وروستي:

روسي جنګي الوتکو په سوریه کې د قرانکریم په کورس هوايي بریدونه کړي

روسیې جنګي الوتکو دا ځل د سوریې د عزیز په سیمه کې د قرانکریم په کورس او حاما ښار کې د کډوالو په کمپ هوايي بریدونه وکړه. د ویلو ده چې پدې بریدونو کې چې ټوله شپه يي دوام وکړ د ۱۴ تنو ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
روسیه چې د داعش ترهګرې ډلې په بهانه په سوریه کې د اسد په مخالفینو او ملکي وګړو بریدونو ته دوام ورکوي دا ځل يي د قرانکریم په یو کورس هوايي بریدونه وکړل.
روسي جنګي الوتکو د نوي کال په لومړنۍ ورځ یو زیات شمیر بې ګناه او مظلوم انسانان ووژل.
روسي جنګي الوتکو د العزیز په سیمه کې د قرانکریم په کورس د بمبارۍ سره څه باندې ۱۰ تنو ماشومانو ژوند دلاسه ورکړ او ګڼ شمیر نور زده کوونکي ټپیان شول.
همداشان روسي جنګي الوتکو د سوریې د حاما په ښار کې د ګډوالو په کمپ بریدونه وکړل. په کمپ کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپیان شول

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*