وروستي:

کابل ته د دوو نامتو هندي علماوو راتګ/خاطرې، توصيې او  ګټورې مشورې

 

لومړۍ برخه

[  مولانا سيدسليمان ندوي رحمه الله، راتګ : ۱۹۳۳ م اکتوبر ]

[ مولانا ابوالحسن علي ندوي  رحمه الله، راتګ :۱۹۷۳م جون ]

مفتي / حبيب الله قاسمي

 

 

يادونه:

۱۹۳۳ميلادي اکتوبر مياشت د نادرخان مرحوم د واکمني تازه شپې ورځې وې ، دحکومت د هند دری نامتو پوهان هريو : علامه سيدسليمان ندوي رحمه الله ، د مشرق شاعر علامه اقبال مرحوم ،سر راس مسعود مرحوم  دوی ته کابل ته دورتګ رسمي بلنه ورکړه اودوی دری واړو په ډيره مينه ومنله اوهېواد ته راغلل.

علامه سيدسليمان ندوي ښه عالم او د ښکلی قلم خاوند عالم و ، د لکهنو له ندوه العلماء مدرسې څخه فارغ و ، نوموړی دبهار ولايت عظيم اباد کلي کې د ساداتو په درنه کورنۍ کې پرکال ۱۸۸۴ل / ۱۳۶۳هـ کې زيږيدلی و.

له زده کړو وروسته يې په علمي ډګر کې زيات خدمتونه وکړل او ښکلی آثار وکښل او زيات علمي خدمتونه يې مسلمانانوته وکړل و دغه نامتو د ۶۹کلونو په عمر پرکال ۱۹۵۳م کې داوسني پاکستان کراچۍ ښار کې ومړ او همدې ښار کې نيوټاون مدرسې ته نژدې د نامتو عالم ، ستر محدث او د صحيح مسلم د شارح مولانا شبير احمدعثماني  رحمه الله ترڅنګ خښ دی.

ندوي صاحب رحمه الله هېواد  د سفر کېسه په خپل يون ليک کې کښلې ده ، او دخپل يون هر شېبه يې ديوه سترګور اوځېرمن انځور کښ ليکوال په توګه خوندي کړي دي. د دې يونليک له لوست څخه سړی ته څرګنديږي چې ندوي صاحب رحمه الله په منډه منډه کې هم افغانستان اوتاريخي اثار يې په څومره ځېرتيا سره کتلي دی.

دوی خپل سفر له ((طورخم)) نه پيلوي پر ((جلال اباد)) ، تيريږي ، ((کابل)) ته ځي هلته تم کيږي او بيا ((غزني)) ته دسلطان محمودعزني او حکيم سنايي قبر ته ورځي اقبال يې له قبر سره اوښکې تويوي او خپل پيغامونه پريږدي او بيا له همدې لارې دوی ((کندهار)) ته ځي او د ((چمن)) له لارې بېرته خپل ټاټوبي ((هند))ته ستنيږي او ددوی څلور ورځنی سفر بشپړيږي.

ترعلامه سيد سليمان ندوي نيمه پيړۍ وروسته د نوموړي نوميالی شاګرد او د اسلامي نړۍ نامتو بلندوی (داعي )مولانا سيدابوالحسن علي ندوي رحمه الله ۱۹۷۳م جون مياشت ۹مه کابل ته راځي .دی د کابل علمي مرکزونه ته ورځي ، دکابل پوهنتون اوکابل درالعلوم يې وليدل له استادانو اومشرانو او دولتي چارواکو سره يې وليدل ، له علماوو او پوهانو سره يې ناستې لرلې . دکابل پوهنتون انګړ کې يې ګټورې ويناوې وکړې ، دواړو علماوو خپلو ويناوو کې افغان مشرانو او علماوو اوعام ولس ته دژوند په هر ډګر کې د پرمختګ ښکلې ګټورې مشورې وړاندې کړې . غواړو له ګرانو لوستونکو سره ددوی ګټورې خبرې شريکې کړو .

[۱] ــ د سفر موخه:

علامه سيد سيلمان ندوي رحمه الله کابل ته د خپل سفر موخه داسې بيانوي : (( د ډاکټر اقبال (دمشرق شاعر )نازونکی ليک راغی ، ليک کې يې کښلی و چې : د افغانستان دولت زه ــ علامه اقبال ــ  ((سر راس مسعود )) اوتاسې ــ سيد سليمان ندوي ــ هلته دځينو علمي اوتعليمي چارو په اړه مشورې له پاره وربللي يو ، ايا تاسو تللو ته چمتو ياستئ ؟، ماځواب ورکړ : د دې هېواد هر خدمت چې له ماڅخه کيږي زه يې کولو ته چمتو يم )).

[دافعانستان يونليک ۵مخ]

[۲] ــ د سفر خاطرې :

ندوی صاحب رحمه الله يونليک خپلې خاطرې هم له موږ سره شريکې کړيدي چې ډيرې جالبې اوپه زړه پورې دي اودلته به له يې ګران لوستونکو سره شريکې کړو .

