محمدي اخلاق – دويمه برخه
ليکنه: عبدالمحمد وردگ
دالله جل جلاله ددين لوري ته ددعوت ليوالتيا
د الله (ج) لوري ته دعوت رسول الله (ص) ته له هر څه نه ګران ؤ او دې ته لېواله و چې دعوت يې ټولو خلکو ته ورسي او ټول خلک د الله (ج)په دين کې داخل شي تر څو د الله (ج)د رحمت په نعمت کې غوټې وخوري . طبراني د ابن عباس (رضي الله عنه) نه د الله( ج) ددې کلام((فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ)) ([1]) او ددې په څېر د نورو آيتونو په هکله روايت کړى دى چې وې ويل : رسول الله(ص) دېته لېواله ؤ چې ټول خلک ايمان راوړي او له ده سره پر هدايت بيعت وکړي نو الله (جل جلاله)خبر ورکړ بې له هغو کسانو څخه چې الله (جل جلاله) د ازل په ورځ نيکمرغي ورته ليکلې ده نور څوک ايمان نه رواړي او بې هغو کسانو څخه چې د ازل په ورځ بدمرغي ورته ليکل شوېده نور څوک بې لارې کېږي نه نوځکه الله (جل جلاله) خپل استازي ته وفرمايل([2]):
(لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلاَّ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ (3) إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ (4) الشعراء: ٣ – ٤
(( اې محمده ! ښايي ته پدې غم کې خپل ځان بايلې چې دغه خلک ايمان نه راوړي که موږ وغواړو نو له آسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې ددوى غاړې د هغې په وړاندې ښکته شي )).
خپل قوم د ابوطالب د مړينې په وخت کې د اسلام لوري ته رابلل
ابن جرير د ابن عباس (رضي الله عنه) نه روايت کړى دى چې وويل : کله چې ابوطالب ناروغه شو د قريشو يوه ډله چې ابوجهل هم د هغوى په منځ کې ؤ ابوطالب ته راغلله او وې ويل : وراره دې زموږ خدايانو ته سپک او سپور وايي داسې او هغسې يې کړيدي که يو څوک په هغه پسې ولېږې او هغه له خپل دې کار نه منعه کړې ښه کار به وشي . ابوطالب يو کس په رسول الله(صلى الله عليه وسلم)پسې واستولو او هغه راغى کله چې کوټې ته راننوت وې ليدل چې د دوى او د ابوطالب تر منځ يوازې د يوه نفر د کيناستلو ځاى شته دى راوي وايي : ابوجهـــل ( لعنه الله ) له دې څخه ووېرېدلو که چېرې نبي(صلى الله عليه وسلم) د ابوطالب تر څنګ کېني داسې پېښ نشي چې ابوطالب نرم دريځ غوره کړي . نو پردې بناء له خپل ځاى نه پاڅېد او د ابوطالب تر څنګ کېناست . رسول الله (صلى الله عليه وسلم)خپل تره ته د نژدې کېناستلو ځاى ونه موند دروازې ته نژدې کېناست . بيا نو ابوطالب ورته وويل : اې وراره ولې ستا قوم له تانه ځورېږي او ادعا کوي چې ته ددوى خدايانو ته سپکې او سپورې وايې . ابن عباس(رضي الله عنه) وايي : قوم يې هغه ته ډېرې خبرې کړې وې او په سر ټکولو يې پيل وکړ رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وويل : اې اکا زه له هغوى نه يوازې د يوې کلمې ويل غواړم چې د هغو په ويلو او اقرار سره به ټول عرب دوى ته سر کېږدي او عجم به ددې کلمې په ذريعه جزيه ورکړي([3]) .
هغوى د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ددغې کلمې له ويلو نه حيران شول او په حيرانۍ سره يې وپوښتل : يوه کلمه ؟
هوکې ، ستا په پلار قسم موږ د لسو کلمو منلو ته حاضر يو ټولو په يوه غږ وويل : هغه کلمه کومه ده ؟
ابوطالب هم وويل : اى وراره هغه کلمه کومه کلمه ده ؟
رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل : ( لا اله الا الله ) هغوى په ډېر ورخطاءحالت له خپلو ځايونو څخه پاڅېدل خپلې جامې يې وڅنډلې او له ځانو سره يې وويل : أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ ص: ٥
(( آيا د ټولو خدايانو پر ځاى فقط همدا يو الله وګرځوو دا خو ډېره د تعجب وړ خبره ده )) .
