وروستي:

دعا – دويمه برخه

د دعاء ډولونه

د دعاء په دوه ډوله ده.

د عبادت دعاء : په ځانګړو عبادتونو له الله څخه بدله غوښتل او دهغه له قهر او غوسې څخه ځان ساتل لکه د لمانځه په کولو، دروژې په نیولو، د زکاة په ورکولو، دحج په کولو، دقربانۍ په کولو او دهغه په نوم د نذر په نیولو او داسې نورو فعلي عبادتونو سره موږ له الله جل جلاله څخه د قال په ژبه غوښتنه کوو او د حال په ژبه یې ورڅخه بدله غواړو او ورته وایو چې تېروتنې او ګناهونه مو و بخښه چې دا هم د غوښتنې او دعاء یو ډول دی.

د عبادت دعاء حکم

د دعاء دا ډول یوازې له الله جل جلاله سره ځانګړی دی که څوک دا ډول دعاء له الله پرته له بل چا وغواړي نو له اسلام څخه وځي”معاذالله”.

د همدې دعاء په اړه الله جل جلاله وایي : وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين (غافر: ۶۰)

ژباړه: او رب مو ویلي چې ما رابولئ، دعاء به مو قبوله کړم، بېشکه هغه کسان چې زما له عبادته لویي کوي، ډېر ژر به  سپکاوي دوزخ ته ننوځي

بل ځای الله جل جلاله وایي: قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لاَ شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ (الانعام: ۱۶۲/ ۱۶۳)

ژباړه: ووایه: بېشکه زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ ټول الله لره دي چې د کائناتو پالونکی دی، هیڅ شریک نه لري او په دې ماته امر شوی دی او زه د مسلمانانو لومړنی یم.

د دعاء دویم ډول د غوښتنې دعاء ده، یانې موږ له الله جل جلاله څخه خپلې غوښتنې او هغه څه چې موږ ته ګټور دي، غواړو او له هغه څه ترې پناه غواړو چې موږ ته په دنیا یا اخرت کې زیان رسوونکي وي.

د غوښتنې د دعاء حکم:

د غوښتنې دعاء یوازې له الله جل جلاله سره ځانګړې نه ده؛ نو ځکه ماتحت الاسباب څه (هغه څه چې انسان یې دکولو واک لري) له انسان څخه غوښتلی شو لکه اوبه، خواړه، او داسې نور هغه څه چې د انسان په وس کې وي، د دې په اړه محمد صلی الله علیه وسلم وایي: “من سأل بالله فأعطوه، ومن استعاذ بالله فأعيذوه، ومن دعاكم فأجيبوه، ومن صنع إليكم معروفاً فكافئوه، فإن لم تجدوا ما تكافئونه فادعوا له حتى تروا أنكم قد كافأتموه”( أبو داود برقم 1672، او النسائي 5/82، اوأحمد في المسند 2/68، 99).

ژباړه: څوک چې د الله په نوم څه وغواړي نو ور یې کړئ، او څوک چې په الله پناه وغواړي نو پناه ورکړئ او څوک چې بلنه درکړي، بلنه یې ومنئ او څوک چې درسره ښه وکړي نو بدله یې ورکړئ او که داسې څه و نه مومئ چې ورته پرې بدله ورکړئ نو تر هغه ورته دعاء کوئ څو باوري شئ چې بدله مو ورکړه.

خو که له انسان څخه مافوق الاسباب څه (هغه څه چې د انسان په وس کې نه وي) وغوښتل شي نو انسان پرې له اسلامه وځي، برابره خبره ده که هغه تن موجود وي او که غائب، مړ وي او که ژوندی د بېلګې په توګه که څوک ووایي : ای فلانکیه! زما ناروغ جوړ کړه یا ما ته زوی راکړه یا داسې نور څه ترې وغواړي چې د انسان په وس کې نه وي؛ نو له الله پرته له بل چا نه داسې غوښتنې کول انسان له سترې نیکمرغۍ اسلام څخه وباسي او د شرک په تیارو کې یې ننه باسي.

د داسې غوښتنو په اړه الله جل جلاله وایي : وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدُير(الانعام: ۱۷)

ژباړه: او كه الله کوم کړاو در ورسوي؛ نو له هغه پرته یې هیڅوک ليرې کوونکی نشته او كه كومه ښېگڼه در ورسوي؛ نو هغه پر هرڅه واکمن دی. (۱۷)

بل ځای الله وایي : وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ، وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلاَ رَآدَّ لِفَضْلِهِ يُصيبُ بِهِ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ(یونس: ۱۰۶/ ۱۰۷).

