اسراییلو یو ځل بیا پر غزې درنه بمباري کړې
د اسراییلو جنګي الوتکو تیره شپه څه باندې ۲۰ دقیقې پرله پسې پر غزې هوايي بریدونه وکړل. په دې بريدونو کې اويا توغندي توغول شوي دي.
د اسراییلو د اردو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې په غزه کې د حماس اړوند په هدفونو توغندي وورول.
د اسراییلو د اردو ویاند ویلي دي چې دا بریدونه د غزې له لورې په اسراییلو د راکټي برید نه وروسته وشول.
په دغو هوايي بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقه شمیره معلومه نده.
سرچینه: trt