د جبهة النصرة مشر: جګړه به د دمشق په نيولو پای ته رسېږي
دالجزیرې تلويزون دسوريې دځواکمني ډلي جبهة النصرة له مشر ابومحمدالجولاني سره په داسي مهال یوه بې ساري مرکه کړې، چي دغې ډلي په دې وروستیو کي دادلب په ګډون دسوريې زیاتي برخي ونيولې او درژيم سلګونه پوځیان يې ووژل.
ابومحمدالجولاني په دغې ۵۱ دقيقه يي مرکه کي چي مخ يې نه څرګندیږي دامریکا، غرب، ملګرو ملتونو، بشارالاسد، حزب الله، علویانو، دروزو او عيسایانو په اړه خپل موقف څرګند کړی دی.
شیخ ابومحمدالجولاني وویل، چي حزب الله به هرو مرو داسد درژیم له سقوط سره له منځه ځي او ددوی موخه داسد درژیم سقوط دی.
نوموړي ویلي، چي حزب الله په دې پوه شوې، چي جګړه يې بايللې ده، خو هغوی اړ دي، چي درژيم دعمر داوږديدلو لپاره تر پایه جګړه وکړي.
ښاغلي جولاني دالنصرة جبهې له لوري دوروستیو فتحو په اړه وویل، چي دوی په استراتيژيکو سیمو ولکه کړې ده او داسیمي دساحل دسیمو لپاره لومړۍ دفاعي کرښي تشکيلوي، دالجولاني په خبره، چي دا سیمي چي دوی نیولي سني میشتي دي او دعلویانو دسیمو سره نښتي دي.
نوموړي ویلي، چي جګړه ددغو سیمو په نیولوپای ته نه ده رسېدلې، بلکه جګړه به ددمشق په نیولو پای ته رسیږي.
نوموړي په علویانو غږ وکړ، چي دبشارالاسد رژیم پرېږدي، له رژیم څخه وګرځي او دوی ته به امان ورکړل شي.
بشارالاسد او کورنۍ يې علویان دي، نوموړي ویلي، چي علویان ددې سبب شوي، چي داهل السنة نږدې یو میليون کسان ووژل شي او په ميليونونو نور بې کوره اوکډه کولو ته اړ شي.
نوموړي د علویانو په اړه دیوې پوښتني په ځواب کي وویل، هغوی ډیر ظلمونه کړي دي، خو دالنصرة جبهې جګړه انتقامي نه ده، هرهغه څوک چي ددوی په وړاندي يې وسله اخیستې او تر دې وړاندي چي دوی قدرت پرې پيدا کړي وسله په ځمکه کیږدي او داسد له رژیم څخه خپل برائت وښيي دوی به امان ورکړي او دوی به یې ساتنه وکړي، که څه هم ددوی زر کسان یې وژلي وي.
ددې پوښتني په ځواب کي چي دعلویانو له زیارتونو، املاکو او معابدو سره به څه کيږي ، نوموړي وویل، داسلامي شریعت سره سم معامله به ورسره کیږي.
ښاغلي جولاني دسوريې دعیسایانو او دروزو په اړه وویل، چي هغوی ډیرو يې درژیم په ملاتړ زموږ په خلاف وسلې اخیستي دي، خو دوی یوازي دهغو کسانو په ضد جګړه کوي، چي زموږ سره جګړه کوي، نوموړي وویل، چي موږ په عیسایانو باندي دامریکا او یا دنوري نړۍ دعیسایانو دکړو وړو مسوولیت نه ور اچوو.
دنصرة جبهې مشر وویل، چي دوی هغو کسانو ته خپل خلک ورلیږلي، چي عقدې يې خرابي دي، ترڅو یې عقیدې اصلاح شي.
ابومحمدالجولانی دامریکاپه اړه وویل، چي امریکا غواړي دیمن په ډول په سوریه کي هم یوازي څېرې بدلي کړي او داسي نظام راولي، چي دامریکاګوډاګی وي.
ښاغلي ابومحمدوویل، چي غرب تل په تعادل لوبي کړي او غواړي واک ليږکیو ته ورکړي او دهمدې لپاره دوی په دې هڅه کي دي، چي داسد رژیم په واک کي پاته شي.
دنوموړي په خبره، چي واشنګټن او غرب په دې کار کوي، ترڅو خلک دکانفرانسونو، دملګرو ملتونو اودنړیوالو استازو په ورلیږلو بې حسه کړي، دجولاني په خبره، چي هیڅ داسي سیاسي حل به ونه مني، چي په بهر کي ترسره او دامریکا تر واک لاندي وي.
دملګرو ملتونوپه اړه جولاني وویل، چي دا سازمان دنړۍ سرکشانو رامنځ ته کړی او هغوی یوازي دنړۍ دسرکشانو ملاتړ کوي.
ښاغلي جولاني په خپلو خبرو کي وویل، چي له دوی سره کره شواهد شته، چي امریکایان داسد درژیم ملاتړ کوي.
دجبهة النصرة له لوري په امریکا دبریدونو دترسره کولو په اړه ښاغلي جولاني وویل، چي دالقاعدې داسلامي تنظیم مشرانو دوی ته لارښوونه کړې، چي دسوريې خاوره دیوې پوځي اډې په توګه دامریکا او اروپا په ضد ونه کاروي.
دنصرة جبهې مشر وویل، چي که چیرته امریکایان په سوریه کي ددوی سیمي او مرکزونه بمبار کړي، نو دوی به داسي ځواب ورکړي، چي دامریکاپه ګټه به نه وي.
جولاني دجبهة النصرې په اړه چي غرب يې تروريستي ډله بولي وویل، په دې اړه دوی دغرب خبرو ته اعتبار نه ورکوي، بلکه دوی یوازي دشریعت تطبیق ته اهمیت ورکوي.
ددې پوښتني په ځواب کي چي دوی تکفيرین دي، جولاني وویل، چي دوی په مسلمانانو دکفر حکم نه کوي، بلکه هغه مهال یو چاته کافر وايي، چي دشرعی دلیل او یا دفتوا له مخي کافر وګڼل شي.
ددې پوښتني په ځواب کي چي دوی له بهرنیو هیوادونو مرستي ترلاسه کوي کنه او له بهرنیو استخباراتي کړیو سره اړیکي لري اوکنه؟ جولاني وویل، چي دوی له هیڅ کوم هیواد څخه مرستي نه ترلاسه کوي او نه هم له کومي استخباراتي کړۍ سره اړیکي لري، بلکه دوی خپل ټول عملیات دهغو غنيمتونو په مټ په مخ بیايي، چي له رژیم څخه يې نیسي او دا چي سوریه یو اباد هیواد دی، نو دوی ډیر څه ورڅخه ترلاسه کوي.
نوموړي ویلي، چي بهرني هیوادونه دوی ته بې له شرطه مرستي نه ورکوي اوله شرط سره مرستي دوی نه غواړي.
دنورو ډلو په اړه جولاني وویل، چي هغوی ته چي هرڅوک مرستي ورکوي، خپل شرطونه پرې ږدي.
دسوريې دراتلونکي په اړه جولاني وویل، چي ددوی موخه درژیم له منځه وړل دي او وروسته به بیاله نورو ډلو سره دسوچه اسلامي نظام دواکمني لپاره یوه تفاهم ته رسیږي.