وروستي:

دهېواد په مطبوعاتو کې دعالمانو ونډه – لومړۍ برخه

مفتي حبيب الله قاسمي / دديني علومو مدرس اوڅېړونکی

 پيليزه

نبوي حديثو عالمان دپيغمبرانو عليهم السلام وارثان بللي دي چې دهمدې وارثت له امله ديني لارښوونې پر علماوو داخبره فرض بولي چې دوی به دهر پېر (عصر) مسلمانانو ته ددين ضروري احکام رسوي، ځکه خو عالمان ددغه ستر ديني مسوليت سرته رسونې ته زيات اندېښمن وي او ددين دبلنې په لاره کې له ټولو هغو لاروچارو اووسايلو  کار اخلي چې له دوی سره ددغه ستر خدايي مسوليت  په سرته رسولوکې مرسته کوي  په دغه وسايلو کې يوه ښکلې اوسپېڅلې وسيله ((قلم)) دی چې په مرسته يې عالمان په مطبوعاتو کې په دې هيله برخه اخلي چې ددين پيغام مسلمانانو ته په ښه توګه ورسيږي .

زموږ دهېواد دمطبوعاتوپه تېر يونيم سل کلن ژوند کې ګڼو عالمانو دمطبوعاتو په خپرېدا ،غوړيدا او پنځېدا کې نه يوازې داچې ستره ونډه لرلې ده، بلکې په دې لاره کې يې کړاوونه هم ګاللي دي ،چې ددې ډګرپه  لومړنيو ميړنيو اوبنسټ اېښودونکوکې سيدجمال الدين افغان او مولوي عبدالروف خاکي ياديږي. سيدجمال الدين افغان دلومړي ځل له پاره په هېواد کې دلومړنۍ جريدې ((کابل))بنسټ کېښود اوخاکي صاحب بيادهېواد دمشهورې جريدې  ((سراج الاخبار)) دتاسيس وياړ لري .

ددوی پلونه  لاړنګ نه وو چې دې ارزښناک ډګرته  نور نوي ځوان عالمان دخدمت اوچوپړ له پاره په زيات اخلاص اوتوده مينه راووتل چې نومونه يې زموږ دهېواد د دژورناليزم په تاريخ کې نه يواځې ځلانده  دي بلکې ددې ‌‌ډګر لومړني مخکښان ګڼل کيږي چې ددوی دنوملړ (فهرست ) په سرکې مولوي عبدالواسع کندهاري ،مولوي احمدجان سوداګر اودده زوی مولوي محمدسرور واصف ، مولوي صالح محمدهوتک ، مولوي غلام محي الدين افغان او مولوي برهان الدين کشکي نومونه  ياديږي .

يادو عالمانو دهېواد دآزادۍ له پاره دسختو کړاوونو او زندانونو  ګاللوترڅنګ په سختو شرايطوکې دديني بلنې او دهېواد دخپلواکي له پاره نه يوازې قلمونه  په مشهوره جريده ((سراج الاخبار)) اونورو جريدو کې وځلېدل بلکې ترڅنګ يې دپښتوادب دودې اوپرمختګ له پاره بنسټيز کارونه ترسره کړي دي چې دراتلونوکي نسل له پاره يې په دې ډګر کې لومړني بنسټونه کېښودل  . خدای پاک دې وبښي .

په شاهي دوره کې دغه لړۍ تردوی وروسته نورو عالمانو هم وپاللــه اوپه خپلو هڅو يې دغه ډګر ځلانده اوديني رنګ رنګين وساته چې ددې لړۍ په وروستنيو عالمانوکې ددوه عالمانو نومونه دنورو په پرتله زيات ځلانده اوروښانه دي چې يويې هم مولوی صاحب محمد يونس خالص مرحوم و  چې  زياته موده دګرديز د((وړانګې )) جريدې مسول مدير پاتې شو ،دغه راز په دې ډګر نور وياړونه هم لري . بل عالم قلموال عالم  يې هم مولوي صاحب رحيم الله زرمتی دی چې هغه مهال په مطبوعاتو کې دمولوی غلام نبي زرمتي په نامه ياد شوی دی ، اودمرحوم داود خان دجمهوريت په دوره کې دعالمانو ديوه اسلامي ګوند ((خدام الفرقان)) له پاره يې د((ندای حق)) په نامه جريده په سختو ستونزمنو شرايطو کې يوازې مسلمانانو ته دديني پيغام درسولو له پاره چلوله.

اوس چې وخت زيات تير شوی دی او زموږ نوی کول ددغوعالمانو له هڅو ناخبره دي اوډير خلک په دې اند دي چې دمطبوعاتو په ډګر کې عالمانو هېڅ راز خدمتونه نه لري اونه هم په دوی کې څوک قلموال تير شوی دی آن چې دژورناليزم دډ‌ګر زده کوونکی نوی نسل هم ورسره نابلده ښکاري له همدې امله يوې داسې ليکنې ته اړتيا وه چې په دې ارزښناک ډګر کې زموږ دعالمانو هير شوي خدمتونه بېرته وځلوي او دغه راز  زموږ خپل نوي ځوانان عالمان وهڅوي چې ددعوت له دغه ارزښناک ډګره  دديني بلنې له پاره ګټه پورته کړي لکه چې مشرانوعالمانو څولسيزې دمخه په ستونزمنو شرايطوکې داسې کارونه ترسره کړ دي چې په دې لار کې ستر وياړونه لري اوهغوی ددين له پاره له دې ډګره زيات کار اخېستی دی اوس خو دغه ميدان دپخوا په پرتله څوبرابره ډېر پرمختللی او آسانتياوې پکې رامنځته شوې .اوهغه پخوانی قلم يې اوس بريښاني شوی دی او دکمپوتر په نامه يې يادوي چې نه رنګ اونه هم کاغذ غواړي او په څو شيبو کې دانټرنيټ له لارې دنړۍ هرې برخې ته رسيږي .

غواړو په دې  ليکنه  لومړی دهېواد لومړنۍ مشهورې  جريدې په لنډ ډول دروپيژنو اوبيابه  په همدې  جريدو کې زموږ دعالمانو دونډې په اړه له تاسو سره خپل معلومات شريک کړو.

نوربيا…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*