وروستي:

له يوې څخه د زياتو ښځو سره نکاح کول- پنځمه برخه

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

اسلام چې د بشپړه عدل او انصاف دين دی د هر شي ترڅنګ يې د نارينه او ښځینه و پيداښت او جوړښت ته په کتو سره د هغوی د توان سره سم  د يو نارينه لپاره  د څلورو ښځو سره په یو وخت کې د نکاح کولوحق ورکړی الله جل جلاله وايي :  فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنْ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً (سورة النساء).

ژباړه : کومې ښځې چې تاسوته خوښې وي دوې دوې ، درې درې او څلور څلور په نکاح واخلئ . معنا دا چې دوې هم کولای شئ، درې هم کولای شئ او څلور هم کولای شئ خو په يو وخت کې تر څلورو زياتې نه دي روا .

همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : چې په ورځ د قيامت به زه په ډېر والي د امت فخر کوم اود امت ډېر والی په هغه وخت کې کېدلای شي چې له يوې څخه د زياتو ښځو سره نکاح وشي لکه رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي :

۴۲- عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْمُرُ بِالْبَاءَةِ وَيَنْهَى عَنْ التَّبَتُّلِ نَهْيًا شَدِيدًا وَيَقُولُ تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ إِنِّي مُكَاثِرٌ الْأَنْبِيَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ (رواه احمد)رقم۱۲۶۱۳.

ژباړه : له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم د نکاح حکم کولواو د نکاح نه کولو څخه يې په سختۍ منع کوله او ويل يې : د داسې ښځو سره نکاح کوئ چې زياته مينه کوونکې او زيات اولاد زيږوونکې وي ځکه په ورځ د قيامت به زه په ډېر والي د امت فخر کوم . او په يو حديث کې راځي چې سعيد رضي الله عنه يې روايت کوي :

 ۴۳- عن سعيد قال قال لي ابن عباس : يا سعيد ألك امرأة قال قلت لا قال فإذا رجعت فتزوج قال فعدت إليه فقال يا سعيد أتزوجت قال قلت لا قال تزوج فإن خير هذه الأمة كان أكثرهم نساء (رواه احمد)رقم ۲۱۷۹.

ژباړه : له سعيد رضي الله عنه روايت دی وايي : چې ابن عباس رضي الله عنهما ماته وويل ښځه لرې ؟ ما ورته وويل نه !نو راته وې ويل کله چې کورته ولاړې نو واده وکړه سعيد رضي الله عنه وايي : کله چې بيا له ابن عباس رضي الله عنهما  سره مخ شوم راته يې وويل واده دې وکړ ؟ ماورته وويل نه ! راته وويل : چې واده وګړه ځکه د دې امت غوره خلک د ډېرو ښځو څښتنان و .

او د زياتوښځو سره په نکاح کولو کې يو لړ حکمتونه او مصلحتونه الله جل جلاله ايښي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي .

۱- لومړی که چېرې د نارينه او ښځينه و تر منځ د وړتيا او توان توپير ته وګورو نو دا خبره په ډاګه شي چې دا دالله جل جلاله يو لوی حکمت او مصلحت دی چې ديونارينه لپاره يې د يوې څخه زياتې ښځې روا کړې دي ځکه نارينه تر ډېره بريده د خپل عمر تر اتيا کلنۍ پورې د اولاد زيږونې وړتيا لري او ښځينه بيا د خپل عمر په پنځوس يا پنځه پنځوس کلنۍ کې دا وړتيا او توان له لاسه ورکوي او له بل پلوه ښځه په کورني  ژوند کې دنارينه  په پرتله ډېره ستړې وي ځکه چې په خپل ژوند کې د يو لړ ستونزو او کړاونو سره مخ کيږي لکه د بچي په نس کېدل ،د بچي پيدا کېدل ،دبچي له پيدا يښت وروسته تريوې اوږدې مودې پورې وينې راتلل او اولاد ته تربيه ورکول چې پدغه تر بيه کې ګڼ شمېر تکليفونه ګالي او له بل لوري نسل او کوول  دشريعت غوښتنه او په هغه کې زياتوالی يو غوره شی دی لکه په حديث کې راځي :

