د دعا آداب
محمدی
په خوراک، څښاک، لباس او ګټه وټه کې د حراموڅخه ځان ساتل.
اخلاص کول.
تر دعا وړاندې څه نیک اعمال کول او دعا په وخت کې خپل نیک اعمال یادول.
پاک سُتره اوسېدل (نظافت مراعتول).
په اوداسه اوسېدل.
مخ پر قبله کېدل.
(تر دعا مخکې) لمونځ آداء کول.
د تشهد په شکل کښېنستل.
د دعا په اول او آخر کې حمد او ثناء بیانول.
همدارنګه (یعنې په اول او آخر کې) پر نبي کریم علیه السلام درود ویل.
دواړه لاسونه غځول.
دواړه لاسونه پورته کول.
دواړه لاسونه د اوږو تر برابرۍ پورې پورته کول.
دواړه لاسونه خلاص نیول.
د دعا پر وخت په ادب اوسېدل.
عاجزي کول.
د دعا پر وخت آسمان ته نه کتل.
د الله تعالی څخه د هغه په ذاتي او صفتي اسماؤ دعا غوښتل.
په دعا کې د قافیې تکلف نه کول.
د انبیاء کرامو علیهم السلام په وسیله دعا غوښتل.
د الله تعالی د نیکو بنده ګانو په وسیله دعا کول.
آواز کښته کول.
د (خپلې) ګناه اعتراف کول.
د نبي کریم علیه السلام دعاوي غوره کول، چې په صحیح سندونو سره روایت شوي وي. ځکه د نبي کریم علیه السلام د دعاوو د موجودیت په وخت د بل چا د دعا د الفاظو د اختیارولو هېڅ ضرورت نه پاتیږي.
جامعي دعاګاني غوره کول.
دعا د خپل ځان څخه شروع کول او د خپلو والدینو (مور او پلار) او مسلمانو وروڼو لپاره دعا کول.
که امام (د مقتدیانو سره په ګډه) دعا کوي، نو یوازې د ځان لپاره دعا نه کول.
د قصد او یقین سره دعا کول.
په ډېر رغبت او شوق سره دعا کول.
په کوښښ او محنت سره د زړه په حضور او پاک زړه سره دعا کول او هم ښه اُمید ساتل.
یوه دعا په بیا بیا کول، چې کم تر کمه درې واره سي.
خپل حاجتونه غوښتل.
(پر دعا باندې) د دعا کوونکي او دعا اورېدونکي آمین ویل.
د دعا څخه تر فارغت وروسته دواړه لاسونه پر مخ تېرول.
تلواره نه کول. یعنې که دعا ژر اثر و نه کړي، نو اُمید نه پرې کول، دعا نه پرېښوول او دا نه ویل، چې ما دعا وکړه خو قبوله نه سوه.