وروستي:

د ميراث وېش.. که د مړي دوې لوڼي او يو د اکا زوی پاتې وي

فتوا شمېره: ۱۵۹

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

مفتي صیب یوه اړینه پوښتنه لرم!

 هغه  دا چې د محمد داد  دوه  زامن  دي هر یو زرداد  او محمد روف  د زرداد  یو ځوی اکبر و او د محمد روف  زوی  فیروز نومیږي، دغه راز  د اکبرو زوی  محمد اکبر او د فیروز زوی محمد امیر نومیږي، یاد شوي خلک ټول وفات شوي، یواځې محمد اکبر ژوندی و،د وخت په تېرېدا سره محمد اکبر هم له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه او دوه لورګانې یې پاتې شوې، هره یوه ګل مکۍ او بې نظیره، دغه راز د محمد امیر یو زوی ژوندی دی چې دیدار نومیږي،ګل مکۍ او بې نظیرې ته له پلار محمد اکبر څخه دیرش(۳۰) جریبه ځمکه پاتې شوه، اوس  د امیر ځوی دیدار دعوا لري چې د محمد اکبر په دې ځمکه کې زما  هم حق شته، پوښتنه  داده چې آیا د دیدار  دغه دعوا سهي ده او په دې میراث کې یې برخه شته او که  نه ؟

انجینر محمد افضل ذاکر،بغلان،افغانستان

ځواب

حامدا ومصلیا

کله چې څوک وفات شي،  د مړینې  په  وخت  چې  یې کومې   نغدې  روپۍ، ګاڼه، ځمکه کور، نمره، سره او سپین زر، دتجارت مال، کالي، لوښي او داسې نور غټ  او  ووړ  سامان  پرېښی وي، دا ټول  د ارواښاد ترکه (میراث) ده .

چې له دې څخه به لومړی  دمړي  دکفن  او ښخولو منځنۍ لګښت ایستل کیږي، بیا که په مړي پور وي، هغه به اداکیږي،  دغه راز  د مېرمنې مهر هم پور کې راځي،  نو که په مړي باندې د ښځي مهر پاتې وي،  هغه  دې هم  ورکړل  شي،  بیا  که مړي له  وارث  نه پرته  د بل  چا په  اړه  روا وصیت کړی وي، هغه  دې  د ترکې (میراث) له  دریمې برخې څخه  ورکړل شي، بیا دې پاتې میراث د وارثانو تر منځ په لاندې ډول  ووېشل شي .

په پورتنۍ مسئله که د مړي همدا وارثان وي،  نو د ځمکې دوه  برخې (شل جریبه) به  د محمد اکبر لوڼې ګل مکۍ او بې نظیرې  ته او پاتې (لس جریبه) ځمکه به  دیدار ته ورکول کیږي .

د لازیات وضاحت لپاره لاندینۍ نقشه وګورئ .

(۳)

میتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بنتان                                                                                                                    ابن عم

ثلثان                                                                                                                    عصبة

(۲)                                                                                                                        (۱)

  1. 1. قال الله تعالى في سورة النساء 11

فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ .

وفي سنن أبي داود 465 ط :دار الكتب العلمية

  1. 2. عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى جِئْنَا امْرَأَةً مِنْ الْأَنْصَارِ فِي الْأَسْوَاف فَجَاءَتْ الْمَرْأَةُ بِابْنَتَيْنِ لَهَا فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ هَاتَانِ بِنْتَا ثَابِتِ بْنِ قَيْسٍ قُتِلَ مَعَكَ يَوْمَ أُحُدٍ وَقَدْ اسْتَفَاءَ عَمُّهُمَا مَالَهُمَا وَمِيرَاثَهُمَا كُلَّهُ فَلَمْ يَدَعْ لَهُمَا مَالًا إِلَّا أَخَذَهُ فَمَا تَرَى يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ فَوَ اللَّهِ لَا تُنْكَحَانِ أَبَدًا إِلَّا وَلَهُمَا مَالٌ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقْضِي اللَّهُ فِي ذَلِكَ قَالَ وَنَزَلَتْ سُورَةُ النِّسَاءِ{ يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ }(النساء 11) فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ادْعُوا لِي الْمَرْأَةَ وَصَاحِبَهَا فَقَالَ لِعَمِّهِمَا أَعْطِهِمَا الثُّلُثَيْنِ وَأَعْطِ أُمَّهُمَا الثُّمُنَ وَمَا بَقِيَ فَلَكَ .