راوي وايي پدې اړه د (ص) سورې د پنځم آيت نه تر اتم آيت پورې نازل شول ((t(بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ)) بلکې دوى تر اوسه پورې الهي عذاب ندى څکلى([4]).
ددعوت له پرېښودلو نه انکار
طبراني او بخاري په تاريخ کې له عقيل بن ابي طالب (رضي الله عنه) نه روايت کړى دى چې وويل قريش د ابوطالب حضور ته راغلل او له هغه نه يې وغوښتل چې په وراره باندې يې زور واچوي تر څو د اسلام لوري ته له بلنې نه لاس واخلي ابوطالب رسول الله (صلى الله عليه وسلم) راوغوښت او ورته يې وېل : اې وراره زه پدې هيله يم چې خبرې مې واورې او تا تل زما اطاعت کړى دى . قوم دې راغلى ؤ او ادعا کوي چې په کعبه کې ددوى مجلس ته ورغلى يې داسې شيان او خبرې وراوروې چې ددوى د ځور او خپګان وړ ګرځي . که چېرې له دې کار نه ډډه وکړې ښه به وشي . رسول الله (صلى الله عليه وسلم)خپلې سترګې دآسمان په لوري پورته کړې او وې ويل : په الله (جل جلاله)قسم زه د هغه څه د پرېښودلو وس نلرم کوم چې الله (جل جلاله) د هغې په تبليغولو مامور کړى يم څرنګه چې يو له تاسو نه ددې وس نلري چې اور د لمر په وسيله ولګوي ([5]).
بيهقي بيا داسې روايت کړى دى چې ابوطالب رسول الله (ص)ته وويل : اې وراره ستا قوم ماته راغى او داسې هسې يې وويل : نوته پر خپل ځان او ما باندې رحم وکړه او ما دداسې کار لوري ته مه کشوه چې د زغملو وس يې نلرم او نه يې هم ته لرې . ستا خبرې پر قوم باندې دې درنې تمامېږي او بدې يې ويني لدې کار نه ډډه وکړه رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ګومان وکړ چې د تره په دريځ کې يې بدلون راغلى دى او هغه يې يوازې پريښى غواړي چې دښمن ته يې ورتسليم کړي او له ملاتړ څخه يې عاجز شوى دى نو لدې مخې يې وفرمايل : ((اې اکا که چېرې لمر زما په ښي لاس او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې کېښودل شي دغه کار تر هغه دمه پورې نه پرېږدم تر څو الله (جل جلاله) هغه بريالى نکړي او يا دا چې زه پدې لاره کې مړ شم([6]).
[1] هود: ١٠٥
[2] _ شيخ محمد يوسف کاندهلوي ، حياة الصحابه ، چاپځاى : دار ابن حزم (بيروت لبنان ) ٣١ مخ ٨٩ ګڼه حديث .
[3] _ د عربو لپاره پرته له دوو لارو نه يا د اسلام منل او يا هم ورسره جنګېدل بله لاره موجوده نه وه لدوى نه جزيه اخيستل يا ورکول نه منل کېده د اسلام نه منلو په صورت کې د جزيې منل او ورکول بې له عربو نه د نورو توکمونو څخه منل کېدل .
[4] _ حياه الصحابه ٣١ _ ٣٢ مخ (٩٠) ګڼه حديث ، مُسند امام احمد په ١ \ ٢٢٧ ترمذي ٣٢٣٢ بيهقي ٩\١٨٨ کې روايت کړى دى
[5] _ محمد بن رزق الطرهوني ، ( صحيح السيرے النبويے ) چاپځاى ( مکتبے ابن تيمے ، القاهره ) د چاپ کال ١٤١٤ هجري س ، د چاپ نوبت ( لومړى )٨٧ مخ.
[6] _ ابوبکر احمد بيهقي سنن بيهقي چاپځاى دارالفکر ( بيروت لبنان ) د چاپ کال ١٣٩٩ هـ س دويم ټوک ١٨٧ نمبر حديث .