ژباړه: اوله الله پرته هغه څه مه رابوله چې نه ګټه در رسولی شي او نه زیان، که داسې دې وکړل؛ نو له تیري کوونکو به یې.  (106)

او كه الله کوم كړاو در ورسوي نو له هغه پرته یې لیرې کوونکی نشته او که هغه درته د ښېګڼې اراده وکړي نو دهغه د پېروزوینې ګرځوونکی نشته، له خپلو بندګانو چې چا ته وغواړي رسوي یې او هغه بخښوونکی، لورونکی دی (107)

همدارنګه الله جل جلاله وایي :إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (الاعراف:۱۹۴)

ژباړه: بېشكه هغه كسان چې له الله پرته يې رابولئ،  تاسې غوندې بندگان دي؛ نو را و یې بولئ، که رښتوني یاست، ځواب به درکړي. (۱۹۴)

همداراز هغه وایي: وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ (الاعراف: ۱۹۷).

ژباړه: او له هغه پرته چې څوک رابولئ، نه ستاسې مرسته کولی شي او نه د خپلو ځانونو مرسته کولی شي. (۱۹۷)

او بل ځای وایي: وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (۱۱) يَدْعُواْ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لا يَضُرُّهُ وَمَا لا يَنفَعُهُ ذَلِكَ هُوَ الضَّلالُ الْبَعِيدُ (۱۲) يَدْعُواْ لَمَن ضَرُّهُ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِ لَبِئْسَ الْمَوْلَى وَلَبِئْسَ الْعَشِيرُ (۱۳).

ژباړه: او له خلکو ځینې داسې دي چې په د الله عبادت په یوه څنډه کوي نو که ورته ښېګڼه ورسیږي، پرې ډاډه شي او که ورته ستونزه ورسیږي، په خپل مخ وګرځي، دنیا او اخرت یې وبایلل او دا څرګند زیان دی (۱۱) له الله پرته هغه څه رابولي چې نه ورته زیان رسولی شي او نه ګټه، دا لیرې لارورکي ده(۱۲) هغه څوک را بولي چې له ګټې یې زیان ډېر نژدې دی، ډېر بد دوست او ډېر بد ملګری دی(۱۳).

 د دعاء او استغاثې تر منځ توپیر:

دعاء په هر حالت کې کیږي که د کړاو حالت وي او یا عام حالت خو خو استغاثه یوازې هغه وخت کیږي چې یو تن په کړاو یا ستونزه کې نښتی وي؛ نو د دعاء او ستغاثې تر منځ د عموم خصوص مطلق نسبت دی، چې په یوه ماده کې دواړه جمع کیږي او په بله کې ترې دعاء بېلیږي؛ نو هره استغاثه دعاء ده او هره دعاء استغاثه نه ده.

د دعاء فضائل

د دعاء په فضائلو کې ډېر ایتونه او حدیثونه راغلي دي چې د بېلګې په توګه ځینې ایتونه او حدیثونه بیانوو:

ایتونه:

۱: وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (البقرة: ۱۸۶).

ژباړه: او کله چې بندګان مې زما په اړه له تا څخه پوښتنه وکړي؛ نو (ورته وايه) زه نژدې يم،دغوښتونکي سوال قبلوم كله چې ما را وبولي، نو زما (بلنه) دې ومني او پرما دې ايمان راوړي څو سمه لار ومومي(186).

۲: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(غافر:۶۰).

ژباړه: او رب مو ویلي چې ما رابولئ، دعاء به مو قبوله کړم، بېشکه هغه کسان چې زما له عبادته لویي کوي، ډېر ژر به په سپکاوي دوزخ ته ننوځي.

3: ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِين، وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ(الاعراف: ۵۵-۵۶).

ژباړه: خپل رب مو په زارۍ او پټه را وبولئ، بېشکه هغه له بریده اوښتونکي نه خوښوي (55)او په ځمكه كې دهغه له سمون وروسته  درغلي مه کوئ او هغه (الله) په وېره او هیلې سره را بولئ، په رښتیا د الله لورینه ښېګڼه کوونکو ته نژدې ده. (56)

4: فَادْعُواْ اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (غافر:۱۴).

ژباړه: نو الله را وبولئ حال دا چې هغه ته دین ځانګړه کوونکي یاست که څه هم کافران یې بد ګڼي(14).

5: هُوَ الْحَيُّ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(غافر: ۶۵).

ژباړه: هغه ژوندى دى، له هغه پرته بل معبود نشته، نو هغه را بولئ حال دا چې ورته دین ځانګړی کوونکي یاست، ټولې ستاینې یوازې الله لره دي چې د کائناتو پالونکی دی (65).

حدیثونه:

۱: وعن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “الدُّعاءُ هوَ العبادةُ”. وقرأ: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ (أبو داود 2/77، برقم 1479، والترمذي 5/211 برقم 2969).

