وروستي:

سوريه: د رژيم بمبارۍ ۱۹ لمونځ کوونکي شهيدان کړي لسګونه ټپيان دي

دسوريې رژیم ددغه هیواد په حلب ښار کي په یوه جومات بېلري بم غورځولی، چي په ترڅ کي یې ۱۹ لمونځ کونکي وژل شوي اولسګونه نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چي تیره ورځ دماښام  دلمانځه په مهال درژیم الوتکي دحلب ښار دمشهد په سیمه کي دسعدالانصاري په جومات بېلري بم وغورځاوو، چي په ترڅ کي يې ۱۹ لمونځ کونکي ووژل شول.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي بېلري بم دجومات قبة سورۍ کړه او دلمونځ کونکو په منځ کي تر لوېدلو وروسته وچاودیدو، چي زیاته مرګ ژوبله يې پېښه کړه، ویل شوي، چي دډیری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دالجزیرې دیوه څېړنيز راپور سره سم، چي داسد رژیم په حلب کي په زیات شمېر کي جوماتونه بمبار کړي او نړولي دي.

دحلب اوسیدونکو ویلي، چي رژیم تر ډيره دلمانځه په مهال جوماتونه بمباروي، چي په ترڅ کي يې لمونځ کونکو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي.

سوري فعالانو ویلي، چي درژیم الوتکو دقاضی عسکر او الشعار په سیمو بېلري بمونه غورځولي دي، چي یوشمېر کسان یې ټپیان کړي دي.

دسوري فعالانو په خبره، چي تیره ورځ رژيم ددغه هیواد په بېلابېلو سیمو کي ۵۳  ولسي وګړي په شهادت رسولي، چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي.

په ورته وخت کي دسوريې په بېلابېلو سیمو کي درژیم او انقلابیانو ترمنځ سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*