴۰)غوره مال هغه دی چې له تقوا سره وي .
عن ابن خبیب الجهني (رضی الله عنهما)…فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ (صلی الله علیه وسلم) لَا بَأسَ بِالغِنَى لِمَن اتَّقَى اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ وَالصِّحَّةُ لِمَن اتَّقَى اللَّهَ خَيرٌ مِن الغِنَى وَطِيبُ النَّفسِ مِن النِّعَمِ. (ابن ماجه، مسند احمد ج ۵ ص ۳۷۲، ادب مفرد ۱۴۲).
ژباړه: ابن خبیب (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: په هغه مالدارۍ (غنا) کې ستونزه نشته چې له تقوا سره وي، د تقوا د خاوندانو لپاره له مال څخه صحت غوره دی ځکه (د صحت په درلودلو سره عبادت ښه ترسره کېږي) او د زړه سکون د الله (جل جلاله) له لویو نعمتونو څخه دی.
فایده: که په زړه کې له الله (جل جلاله) څخه وېره او تقوا وي، په شریعت او سنتو باندې عمل وي، د الله (جل جلاله) اطاعت وي، په نفس کې سخاوت وي، د صدقې او خیرات ذوق وي نو غنا (مالداري) د الله (جل جلاله) له بهترینو نعمتونو څخه ده، ځکه په زړه کې چې د الله (جل جلاله) وېره وي نو مال به په دیني امورو باندې مصرفوي او له همدې وجهې به یې په مال کې برکت هم وي، دنیوي چارې به يې ښې ترسره کېږي او نورو خلکو ته به هم د ده له مال څخه گټه ور رسېږي، ترڅو چې ژوندی وي په دنیاکې به خوشحاله وي او پس له مرگه به په آخرت کې خوشحاله وي، لکه په حدیث شریف کې چې راځي: (نعم المال لرجل صالح) مال د نېکو خلکو لپاره غوره او بهتر شی دی.
نو ای تاجرانو، دکاندارانو او مال ترلاسه کوونکو! د الله (جل جلاله) له تقوا او دهغه د حقوقو له اداء کولو سره مال ترلاسه کړئ په دنیا او آخرت کې به په مزو کې وئ.

نور بیا…

ليکنه : مفتي محمد ارشاد قاسمي / ژباړه: مفتي رفيع الله نعماني