ژباړه: نعمان بن بشیر رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه ویلي دي: دعاء عبادت دی او بیا یې دا ایت ولوست، ژباړه: او رب مو ویلي چې ما رابولئ، دعاء به مو قبوله کړم، بېشکه هغه کسان چې زما له عبادته لویي کوي، ډېر ژر به په سپکاوي دوزخ ته ننوځي.

۲: وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “ليس شيءٌ أكرَمَ على الله تعالى من الدعاء”( الترمذي 5/456، برقم 3373، وابن ماجه 2/1258).

ژباړه: له ابو هریرة رضي الله عنه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویلي: د الله په وړاندې له دعاء پرته بل څه د زیات درناوي وړ نه دی.

۳: وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم قال: “منْ لم يَسألِ الله يَغْضَبْ عليهِ”( أحمد في المسند 3/18).

ژباړه: ابو هریرة رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: څوک چې له الله څخه نه غواړي، هغه پرې غوسه کیږي.

شاعر وایي:

لا تَسأَلنَّ بُنَيَّ آدم حاجةً                                 وسلِ الذي أبوابه لا تحجبُ

له بني ادمه کومه اړتیا مه غواړه           او له هغه چا یې وغواړه چې دروازې یې نه بندیږي

اللهُ يغضبُ إن تركت سؤاله                                       وبُنيَّ آدم حين يُسأل يغضبُ

الله په غوسه کیږي که غوښتنه ترې پرېږدې او بني ادم هغه وخت په غوسه کیږي چې ترې غوښتنه کیږي.

۴: وعن أبي سعيد رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “ما من مسلم يدعو الله بدعوةٍ ليس فيها إثمٌ ولا قطيعةُ رحم إلا أعطاه الله بها إحدى ثلاث: إما أن تعجل له دعوته، وإما أن يدخرها له في الآخرة، وإما أن يصرف عنه من السوء مثلها”. قالوا: إذاً نكثر. قال: “الله أكثر”.

ژباړه: ابو سعید رضی الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه وویل: هر مسلمان چې له الله څخه داسې دعاء وغواړي چې په هغې کې ګناه او خپلوي پرېکونه نه وي؛ نو الله له دریو څخه یو ورته ورکوي، یا یې ورته غوښتنه ورکوي، یایې دعاء ورته په اخرت کې زېرمه کوي، یا هغې غوندې کړاو ترې لیرې کوي، صحابه وو وویل: نو ډېرې دعاوې به کوو، هغه وویل: الله تر ټولو زیات ورکوونکی دی.

۵: وعن سلمان الفارسي رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إنَّ ربَّكُم تبارك وتعالى حييُّ كَرِيمٌ يستَحي مِنْ عبدهِ إذا رفع يديه إليه أن يردَّهما صِفراً”( أبو داود 2/78 برقم 1488، والترمذي 5/557).

سلمان فارسي رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: بېشکه پالونکی مو برکتناک او لوړ دی، حیاناک او سخي دی، کله چې یې ورته بنده خپل لاسونه پورته کړي، هغه شرمیږي چې خالي یې ور وګرځوي.

۶: وعن ابن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلّى الله عليه وسلّم قال: “الدعاء ينفع مما نزل ومما لم ينزل فعليكم عباد الله بالدعاء”( الحاكم 1/493، وأحمد 5/234).

ژباړه: ابن عمر رضي الله عنهما له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وویل: دعاء هغو افتونو ته ګټوره ده چې راغلي دي او هغو ته هم چې نه دي راغلي، نو ای د الله بندګانو! پر ځان دعاء لازمه کړئ.

له کړاونو او ستونزو څخه د ځان ساتنې یوازنۍ وسیله دعاء، دغه راز خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یو ښه لامل دی، دغه راز دعاء د افتونو د ښمنه ده هغه لیرې کوي، سیالي ورسره کوي او نه پرېږدي چې دعاء کوونکي ته هغه افت ور ورسیږي، باید ووایو چې له کړاو او افت سره دعاء درې بېلابېلې درجې لري:

۱: دعاء له افت څخه زیاته پیاوړې وي نو هغه افت له منځه وړي.

۲: افت له دعاء څخه زیات پیاوړی وي نو افت په دعاء برلاسی کیږي او بنده ته رسیږي خو دعاء هغه افت سپکوي.

۳: دعاء او افت دواړه یو بل سره مقاومت کوي او هر یو بل منع کوي چې څښتن ته یې و نه رسیږي. (الجواب الكافي للإمام ابن القيم ص22، 23، 24).

۷: وعن سلمان رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلّى الله عليه وسلّم: “لا يردُّ القضاء إلا الدعاء، ولا يزيد في العُمرِ إلا البر”( الترمذي بلفظه برقم 2239).

ژباړه: سلمان رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: پرېکړه یوازې دعاء راګرځوي، او یوازې ښېګڼه عمر زیاتوي.