وروستي:

۲۰۱۴ کال کې اسرائيلو ۷۳ مسجدونه نړولي

[افغان بنسټ، دوشنبه، د مرغومي ۱۵ مه] اسرائيلي ځواکونو او يهودي سخت دريځو د تېر ۲۰۱۴ کال په اوږدو کې ۸۶ ځلې د مسلمانانو پر مقدساتو بريدونه کړي دي، د الاقصی للوقف والتراث مؤسسې د راپور له مخې تېر کال يهودي سخت درېځو او اسرائيلي ځواکونو په فلسطين او لويديځه غاړه کې د مسلمانانو پر مسجدونو ۳۰ او د مسلمانانو پر هديرو ۲۱ ځلې  بريدونه کړي دي.

په دې سربېره اسرائيلي ځواکونو د تېر کال په لړ کې د مسلمانانو ۷۳ مسجدونه په بشپړ ډول او ۱۹۷ نور يې په جزئي توکه زيانمن کړي دي چې زياتره يې پر غزې د بريدونو په لړ کې وو.

په دې راپور کې د هغو ټولو بريدونو او تېريو جزيات ياد شوي چې د تېر کال په اوږدو کې يا اسرائيلي ځواکونو او يا عامو يهودو د مسلمانانو پر مرکزونو او مسجدونو تر سره کړي دي.

د ابراهيم عليه السلام په مسجد کې پر اذان بنديز

له بلې خوا د فلسطين د اوقافو وزارت ويلي چې په لويديځه غاړه الخليل کلي کې اسرائيلي ځواکونو د ابراهيم عليه السلام د مسجد (المسجد الابراهيمي) مؤذنان سلګونه وارې له اذان کولو منع کړي دي، د وزارت په وينا يوازې په تېر ديسمبرمياشت کې د ۵۲ لمونځونو لپاره مؤذن نه دی پرېښی چې د الله عبادت ته خلک را وبولي.

مسجد الابراهيمي

د فلسطين په لوېديځه غاړه الخليل کلي کې يو تاريخي مسجد د مسجدالابراهيمي په نوم يادېږي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم نيکه او د الله دوست ابراهيم عليه السلام، د هغه مېرمن ساره، زوی اسحاق عليه السلام او لمسی يې يعقوب عليه السلام همدلته دفن دي، او په ځينو نورو تاريخي روايتونو کې دي چې آدم عليه السلام، نوح عليه السلام او يوسف عليه السلام هم همدلته دفن دي.

دا مسجد چې د لويو ډبرو يو دېوال ترې راڅرخېدلی، د ابراهيم عليه السلام په کلي (الخليل) کې دی او تعمير يې کټ مټ مسجد اقصی ته ورته دی، ځکه يې ځينې مسلمانان له حرمينو او اقصی مسجد وروسته څلورم مقدس ځای بولي.

ددې مسجد ودانۍ د اقصی مسجد ته ډېره ورته ده، او ځينې مسلمانان يې له حرمينو او اقصی مسجد وروسته څلورم مقدس ځای بولي.

دا مسجد چې د لويو ډبرو يو دېوال ترې راڅرخېدلی، د ابراهيم عليه السلام په کلي (الخليل) کې دی او تعمير يې کټ مټ مسجد اقصی ته ورته دی، ځکه يې ځينې مسلمانان له حرمينو او اقصی مسجد وروسته څلورم مقدس ځای بولي.

دا ودانۍ په ۳۷ قبل الميلاد کې د فلسطين واکمن هيرودس الادومي جوړه کړې وه، بيا چې کله روميانو دا سيمه لاندې کړه، پر دې ځای يې کليسا جوړه کړه؛ خو سل کاله لا نه و تېر چې فارسيانو دا سيمه ونيوله او دغه ودانۍ يې ونړوله.

د عمر فاروق رضي الله عنه په زمانه کې چې د اسلام لښکرو  فلسطين فتح کړ، دا ودانۍ بېرته په مسجد بدله شوه، بيا چې کله صليبي لښکرو يو خل بيا د فلسطين ځمکه لاندې کړه ابراهيمي مسجد يې په کليسا بدل کړ؛ خو چې کله په ۱۱۸۷ کال صلاح الدين ايوبي فلسطين بېرته له صهيونستانو ازاد کړ، بيرته يې د الله لمانځونکو ته ورکړ او تر ننه مسجد دی.

دا ځای نه يوازې مسلمانانو؛ بلکې يهودانو ته هم مقدس دی او هغوی يې له سليماني هيکل وروسته دوهم مقدس مقام بولي، اوس چې اسرائيلي نيواکګر پر دې سيمه واکمن دي، ابراهيمي مسجد يې په دوو برخو وېشلی: يوه برخه د مسلمانانو مسجد او بله برخه يې د يهودانو کليسا ده، اسرائيلي ځواکونه تل مسلمانانو ته خنډونه جوړوي چې له دې مسجده يې را وګرځوي له همدې امله دا کلی تل د دواړو غاړو تر منځ د شخړو شاهد وي.

په دې وروستيو کې اسرائيلو د اقصی مسجد په څېر د ابراهيم عليه السلام د مسجد خواوشا هم خنډونه جوړ کړي او ډېر وخت مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي چې د لمانځه لپاره ورشي.

اوس چې اسلامي نړۍ سره وېشلې او مسلمانان يو د بل په وژنو اخته دي، د يهودو لپاره ښه فرصت دی چې هغه ځمکې او ځايونه بېرته لاس ته راوړي چې مسلمانانو ترې ازاد کړي وو او له سلګونو کلونو راهيسې پکې د اسلام زمزمې خپرېدلې.

عبدالحق حماد