په رسول الله د درود ویلو ( 40 ) ګټې
حامدافغان
په رسول الله د درود ویلو ( 40 ) ګټې
(1) د الله امر په ځای کول.
(2) له الله سره موافقت که څه هم د دواړو درود توپیر لري.
(3) له ملایکو سره په درود ویلو کې موافقت.
(4) دالله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږې.
(5) په درود سره لس درجې ترلاسه کیږې.
(6) درود ویونکي ته لس نیکۍ لیکل کیږې.
(7) په درود سره لس ګناهونه بښل کیږې.
(8) درود د دعا قبیلدلو سبب کیږې.
(9) درود د رسول الله دشفاعت ترلاسه کولو سبب کیږې.
(10) د ګناهونو د بښلو سبب کیږې.
(11) په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي.
(12) دقیامت په ورځ به درود ویونکی رسول الله ته نږدې وي.
(13) د غریب سړي له پاره درود دصدقې ځای نیسي.
(14) درود داړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.
(15) درود دالله او ملایکو له لوري د درود سبب کیږې.
(16) په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي.
(17) په درود ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږې.
(18) درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.
(19) د درود په برکت انسان ته هیر شوي شیان وریادیږې.
(20) درود ویونکي او سلام کوونکي ته رسول الله ځواب ورکوي.
(21) درود ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږې.
(22) په درود سره فقر او غریبي له منځه ځي.
(23) په درود ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.
(24) درود ویونکي ته هیڅوک ښیرا نشي کولی.
(25) د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږې.
(26) د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږې.
(27) خطبې او نورې ویناوې په درود سره پای مومي.
(28) درود د صراط په لاره د پوره رڼا سبب ګرځي.
(29) په انسان کې جفا او سختي ختموي.
(30) د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.
(31) درود دبرکتونو سبب ګرځي.
(32) په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږې.
(33) درود ویل په مومن کې له رسول الله سره مینه زیاتوي.
(34) له درود ویونکي سره رسول الله مینه کوي.
(35) درود ویل دهدایت او د زړه دبیداري سبب ګرځي.
(36) رسول الله ته د درود ویونکي نوم اخیستل کیږې.
(37) په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي.
(38) په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږې.
(39) د درود په ترڅ کې د الله ذکر او شکر هم راځي .
(40) درود دعا ده .
جلاء الأفهام في فضل الصلاة والسلام على خير الأنام لإبن القيم الجوزيه .