وروستي:

د زړه پیاله

ليکنه: حامد افغان

کیسه کا چې یوځوان یوه عالم ته ورغی او ورته کړ ه یې زما دکارپه غوښتنه هره ورځ له بازار نه تیریږم او له ډیر کوښښ سره بیا هم نظر نشم ساتلی اوپه ناروا شيانو مې سترګې لګیږې دنظرساتلو چل راوښیه ؟
عالم ورته وویل : سمه ده خو یوکار زما له پاره وکړه بیابه زه دنظر ساتلو چل دروښیم ، ځوان وویل : په سترګو ، عالم ورته وویل : په بازار کې په فلان ځای کې یو صالح انسان دی زه یوه پیاله شیدي درکوم هغه ته یې ورسوه خو له تاسره به یوځای یو بل کس هم لیږم که له پیالي څخه دي یوڅاڅکی شیدي هم تویه کړې نو یوه قوي څپیړ به درحواله کوي ،ځوان تیارشو او دشیدو ډکه پیاله یې واخیستله ، ټوله لار دشیدو پیالي ته ډیر زیات متوجه و ځکه ورسره مل کس ډیر ځواکمن او د رنوڅپیړو خاوند و ، ځوان کار سر ته ورساوه او بیرته په خوشالي سره عالم ته راستون شو چې اوس نو دنظرساتلو چل راوښیه ! عالم ورته وویل : له خدایه ویریدونکي خلک دخپلو زړونوله پیالو سره دومره احتیاط کوی لکه تاچې دشیدوله پیالي سره کاوه ، ځکه که دزړه له پیالي نه یوڅوک غافل شې په اخرت کې دعذاب وېره ده .
” قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ “
مومنانو ته ووایه ! سترګي ښکته لرئ او شرمځایونه وساتئ دا د دوی له پاره سپیڅلي لار او الله د دوی په کړنو ښه خبردی.

1 څرګندونه on د زړه پیاله

  1. خندان // July 19, 2012 at 3:33 pm //

    ډيره ښايسته ليكنه ده
    كه څوك خپل ځان ته ځير شي نو د يوه ځواكمن پر ځاى دوه خو بې اندازې ځواكمن كسان ورسره دي هو داسي څوك چې د وهلو اجازه ورته نشته البته د اوس لپاره ليكل او بيا ټول حساب پر يوه ځاى ورسره كول.نو په هر آن كي احتياط كول د خپل راتلونكي ژوند ساتنه ده.حامد صاحب مننه

Comments are closed.