وروستي:

د افغان بنسټ د ښوونیزو سیالیو لړۍ پای ته ورسېدې

د افغان بنسټ د ښوونیزو چارو د مدیریت په نوښت د خپلو اړوندو مدسواو ښوونځیود زده کوونکو ترمنځ د هغوی د ذهني ودې او پرمختګ په موخه د افغان بنسټ په انګړ کې د روان ښوونیز کال د سیالیو لړۍ پای ته ورسېده!

هغه غونډه چې په همدې ویاړ نن چهارشنبې د لړم په دیارلسمه جوړه شوې وه پکښې د افغان بنسټ مرستیال مولانا عبدالرزاق فتاحي او د نوموړي بنسټ مسؤولین ښاغلي مولوي فضل محمد فیضان، شیراغا کریمي، قاري امان رائد، احمد فیصل بریالي، مفتي عبدالرؤف فراهي، عبدالجبار بهیر، مولوي نورالله عزام او محمدکبیر رسولي او د ښوونځیو او مدرسو یو شمېر استاذانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت  پیل شوه، ورپسې د بلنېزو او خپرنېزو چارو مدیر عبدالجبار بهیر د غونډې په اجنډا د غونډې برخوالو ته توضیحات وړاندې کړل ښاغلی بهیر زده کوونکي وهڅول ترڅو د زده کړو او هڅو په پایله کې د نړۍ له پرمخ تللي کاروان سره د سیالۍ جوګه شي .

سيالي (2)

د غونډې دويمه برخه په بګراميو کې د افغان مدرسې په خوشحال خان مېنه کې د افغان  ښوونځي او په احمدشاه بابا مېنه کې د افغان ښوونځيو ترمنځ سياليو ته ځانګړې شوې وه چې پکښې د هغوی د ذوق سره سم پوښتنې مطرح شوې  چې په پايله کې په بګرامیو کې افغان مدرسې لومړی، په خوشحال خان مېنه کې افغان ښوونځي دوهم او په احمد شاه بابا مېنه کې افغان ښوونځي دریم مقام ترلاسه کړ .

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په لومړي پړاو سیالۍ کې په لومړي مقام د خوشحال خان مېنې افغان ښوونځی او بګرامیو افغان مدرسه مساوي راغلي وو او د احمدشاه بابا مېنې افغان ښوونځی دوهم او المبارک مدرسې دریم مقام ترلاسه کړی و .

په دوهم پړاو سیالۍ کې په احمدشاه بابا مېنه کې افغان ښوونځي لومړی، خوشحال خان مېنې افغان ښوونځي دوهم، په بګرامیو کې افغان مدرسې دریم او المبارک مدرسې څلورم مقام حاصل کړی و.

په دریم پړاو سیالۍ کې خوشحال خان مېنې افغان ښوونځي لومړی مقام ، په بګراميو کې افغان مدرسې دوهم او په احمدشاه بابا مېنه کې افغان ښوونځي درېيم مقام خپل کړی و.

په ننۍ سیالۍ کې افغان مدرسې لومړی، خوشحال خان مېنه کې افغان ښوونځي دوهم او احمدشاه بابا مېنه کې افغان ښوونځي دريم مقام ترلاسه کړ.

د افغان بنسټ د ښوونیزو ادارو د علمي سیالیو عمومي پایله لیک

ننۍ سيالۍ د تېرو سياليو د لړۍ وروستۍ سيالي وه چې په عمومي توګه د ټولو څلورو سیالیو په پایله کې د خوشحال خان مېنې افغان ښوونځی په لومړي مقام او د بګراميو افغان مدرسه په دوهم او د احمد شاه بابا مېنې افغان ښوونځی په دريم مقام بريالی شو.

سلطان محمود سالمزی

افغان غږ ایف ایم رادیو – کابل