وروستي:

د هېواد په مطبوعاتو کې د عالمانو ونډه- څلورمه برخه

دهېواد دوهمه مشهوره جريده  : (( شمس النهار)) :

دشمس النهار جريده چې دسيد جمال الدين افغاني په ابتکار اووړانديز دامير شيرعلي خان دواکمني پرمهال خپره شوه.په هېواد کې دژورناليزم دلومړني عملي ګام په توګه ګڼل کيږي [1] استاد عبدالروف بينوا ليکي : ((په ۱۸۶۸ــ ۱۸۶۹ع کال هغه وخت و چې سيد جمال الدين افغاني ددريم ځل دپاره له خپل ګران هېواد افغانستان نه وتلو ، امير شيرعلي خان ته ورغی اوځيني اصلاحي پروګرامونه يې امير ته وړاندې کړل . چې يوه ماده يې په کابل کې ديوې جريدې خپرول وو اوهمداسبب و چې امير په ۱۲۹۰هـ ق کې دسيد له هغه پيشنهاد سره موافقه وکړه اودشمس النهار دجريدې دخپرولو امر يې صادر کړ…  ))[2]

استاد زرين انځور دمرحوم بينوا له مخکنيو خبرو رانقلولو وروسته ليکي ((له همدغه ځايه ده چې دافغانستان دژورناليزم دتاريخ په پيلامه کې دعلامه سيدجمال الدين افغاني دريځ په ډيره ښه توګه راڅرګنديږي ))[3] اوپه دې توګه ويلا شو چې دغه جريده هم دسيدصاحب دهېلو يوه ځلانده ډيوه وه .

دشمس النهار جريدې مسول مدير:

ددې جريدې مسول مدير که څه هم عبدالعلي مستغني ياديږي.خو په دې اړه د((افغانستان تاريخ اوخپرونې)) کتاب يوه نوې خبره ليکي : ((شمس النهار په (۱۲۵۱ل /  ۱۸۷۳م ) کې خپره شوه دسيد يو شاګرد مولوي عبدالروف خاکي دهغې مسول مدير و )).[4] ددغې جريدې لومرۍ ګڼه په دوه مخونوکې پرکال ۱۲۵۱ل / ۱۸۷۳م کې له چاپه راووتله  دغه جريده په هفته کې دوه ځله دبالاحصار شمس النهار مطبعې چاپوله .[5]

دغه جريده که څه هم څه ناڅه ياديږي  خودژورناليزم په ډګر کې د((سراج الاخبار)) غوندې ځلانده نوم نه لري چې تردې جريدې له ديرش کلن سکوت وروسته دعالمانوپه هڅو اولارښوونه خپره شوه اوپه دې ډګر کې زيات وياړونه لري . اوس به دسراج الاخبار په اړه له تاسو معلومات شريک کړو .

دهېواد دريمه مشهوره جريده  : (( سراج الاخبار)) :

((سراج الاخبار)) جريده چې څيړونکي يې دژورناليزم اومطبوعاتو دبيا داحياء دوره ګڼي. تردير ش کلن فرهنګي رکود اوسياسي چوپتيا وروسته دامير حبيب الله خان په دوره کې د ۱۲۸۵ل کال د مرغومي په ۲۶مه نېټه خپره  شوچې دافغانستان دژورناليزم دوهمه ارتقايي خپرونه بلل کيږي [6]  مرحوم استاد حبيبي دخپلو مستندو معلوماتوپه اساس په خپل ارزښناک وروستنی اثر((جنبش مشروطيت)) کې ددې جريدې منځ ته راتګ په اړه دعالمانو خواري ستايلي اوليکي چې : (( دهغه مهال دکابل ښار ددوه مشهورو مدرسوشاهي مدرسه (دچوپ فروشي جومات ديني مدرسه)اوحبيبه مدرسه (اوسنۍ حبيبه ليسه) چې په (۱۹۰۳م ــ ۱۳۲۱هـ پرانېستل شوې وه ) دو ېښو او ځېرکو مدرسو عالمانو دوخت امير ته وړانديز وکړ چې دپوهانويوه ټولنه (انجمن)دې جوړ شي چې هغه يوه پنځلس ورځنۍ جريده د((سراج الاخبار)) په نامه خپره کړي)) .

استا د حبيبي وړاندې ليکي : (( دعالمانو دغه مخکنۍ وړانديز د ۱۳۲۳هـ دصفر په مياشت کې دامير له لوري لاسليک شو اوددې لاسليک څخه اته مياشتې وروسته دسراج الاخبار لومړنی شماره د ۱۳۲۳هـ  دذي قعدې مياشتې په ۱۵مه نېټه چې د ۱۹۰۶ ميلادي کال دجنوري دمياشتې له ۱۱مې نيټې سره يې سمون درلود په ۳۶مخونوکې خپره شوه   ))[7].

په ((سراج الاخبار)) کې دعالمانوونډه :

د ((سراج الاخبار)) په لومړنۍ ګڼه اودغه راز  دخپريدا په دوهمه دوره کې زياتو عالمانو ونډه لرله خوددې جريدې دلومړنۍ ګڼې امتيار ټول دعالمانو په برخه وي مشر يې مرستيال يې اومسؤل مدير يې ټول عالمان وو استاد حبييي وايي : (( دسراج الاخبار دانجمن مشر مولوي عبدالروف قندهاري خاکي وټاکل شو چې ((خاکي))[8] تخلص يې کاوه چې دکابل دشاهي مدرسې مشر استاد ((صدر مدرس))  اوپه شاهي دربار کې منلی ملا و، ددې جريدې مرستيال مولوي احمدجان الکوزی و دمنشي(ايديټر ) دنده يې مولوي واصف سرور په غاړه وه  )) [9]


[1] دافغانستان تاريخ اورسنۍ . مخ

[2] په اريانامجله کې داستاد عبدالروف بينوا مقاله (شمس النهار ) لومړی مخ .

[3] دژورناليزم مخکښان ۷مخ

[4] دافغانستان تاريخ اوخپرونې :  ۱۴مخ .

[5] مخکنۍ اخېست خای مخ ۳۸مخ

[6] ‌ دافغانستان تاريخ اوخپرونې : ۶۵مخ . داکتر  محمدحليم تنويرليکنه

[7] جنبش مشروطيت ۲۶مخ کې  .

[8] چې اوسمهال ښه ژباړه دخاورين په معنا راځي ځکه انسان له خاورو جوړ دی اونوموړي خپل نسبت خاوروته کړی چې زياته دعاجزي معنا پکې پرته ده.

[9] جنبش مشروطيت ۲۶مخ کې  .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*