[۳] ــ دخيبر دره :

دخيبر دپښتو مسلمانانو عظمتونو اودننګ اوغيرت شمله ګڼل کيږي له همدې لارې به د مغولي دولت او بيا انګريزي دولت کاروانونه تېريدل ، قامي خلکو او په ځانګړي ددې درې مجاهدينو به تراګواښ اوبريد لاندې نيول او د همدې درې لمن کې  له انګريزانو سره د ددې سيمې خلکو زياتې غزاګانې کړيدي او دغه دره دهغوی د غيرت ، ننګ ، شهادتونو اوغزاګانو لوی داستان بيانوي ،ندوي صاحب رحمه الله هم ددغې درې په اړه خپل خاظرات له موږ سره داسې شريکوي : (( اوس موږ د خيبر درې ته ورننوتو ، دواړو خواوته دغرونو اوږده لړۍ اومنځ کې يې  د درې پيچلې لار وه ، انګليسي دولت تر خپلو پولو پورې سړک ډير ښه جوړ کړیدی ))

[۴] ــ د ښامار په څېر غځيدلې دريل نل ليکه

دخيبر درې د ريل ګاډي هغه نل ليکه چې اوس شاړه پرته ده او هغه مهال انګريزي حکومت ورته غرونه څيرلي وو او د غرونو منځ کې يې په ډير نادر مهارت تېره کړې وه ، له نن څخه سل کاله دمخه رښتياهم دغ رونو دغه راز څېرل ډير هېښناک اودزيات تعجب وړ کار و ځکه خو علامه ندوي رحمه الله د غرونو دغه ډول څېرولو ته حيرت وړي او ليکي چې : ((په دې دره کې د خيبر اور ګاډي پټلۍ غځېدلې ده چې د انګليسي اينجينري هېښوونکې کرامت دی ، د اپټلۍ نږدې پنځلس کيلومتره داسې غځېدلې ده چې کله د غره په سر او کله د درې لمن کې او کله بيا د غونډۍ سينه پرمنځ څيروي او وړاندې ځي ))

 [۵] ــ دعلي مسجد تاريخي جومات :

د خيبر دره کې ((علي مسجد)) چې ډير تاريخي جومات دی او دانګريزي ښکليلاک په وړاندې د پښتنو قامو مشرانو او مجاهدينو د مشورو او ناستې پاستې مرکز و ، علامه ندوي صاحب رحمه الله هم ورسره خپله مينه څرګندوي او د دغه جومات تاريخي لرغونتوب او قدامت ته په لنډه ټکو کې اشاره کوي او خپله مينه ورسره داسې څرګندوي:

(( ددې درې هغه برخه راته زياته تنګه ښکاره شوه چې د ((علي مسجد)) په نامه وړوکی خو ډير تاريخي جومات جوړ شوی دی .. .. زه په ۱۹۷۲م کې دوه ځله پخوا هم راغلی وم او دلته مې يوځل د لمانځه ادا کولو وياړ هم ترلاسه کړی و ، دا وخت مې بيا دغه جومات ته په ارمانجنو سترګو وکتل ، پخوا د افغانستان او هند ترمنځ پوله همدې جومات بېلوله خو اوس انګريزانو له دې ځايه راتېر شويدي او وړاندې پوله يې ټاکلې ده …  .

ماته داسې ښکاره شوه چې پيرنګي دولت خپله واکمني د پوځي اوسياسي موخو له پاره ددې درې له ډيرې پيچلې او ستونزمنې برخې را اېستلې او تردې ځايه پورې يې را غځولې ده ، نور نو يوڅه پراخيږي او لاره بېرته طبعي حالت ته ورګرځي .)) [سفرنامې ۱۳او ۱۵مخ ]

[۶] ــ د افغاني مېرمنو د پردې او ساده جامې ستاينه :

ندوي رحمه الله چې ((ډکې)) ته رسيږي نو تردې ځايه يې چې په لاره کې پښتنې مېرمنې ليدلې دهغوی پرده اوحياء ستايي او لیکي : (( د خيبر درې له خولې تردې ځايه پورې د کليوالو پښتنو مېرمنې له سره ترپښو پورې په تورو جامو کې پټې وې … تر زنګنو يې اوږده کميسونه لرل ، …له سره ترپښو پورې يې تور پوړني لرل ، له هرډول ګاڼې او برسيرن سېنګاره بيخي پاکې وې ، دوی ته په کتو به سړي فکر کاوه چې ښايي اصلي ساده اسلامي پرده به همدغه وي )) يونليک : ۱۶مخ

[۷] ــ د افغانانوخټين کورونه:

ندوی رحمه الله د افغانانوخټين کورونه او کلاوو هم يادوي اودهغوی کلک ته حيران دی او ليکي : (( له خيبر درې نيولې تردې ځايه پورې خټين کورونه دود و ، غالبا ددې سيمې د موسم او هوا اغېز ده چې دغه ډول ودانۍ په ورښت کې خوندي وي.

