المان.. پر يوې بلې توهين کوونکي مجلې بريد، او د کفري ملت يووالی
الجزيره – عبدالحق حماد
راپورونه وايي چې بېګا شپه د المان په دوهم لوی ښار «هامبروګ» کې د هغې مجلې پر دفتر بريد شوی چې په دوې ورځې وړاندې يې د اسلام د ستر پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په اړه د فرانسې «چاري ابدو» مجلې خپور کړی کاريکاتور بيا خپور کړ.
د المان رسنيو خبر ورکړی چې «هامبورګ» مجلې دفتر ته لومړی کاڼي او بيا له کړکۍ څخه اور ورغورځول شوی چې له امله يې د دفتر دوې خوني سوځېدلي؛ خو ځاني تلفات يې نه لرل.
تر اوسه د دې پېښې مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې وړ ده چې د فرانسې د چارلي ابدو مجلې پر دفتر له بريد وروسته ځينو اروپايي مجلو هغه کاريکاتور بيا خپور کړې چې د انسانيت ستر محسن محمد صلی الله عليه وسلم ته پکې سپکاوی شوی دی.
له بلې خوا نن په فرانسه کې زرګونه خلک د هغه بريد پر ضد لاريون کوي چې په ترڅ کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم لس تنه توهين کوونکي کارتونستان او څو تنه پوليس ووژل شول، په دې لاريون کې د نژدې پنځوسو هېوادونو مشران ګډون کوي او ټول به په يوه خوله د سعيد او شريف هغه قرباني وغندي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دفاع په لاره کې يې ورکړه.
ويل کېږي چې دا لاريون به د فرانسې په تاريخ کې له سترو لاريونو څخه يو وي او د تاسف ځای دا دی چې د ځينو اسلامي هېوادونو لاسپوڅي مشران به هم پکې ګډون ولري.
عبرت او وياړ
د فرانسې نننی لاريون او د نړۍ له لروبر څخه د ګڼ شمېر مشرانو ګډون مسلمانانو ته دا ور په ګوته کوي چې ټول کفري ملتونه د مسلمانانو په وړاندې سره يو دي، هغه چې زموږ خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم يې په اړه څوارلس سوه کاله پخوا موږ ته خبر راکړی و.
که مسلمانان له دې پېښو عبرت وانخلي او د خپلو مقدساتو څخه د دفاع لپاره سره يو نشي، الله به يې له دې هم ورځ خرابه کړي.
خو که د ژوند کړۍ هر څومره تنګه شي، محمدي امت کې به تل داسې ځوانان وي چې له خپلو مقدساتو څخه د دفاع په لاره کې به له خپلو سرونو تېرېږي او د کفر زړونو ته به ټکان ورکوي.