وروستي:

د بنسټ وينا – ربيع الاول او پر مسلمانانو ستره پېرزوينه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

 ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد:

ربيع الاول له صفر وروسته د سپوږميز کال دريمه مياشت ده چې زموږ په ټولنه کې “لومړۍ خور”  گڼل کيږي او له اسلام وړاندې نوم يې “خوان” و. په دې مياشت کې الله پاک پر مؤمنانو يو داسې احسان کړی چې ټول يې پوروړي دي . الله تعالى فرمايي : (لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولاً مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبْلُ لَفِي ضَلالٍ مُّبِينٍ) . بې شكه چې الله پر مسلمانانو احسان وكړ، كله چې دوى ته يې د دوى له خپل منځ څخه رسول ولېږه چې پر دوى د الله آيتونه لولي او دوى پاكوي، كتاب او حكمت ورزده كوي او بې شكه چې له دوى څخه پخوا دوى په ښكاره لار وركي وو. (آل عمران164)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بعثته وړاندې د نړۍ پر مخ تياره وه، چې د هغه وخت حال به د حضرت جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه له خولې واورو چې د حبشې پاچا نجاشي (اصحمه) ته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي و: پاچا سلامت! موږ د جاهليت په زمانه کې د بوتانو عبادت کاوه، مړه څاروي مو خوړل، بدلمنۍ مو کولې، خپلوانو او گاونډيانو سره مو بد چلند کاوه، زموږ ځواکمنو به د کمزورو حق خوړ، زموږ دا حال و تردې چې الله پاک موږ ته  زموږ له منځ نه خپل استازی او نبي را ولېږه چې موږ يې نسب پېژنو، رښتينولي، امانتداري او پاکلمني يې راته ښکاره ده، هغه موږ ته بلنه راکړه چې يوازې د الله عبادت وکړو او هغه له کاڼوجوړ بوتان پرېږدو چې  پخوا يې موږ او زموږ پلارانو عبادت کاوه، هغه موږ ته امر کوي چې رښتيا ووايو، امانتداري وکړو، خپلوانو او گاونډيانو سره ښېگڼه وکړو، له ناحقه ويني تويلو، فحشا، ناحقه خبرو، د يتيم مال خوړلو، او پر پاکلمنو له تور لگولو ځانونه  وساتو، موږ پر هغه ايمان راوړ او ټولي خبرې مو يې ومنلې. ( [1])

په داسې حالاتو کې هر وخت الله جل جلاله دنيا ته رسولان را لېږلي دي چې هر رسول په خپل وخت کې خپله دنده په بشپړه توگه سرته رسولې ده او د دین  رسولو په لاره کې يې د هيچا پروا نه ده کړې؛  مقداد بن اسود رضي الله عنه وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث کېدل  د ټولو انبياوو له وختونو نه په سخت وخت کې  شوي دي .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د را لېږلو موخې

لومړۍ :د انبياوو  د بعثت  موخه انسانان يوازې د الله عبادت ته رابلل  او له داسې کړنو څخه منع کول دي چې له الهي قانون سره ټکر  ولري. (قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا.  رَّسُولاً يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ) بې شکه الله تاسې ته نصيحت رانازل کړی . يو داسې رسول چې د الله څرگندونکي آياتونه درته اوروي ،ترڅو هغه کسان له تيارو نه رڼا ته را وباسي چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي. (الطلاق10- 11)

دویمه:الله جل جلاله فرمايي:  (رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ). (دا ټول) رسولان زېری ورکونکي او وېرونکي (لېږل شوي دي) ترڅو له رسولانو  وروسته خلکو ته د الله په وړاندې کوم دليل پاتې نه شي. (النساء 165)

دريم:په يو حديث کې پخپله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه د دې لپاره مبعوث شوی يم چې  نېک اخلاق پوره کړم. ([2])

څلورم:الله پاک فرمايي: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) . يعنې بې شکه ستاسو دپاره د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په وجود کې  يو ه غوره  نمونه شته . (الاحزاب 21)