قَالَ أَبُو دَاوُد أَخْطَأَ بِشْرٌ فِيهِ إِنَّمَا هُمَا ابْنَتَا سَعْدِ بْنِ الرَّبِيعِ . وَثَابِتُ بْنُ قَيْسٍ قُتِلَ يَوْمَ الْيَمَامَةِ .

  1. 3. وفي السراجي في الميراث 19- 36 ط :البشرى كرا تشي

وأما لبنات الصلب فأحوال ثلاث :النصف للواحدة،والثلثان للاثنين فصاعدة……….أما العصبة بنفسه :فكل ذكر لا تدخل في نسبته إلى الميت أنثى،وهم أربعة أصناف :جزء الميت،وأصله،وجزء أبيه،وجزء جده،الأقرب فالأقرب،يرجحون بقرب الدرجة،أعني أولاهم بالميراث جزء الميت أي البنون ثم بنوهم وإن سفلوا،ثم أصله أي الأب ثم الجد أي أب الأب وإن علا،ثم جزء أبيه أي الإخوة ثم بنوهم وإن سفلوا،ثم جزء جده أي الأعمام ثم بنوهم وإن سفلوا .

  1. 4. وفي الدر المختار مع رد المحتار 5/546 ط :حنفية كويته

(والثلثان لكل اثنين فصاعدا ممن فرضه النصف) وهو خمسة البنت و بنت الابن والأخت لأبوين و الاخت لأب والزوج………ثم العصبات بأنفسهم أربعة أصناف : جزء الميت، ثم أصله، ثم جزء أبيه، ثم جزء جده .

  1. 5. وفي كتاب المبسوط 29/129-193 ط :دار الكتب العلمية

وللبنت الواحدة إذا انفردت النصف ثبت ذلك بالنص وهو قوله تعالى { وإن كانت واحدة فلها النصف }(النساء 11) واستدلالا أيضا بميراث الأخت فقد قال الله تعالى { وله أخت فلها نصف ما ترك }(النساء 176) والبنت أقرب إليه من الأخت .

فإن كن ثلاثا فصاعدا فلهن الثلثان بالنص وهو قوله تعالى { فإن كن نساء فوق اثنتين فلهن ثلثا ما ترك }(النساء 11) فهذا تنصيص على أنه لا يزاد للبنات على الثلثين عند الانفراد ، وإن كثرن { فإن كانتا اثنتين فلهما الثلثان } في قول عامة الصحابة رضوان الله عليهم وهو قول جمهور الفقهاء ………… وهذا الباب لبيان من هو عصبة بنفسه وهو الذكر الذي لا يفارقه الذكور في نسبة إلى الميت فأقرب العصبات الابن ، ثم ابن الابن ، وإن سفل ، ثم الأب ، ثم الجد أب الأب ، وإن علا ، ثم الأخ لأب وأم ، ثم الأخ لأب ، ثم ابن الأخ لأب وأم ، ثم ابن الأخ لأب ، ثم العم لأب وأم ، ثم العم لأب ، ثم ابن العم لأب وأم ، ثم ابن العم لأب ثم عم الأب لأم ، ثم عم الأب لأب ، ثم ابن عم الأب لأب وأم ، ثم ابن عم الأب لأب ، ثم عم الجد هكذا والأصل فيه قوله عليه الصلاة والسلام { ما أبقت الفرائض فلأولى رجل ذكر } معناه فلأقرب رجل ذكر .

  1. 6. وفي تبيين الحقائق 7/478-485 ط :دار الكتب العلمية

قال رحمه الله ( وللبنت النصف ) لقوله تعالى { وإن كانت واحدة فلها النصف } قال رحمه الله ( وللأكثر الثلثان ) وهو قول عامة الصحابة رضي الله عنهم وبه أخذ علماء الأمصار……….قال رحمه الله ( وعصبة أي من أخذ الكل إن انفرد ، والباقي مع ذي سهم ) هذا تفسير للعصبة أي العصبة من يأخذ جميع المال عند انفراده ، وما أبقته الفرائض عند وجود من له الفرض المقدر……… عصبة بنفسه ، وهو كل ذكر لا يدخل في نسبته إلى الميت أنثى ، وهم أربعة أصناف جزء الميت وأصله وجزء أبيه ، وجزء جده .

والله سبحانه وتعالى أعلم

كتبه : عبدالرؤف قاسمي

5 رمضان 1434

  الجواب صحیح

مفتي: عبدالحق حقاني

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*