وروستي:

سوريه.. د کيمياوي وسلو بريد کې سلګونه کسان وژل شوي

سيمه کې د الجزيرې خبريال وايي، چې د خان شيخون خلکو د پېښې قربانيان سيمه‌ييز روغتون ته ورسول، خو حکومت الوتکو پر روغتون بمبار وکړ، روغتون يې له ډاکټرانو او ناروغانو سره ويجاړ کړ. رپوټونه وايي پر روغتون بمبارۍ کې ۸۵ کسان وژل شوي دي.

د سوريې شمال ادلب ښار په خان شيخون سيمه کې د سوري حکومت په بمبارۍ کې له سلو زيات کسان وژل شوي او څلور سوه نور ټپيان دي.

عربي رسنۍ وايي، چې د ښځو او ماشومانو په گډون لسگونه کسان د کيمايي گازونو له امله ځای پر ځای زندۍ شوي او گڼ نور روغتونونو ته پر لاره مړه شوي دي.

ملگري ملتونه وايي، چې دغه بريد د سوريې د ولسمشر بشار اسد الوتکو کړی او په دغو بمباريو کې يې کيميايي بمونه کارولي دي. د کيميايي بمبونو له ورولو وروسته خان شيخون سيمه کې وېره او ترهه خپره شوې، د پېښې قربانيانو ته طبي مرستې رسول هم ستونزمن دي او د سيمې خلکو د نورو بمباريو له امله خپل کلي پرېښي دي.

سيمه کې د الجزيرې خبريال وايي، چې د خان شيخون خلکو د پېښې قربانيان سيمه‌ييز روغتون ته ورسول، خو حکومت الوتکو پر روغتون بمبار وکړ، روغتون يې له ډاکټرانو او ناروغانو سره ويجاړ کړ. رپوټونه وايي پر روغتون بمبارۍ کې ۸۵ کسان وژل شوي دي.

د سوريې اوسېدونکو هم په ټولنيزو شبکو کې د پېښې قربانيانو انځورونه خپاره کړي، چې ښځې، ماشومان او سړي په خپلو وينو کې په خاورو لړلي او د طبي مرستو نارې وهي.

په دغو بمباريو کې يو شمېر کورنۍ په بشپړه توگه له خپلو ماشومانو او ښځو سره له منځه تللي دي.