دلته ورښتونه ليږ کيږي ددې ځای خړوبونه او سمسورتيا زياتره له هغو خوړونو کيږي چې له ويلي شويو واورو او روان وي … په کابل او عزني کې هم همدغه  ډول کورونه وو ، بلکې سړی حيرانېيده چې حکومتي کلاګانې او شاهي ودانۍ هم له همدغې خټې جوړيږي ، داخټه ډيره کله اوسرېښناکه ده دا ديوالونه اخېړ ډير کلک اوټينګ راځي ، دکلاګانوڅوګزه پلن ديوالونه وي اوپه هغو کې هرګوټ کې برجونه وي ، ديوالونوکې يې دټوپکو له پاره بې شمېره سوري وي)) [يونليک : ۱۷- ۱۸مخونه ]

 [۸] ــ جلال اباد ښار ښکلی موقعيت :

ندوي صاحب رحمه الله د جلال اباد ښکلی موقيعت ستايي او په سوداګريز ډګر کې يې نه پرمختګ ته حيران دی او ليکي چې : (( زما په خيال له پېښور سره جلال اباد دغسې اړيکه لري چې کندهار يې له چمن او کوټې سره لري ؛ خو د کندهار بازارونو چې کومه ښکلا او بيروبار او ډيرګڼ دوکانونه ترسترګو کيږي دا هرڅه جلال اباد نه لري ، حال داچې جلال اباد کې د سوداګريز پرمختګ ډيره ستره وړتيا شته او د افغانستان او ياغيستان او نورو ختيزو سيمو ترمنځ همدا يوسوداګريز مرکز کيدای شي )) يونليک : ۲۷مخ

 [۹] ــ دهډې ملاصاحب (نجم الدين اخنزاده)يادونه :

ندوي صاحب رحمه الله د هډې کلی يادوي او دغه راز د پرنګي واکمنی پرخلاف د هډې ملاصاحب غورځنګونو يادوي چې هغه مهال د هند د انګريزي او اردو اخبارو نو سرخط ګرځيدلی و ، نوموړی ليکي چې :

((له دې ځايه څوميله لېرې د هډې په نامه يو کلی دی چې د هغه ځای مشهور مجاهد  عالم د هډې ملاصاحب د هند په انګليسي او هندي ورځپاڼو کې له نن څخه شل کاله دمخه (۱۹۱۳م)ډير ياديده چې له انګريزانو سره څوځله جنګيدلی و ، ده ته دافغان دولت له خوا د((نجم المشايخ)) نوم ورکړل شوی دی … په کابل کې مې له يوه پوه سړي واوريدل چې ملاصاحب ښه غټ کتابتون هم جوړ کړی  دی .  )) [يونليک :۲۲مخ  ].

[۱۰] ــ د کابل جلال اباد لاره کې د جوماتونو نېستي :

لکه چې اوس هم دافغانستان په لويو لاروکې د جوماتونو ستونزه وي نوهغه مهال د کابل او جلال اباد کې د جوماتونو نېستي وه ، دجوماتونو له نېستي څخه ندوي صاحب رحمه الله هم شکايت کوي او ليکي چې : (( افغانستان کې دننه موږ اوس شا اوخو ۱۲۵ميله مزل کړی و خو تراوسه مو د کوم جومات په ميناره باندې سترګې ونه لګيدلې…. ماله دوکانداره وپوښتل چې دلته کوم جومات شته هغه مخامخ لوړې چوترې ته ګوته ونېوله ، د ماسپښين وخت هلته چې لاړم نو ومې ليدل چې دکلي په ترټولو لوړ ځای باندې له خټو جوړه چوتره وه  ورسره يو وړکی دالان دي …. ))

 [۱۱] ــ دلارې کنډې کپرې :

((سهار اته بجې له جلال اباد څخه راووتو سړک ښه  اوتريوه ځايه پورې نوی جوړ شوی و پلونه هم بيارغول کېدل ، …. څومره چې وړاندې تلو لاره سخته او ستونزمنه کېدله ….له جلال اباد څخه تر ((فتح اباد)) پورې د سړک ډیرې برخې داسې دي چې موټرې پرې سختې پورته پورته  غورځي زموږ موټر که څه هم زوړ نه و ؛ خو بيايي لاندې يوه کمانۍ ماته شوه ….))  يونليک : [۲۴مخونه ]

[۱۳] ــ دافغاني کمکيانو د فارسي کتابونو د خواږه ترنم ستاينه :

دغه مهال ندوي صاحب رحمه الله چې موټر جوړيږي يوه ډله ماشومان ويني اودهغوی ددرسي کتابونو يادونه کوي اوليکي چې : (( دلته مو ځيني ماشومان وليدل چې قرانکريم پخواني ګلستان اوبوسختان اودکوم پارسي نظم درسونه يې لوستل ددوی لوستنې ځانګړې آزواز اوترنم درلود چې ماته ډير خوندور اوهيلمن وبرېښدل ))يونليک : [۲۶مخونه ]

نوربيا ………..

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*