وروستي:

حساب

راځه چې سره کښېنو د محبت خبرې وکړو
په ټينګ عزم متين د حقيقت خبرې وکړو

که ماکړي که تاکړی د خداى په وړاندې کښېږدو
له ځان سره رښتيا د قضاوت خبرې وکړو

دوکه اوچا لاکي وچل بازي پريږ دو وشاته
ماشوم غوندې يوځل دصداقت خبرې وکړو

دخپلو منافعو خيال مغزوکې پيدا نکړو
په ژبه د افغان او دملت خبرې وکړو

په حا ل د کونډو رنډو يتيمانو ځان خبر کړو
د بورو، پلار او مور د اذ يت خبرې وکړو

په خپل ګرېوان کې ځا نته دمحشرقضاوت جوړ کړو
جزاته د دوزخ او دجنت خبرې وکړو

يوځلې فرض د ناز نازاولادونه يتيمان کړو
شهيد سره د ده د شهادت خبرې وکړو

تالاچې يې کورونه سوه فراره سوه له کلي
دهغو مهاجرو د حالت خبرې وکړو

چې مات يې اندامونه يايې قطع لاس او پښې وي
فلجانوسره ټوله دنعمت خبرې وکړو

ړندوته چې يې سترګي د الله په لاره تللي
د لارې او د نور د هدايت خبرې وکړو

دهغو مسکينانو فقيرانو حال په ځان کړو
نادارو سره دغه د دولت خبرى وکړو

بيا و وايو ځواب د دوی دټولو وسوالو ته
په ډاګه بیاد خپل مسئوليت خبرې وکړو

حساب ورکړو دسپینوبنګلواو لوکسو موټرونو
د خپلو اصرافونو او راحت خبرې وکړو

داښه دى چې يوځلې دمرګ وړاندې مرګ ته ورسو
له ځان سره د ځان د جنايت خبرې وکړو

که ورکړوقناعت بيا به کاميا ب یوپه دارینو
بيا نسته ضرورت چې د حسر ت خبرې وکړو

ضعيفه! ازار مه اخله په آه د مظلومانو
په ځاى د نفرتو به د الفت خبرې وکړو

ويناوال: مولوي عبدالسلام ضعيف

1 څرګندونه on حساب

  1. ضعیف صیب ډیره مننه له مخلصانه حقایقو ډک نظم او ښکلی شعر دی خو که زما مني نثرته باید ډیر متوجه واوسې
    په مینه

Comments are closed.