انسان نمونې ته اړتيا لري

دلته يوه پوښتنه پيدا کيږي هغه دا چې کله موږ سره د الله تعالی کتاب موجود وي هغه چې د ژوند د ټولو چارو په اړه لارښوونې پکې شته، بيا نو بلې نمونې ته څه اړتيا ده؟ د دې پوښتنې ځواب دا  دی چې د نمونې اړتيا له دې امله ده چې د انسان فطرت داسې دی چې يوازې کتاب د هغه د اصلاح لپاره چې يوه عملي نمونه ورسره نه وي، بسنه نه کوي، يا د يو فن او هنر د زده کړې لپاره يوازې علم ته اړتيا نه وي؛ بلکې يو فن هله زده کولای شي چې عملي نمونه يې وويني.

د مثال په ډول که يو څوک فکر وکړي چې د طب کتابونه ډېر دي او زه کولای شم چې په ښه توگه يې زده کړم او دې ته اړتيا نشته چې يو پوهنتون او روغتون کې عملي کار وکړم، داسړی که له همدې لارې طبي زده کړې  وکړي او د خلکو درملنه پيل کړي نو د هديرې له آبادولو پرته به بل څه په لاس را نه وړي.

څنگه چې نړيوال قانون دی چې که يو ډاکتر خپلي طبي زده کړې پای ته ورسوي ترهغو عملي درملنه نشي پيل کولای څو چې نوموړی تر يو څه وخته په  روغتون کې  د يو ماهر ډاکتر ترنظارت لاندې کار  ونه کړي، ځکه چې نوموړي  چې تر اوسه څه ويلي و هغه يوازې د کتاب پر مخ  و  او په عمل کې يې نه و ليدلي، اوس يې چې د د يوې ناروغۍ درملنه  له کتابي تفصيل سره سم په عمل کې وليده، له دې وروسته ورته د عامې درملنې اجازه وي.

له دې نه څرگنده شوه چې الله تعالی په انسان کې دا فطرت ايښی دی چې ترڅو د يو مربي او لارښود عملي نمونه د هغه مخ ته پرته نه وي، ترهغو نوموړی نشي کولای ځان ته سمه لاره ومومي. ([3])

له همدې امله د قرآن کريم تر څنگ  د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت او ژوند د مسلمانانو لپاره ترټولو غوره او اهمه قدوه او نمونه ده چې بايد هر مسلمان ترې خبر شي او هغه څه په خپل ژوند کې راولي چې رسول الله صلی الله يې امر کړی او له هغو ځان وساتي چې منع يې کړې ده، لکه په پورتني آيت کې چې ولوستل شول .

خو په ټول کال کې يوازې يوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم عشق لمانځل او بيا دا باور لرل چې موږ د هغه صلی الله عليه وسلم سره د ميني حق ادا کړ، دا له انصافه لرې خبره ده؛ ځکه چې اسلام د عمل دين دی  او داسې چوکاټ دی چې انسان له پيدايښت نه ترمرگه  بايد د ځان او ټولني اصلاح ته ځير وي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو او لارښوونو پيروي وکړي.