۴۴- عن سعيد بن أبي هلال أن النبي صلى الله عليه و سلم قال تناكحوا تكثروا فإني أباهي بكم الأمم يوم القيامة (رواه عبدالرزاق )[1]

ژباړه : له سعيد بن ابي هلال رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: نکاح وکړئ نسل زيات کړئ ځکه په ورځ دقيامت به په ډېروالي د امت زه فخر کوم .اودا د امت ډېروالی په هغه وخت کې راتلی شي چې نارينه او ښځینه دواړه خپلې هڅې پدې اړه ونه سپموي او تر پايه د اولاد په زيږولو کې خپل پوره کوښښ وکړي او ددې لپاره يوازنۍ لار د ډېرو ودونو کړل دي.

۲- له يوې ښځې څخه د زياتو سره په  واده کولو کې دويم حکمت دادی چې هره ښځه په مياشت کم تر کمه درې ورځې او زيات لس ورځې خپله مياشتنۍ ناروغي لري چې په دغه موده کې بيا مېړه له خپلې ښځې سره کوروالی نه شي کولای سره لدې چې په مېړه کې پوره توان او بشپړه غوښتنه د کوروالي شتون لري خو يوازې د شرعي او طبعي عذر له امله نه شي کولای د خپلې ښځې سره کوروالی وکړي نو که چېرې له يوې څخه زياتې ښځې ولري کولای شي د بلې کومې يوې څخه خپله انساني او طبعي غوښتنه په ځای کړي او که يوه ښځه ولري نو ډېره وېره ده چې په لويه  ناروا او بدکارۍ کې اخته شي د کومې په اړه چې الله جل جلاله ويلي دي : ولاتقربوا الزنى إنه كان فحشة وساء سبيلا ( 32 )

ژباړه : او زنا ته مه نېږدې کېږئ بې شکه چې زنا بده کړنه او لار ده .

۳- له يوې څخه په زياتو ښځوکې درېيم مصلحت دا دی چې که د یو سړي يوه ښځه وي نو د هغې د ناروغۍ په حالت کې د کورد ننه کارونه او چارې به ګډې وډې شي کومې چې د ښځې په ښه پوهه او غوره په مخ وړلو پورې تړلې دي نو له يوې څخه د زياتو ښځو سره په نکاح کولو کې دا ستونزه نه رامنځته کيږي او دا د انسان سره يو خواخوږي اود هغه په حال يوډول زړه سوی دی .

د ځينې ناپوهانو ځواب

ځينې ناپوهه انسانانو ته دا پوښتنه پيداکيږي چې اسلام ګواکې بې انصافي کړې اود ښځې حق يې تر پښو لاندې کړی چې د يونارينه لپاره يې له يوې څخه د زياتو ښځو سره د نکاح کولو حق ورکړی خو دا خبره په بشپړه توګه ناسمه ده ځکه الله  جل جلاله چې د يو نارينه  ته له يوې څخه د زياتو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړې دا په هغه وخت کې چې د هغوی تر منځ عدل او انصاف هم وکړلای شي که چېرې انصاف او عدل نه شي کولای نو بيا له يوې څخه د زياتو سره نکاح کول ناروا دي لکه الله جل جلاله وايي (فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ) (سورة النساء)

ژباړه : که چېرې وېرېږئ چې برابري نه شئ کولای نو بيا د يوې ښځې سره نکاح وکړئ او يا د هغو مينځو سره چې ستاسو په لاسونو کې دي يوځای والی وکړئ .

اورسول الله صلى الله عليه وسلم هم په خپلو ويناو کې د ښځو ترمنځ بې انصافي په سختو ټکو غندلې او ياده کړې ده او د هغه چالپاره چې د خپلوښځوتر منځ له عدل او انصاف څخه کا نه اخلي دآخرت عذابونه ښودلي دي او په حديث کې دي :

۴۵-عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : إذا كانت عند الرجل امرأتان فلم يعدل بينهما , جاء يوم القيامة وشقه ساقط [2]

ژباړه : ابوهريره رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وويل : چې د چا دوې ښځې وي او دهغوی تر منځ عدل ونه کړي د قيامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې يو اړخ به يې نه وي .