د ربيع الاول مياشتي مهمې پېښې

  • · ددې مياشتي له مهمو پېښو څخه ترټولو مهمه هغه يې د الله د وروستي پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم زوکړه ده چې د همدې مياشتي په نهمه (۹)نېټه  مکې  ښار کې په داسې حال کې وزېږيد چې نړۍ د جهالت په تيارو کې ډوبه وه او مخلوق د خالق د لمانځلو پر ځای د بوتانو لمانځلو ته مخه کړې وه .
  • · دویمه مهمه پېښه پر رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحي پيل و، کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر څلوېښتو کلونو ته ورسېد د (وحي خفي) لړۍ پيل شوه او تل به يې رښتوني خوبونه ليدل، په لارو کې به کاڼو او بوټو سلامونه ورته کول، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يوازيوالي سره  مينه پيدا شوه او تل به له مکې څخه بهر د “نور” غره په سر  “حراء” سمڅه کې د الله په عبادت بوخت و، دا لړۍ تر شپږو مياشتو روانه وه  تر دې چې دروژې په میاشت کې پرې (جلي وحي) راغله او د قرآن کريم لومړني پنځه (۵)آياتونه  نازل شول.([4])
  • · د دې مياشتي دريمه پېښه له مکې څخه د مدينې پر لور د رسول الله صلی الله عليه وسلم اود ابوبکرصديق رضي الله عنه هجرت و چې په لړ کې يې درې شپې په ثور غار کې وکړې او بيا د مدينې په لور وخوځېدل، له پنځلسو ورځو سفر وروسته د جمعې په مبارکه ورځ مدينې ته ورسېدل چې  د هغه ځای اوسېدونکو يې داسې تود هرکلی وکړ چې دمدینې  په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي.
  • · بله مهمه او ډېره مشهوره پېښه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات پېښه وه چې د هجرت په يوولسم کال د ربيع الاول په دوولسمه  نېټه چې د جون د مياشتې له اتمې نېټې (632 م) سره يې سمون خوړ، رامنځته شوه، دا هغه دردناکه پېښه وه چې صحابه کرامو به د دې په يادولو سره له ځانه نور غمونه سپکول، حضرت انس رضی الله عنه وايي : د مدينې خلک به دوې ورځې کله هم هيري نه کړي چې يوه يې له خوښيو او بله د غمونو ډکه وه، هغه ورځ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی د دې ځای اوسېدونکي له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايېدل او هغه ورځ هم الله پاک تېره کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کلي له اوسېدونکو سره ترقيامته مخه ښه وکړه.

دادواړې پېښې په ربيع الاول کې منځته راغلي دي

  • · په همدې ورځ (12 ربيع الاول) د مدينې  دبنوساعده په څپره (سقيفه بنو ساعده) کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات لومړۍ ورځ وه ټولو مسلمانانو حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه سره عام بيعت وکړ او هغه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځاى ناستی وټاکه چې دا هم د اسلامي تاريخ يوه ډېره مهمه او ارزښتناکه پېښه وه.
  • · د هجرت په پنځم کال دربیع الاول په پنځه ویشتمه نیټه د دومة الجندل غزا پېښه شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر راغی چې د همدې سيمې خلک را ټول شوي او غواړي  پر مدينې بريد وکړي؛  نو وړاندې له دې چې هغوی راشي رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامو سره يو ځای ورغی، هغوی چې خبر شول ټول وتښتېدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم هلته له څو ورځو تېرولو وروسته بېرته مدينې ته راستون شو.
  • · د هجرت په دوولسم کال د عراق “حيره” سيمه د خالد بن وليد رضي الله عنه په لاس له جگړې پرته فتح  شوه.
  • · د هجرت په ( 583 )کال د ربيع الاول په (24) مه نېټه چې د
    (4 \ 7 \ 1187) ميلادي سره يې سمون درلود  د فلسطين “ناصريه” او “طبريه” سيمو په منځ کې د مسلمانانو او صليبيانو ترمنځ تاريخي جگړه وشوه، په دې جگړه کې چې د مسلمانانو مشري صلاح الدين ايوبي کوله  صليبيانو تاريخي ماته وخوړه او هغه ټولې لارې پرې وتړل شوې چې له اروپا څخه به يهودو او صليبيانو ته پرې مرسته راتلله، په همدې توگه مسلمانانو بيت المقدس او څېرمه سيمې  ونيولې او صليبيانو ته يې تاریخي ماتې ورکړه.

ربيع الاول کې ځينې ناروا دودونه

په دې مياشت کې ځينې خلک يو شمېر داسې کړنې ترسره کوي چې د اسلام له لارښوونو سره ښکاره ټکر لري، لکه :

دېکچه کول: دا يو ډول نذر دی چې د دې مياشتي په يوه چهار شنبه کې يوه اندازه  وریژې له غوړيو او بورې سره يوځای پخوي، دا کار زياتره هغه خلک کوي چې اولاد يې وفات کيږي او په دې باور دي چې له دې کار سره يې اولادونه تر ډېره ژوندي  پاتي کيږي او که دا چاره ترسره نه کړي بيا يې اولادونه مړه کيږي، په داسې حال کې چې الله تعالی فرمايي: )لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاء أَجَلُهُمْ فَلاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ). د هر امت لپاره (د مهلت) يوه نېټه ده ، نو کله چې هماغه نېټه يې را ورسيږي بيا نو يو ساعت نه وروسته کيږي او نه ړومبی کيږي. (يونس 49)

او عجيبه خبره دا ده چې دا يو ديني او د ثواب کار بولي، سهار وختي را ولاړيږي اودس کوي، دوه رکعته نفل کوي، دعا کوي او بیا دېگ باندي کوي، کله چې پوخ شي بيا د خواوشا کورونو مېرمني را وغواړي  د ټولو په وړاندې د دېگ سر لوڅ کړي او بيا نو په پخو وريژو کې نقشې جوړوي، کله وايي  د حضرت علي رضي الله عنه د پنجې رسم په کې جوړ دی او معنا يې داده چې ستا دېکچه قبوله شوه او نور به دې اولادونه نه مړه کيږي، کله وايي د فلاني بزرگ يا فلاني نيکه انځور پکې جوړ دی چې دا هم د قبلېدو علامه گڼي او داسې نور.

پال وېستل: ځينې خلک د دې مياشتي په دوولسمه شپه په يو بند لوښي کې چې له اوبو څخه ډک وي د هر وگړي په نوم يو بنگړی يا يو بل شی ور واچوي، دا لوښی ټوله شپه ستورو ته کيږدي سهار پرې ټول را غونډ شي او يوه مېرمن يوه ټيکۍ وايي او د يو وړوکي ماشوم په لاس يو يو شی له لوښي څخه را باسي، بيا نو چې د هر چا  پال له کومې ټيکۍ سره راووځي د هغې شاليد او معنا د همدې تن قسمت وي، مثلا وايي : اسمان شو دړې- وړې، ترې را ولوېدې د سرو زرو لکړې، دې ټيکۍ سره چې د هر چا پال راووځي معنا يې دا ده چې دغه تن به شتمن کيږي، او داسې نور.

سر نه مينځل: ځينې خلک د دې مياشتي له اولې نيټې څخه تر شلمې پورې سرونه نه مينځي او باور يې دا وي چې په دې ورځو کې مينځلو سره د سر لړزه پيدا کيږي.

دا او دې ته ورته رواجونه په اسلام کې هيڅ بنسټ نه لري او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چاچې زموږ په دين کې داسې شی زيات کړ چې ديني اصل يې نه درلود، هغه نامنلی او مردود دی ([5])، بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زه  له داسې اسانه دين سره را ليږل شوی يم چې حق ته مايل دی او هرڅه يې د لمر په شان روښانه دي .

دا ناروا دودونه زموږ په ټولنه کې يا له پخوا څخه راپاته دي او يا د هغو خلکو اغېز دی چې په ښکاره ځانونه مسلمانان گڼي خو ډېر عملونه او عقيدې يې له اسلام سره سمون نه خوري .

الله دې موږ ته په دين د پوره عمل کولو توفيق راکړي

پای


([1] ) الرحيق المختوم، مخ: 100

([2] ) الأدب المفرد للبخاري، ټوک: ۱، مخ:  104 او 273. تفسير ابن کثير، ټوک: 6، مخ: 278، دارالکتاب العربي، بيروت چاپ.

([3] ) اصلاحي خطبات، ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني، ټوک:  2، مخ: 158

([4] ) سيرة ابن هشام 179.

([5] ) متفق عليه، کذا في المشکاة، ټوک: 1، مخ: 169، د مکتبة البشری چاپ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*