 معنا دا چې کله نوموړي کس په دنيا کې د دووښځو تر منځ په چلند کې توپير کوی نو دهغې سزا به په آخرت کې دا وويني چې د بدن يو اړخ او لوری به يې نه وي چې دا به د هغه لپاره ډېر سخت ډول عذاب وي خو يوه خبره د يادولووړده هغه داچې که يو څوک د خپلو ښځو څخه د يوې سره په زړه کې ډېره مينه لري نور چلند د ټولو سره يوډول کوي دا بيا پروا نه کوي او دا د زړه په مينه يې الله جل جلاله نه نيسي لکه رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دی.

 ۴۶- عَنْ عَائِشَة ” أَنَّ النَّبِيّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقْسِم بَيْن نِسَائِهِ فَيَعْدِل وَيَقُول : اللَّهُمَّ هَذَا قَسْمِي فِيمَا أَمْلِك ، فَلَا تَلُمْنِي فِيمَا تَمْلِك وَلَا أَمْلِك (رواه فتح الباری).

ژباړه : عائشه رضي الله عنها له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د خپلو ښځو ترمنځ نوبت ټاکی ، عدل به يې کوی او ويل به يې ای! الله دا نوبت ټاکل زما په وس او توان کې و خو ته مې په هغه څه مه ګرموه کوم چې ستا په ولکه کې دي او زې وس نه لرم ( چې هغه د زړه مينه ده) .

رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل انساني وس سره سم د خپلو ښځو تر منځ بشپړه عدل او انصاف کوی خو په زړه کې يې دعائشې رضي الله عنها سره ډېره مينه وه نو ځکه به يې دا ويل چې کومه د زړه مينه چې زما دعائشې رضي الله عنها سره ده ای الله ! ته مې په هغو مه نيسه ځکه هغه د انسان له وس څخه وتلې خبر وي او انسان د خپل واک نه وي .

لدې حديث څخه دا خبره څرګنديږي چې که يو کس له يوې څخه زياتې ښځې ولري او د هغوی تر منځ پوره عدل کوي خوپه زړه کې د يوې سره زياته مينه لري پدې سره يې الله جل جلاله نه نيسي .

د ښځې وهل ټکول

۴۸- عن عبد الله بن زمعة,قال قال : رسول الله صلى الله عليه وسلم لايجلد أحدكم امرأته  جلدالعبد فلعله يضاجعه في اخراليوم ( متفق عليه ) [3]

ژباړه : له عبدالله بن زمعه رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو خپلې ښځې د مريانو غوندې مه وهئ ،ټکوئ ښايي د همدغې ورځې  په وروستۍ برخه کې بياکوروالی ورسره وکړئ .

 دښځې وهل ، ټکول بد اخلاقي اوبې غيرتي ده ځکه ښځه ډېره بېوزله او بېچاره وي د مېړه له وهلو ،ټکولو څخه  ځان ساتنې کومه لاره او چاره نه لري او ټول وخت په کور کې بنده او د خپل مېړه په خدمت کې وي نو پداسې حال کې بيا د ښځې وهل ،ټکول او ځورول د بد اخلاقۍ او بې غيرتۍ له امله کيږي .

د ښځې لارې ته راوستل

که چا ته د خپلې ښځې د بې لارۍ وېره وي نو د هغې اصلاح کول او سمې لارې ته راوستل د خاوند دنده جوړيږي ځکه خاوند د کور چوپان او مشر بلل کيږي لکه په حديث کې راځي :

۴۹- قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : كلكم راع وكلكم مسؤل عن رعيته فالأمير راع على رعيته وهو مسؤل عنهم والرجل راع على أهل بيته وهو مسؤل عنهم والعبد راع على مال سيده وهو مسؤل عنه والمرأة راعية على بيت زوجها ومسئولة عنه ( رواه احمدرقم ۵۹۰۱)

رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي هر يو له تاسو څخه شپون دی او له هغه څخه به دخپل رعيت پوښتنه کيږي ،يو مشر د هغو کسانو شپون دی چې د هغه تر اداره لاندې وي او دهغوی په اړه به پوښتنه ځنې وشي ، نارينه دخپل کور شپون دی او د خپل کور په هکله به پوښتنه ځنې کيږي ،مرېږ د خپل بادار د مال شپون دی او د هغه په اړه به پوښتنه ځنې کيږي او ښځه د خپل خاوند دکور شپنه ده او د هغه په اړه به پوښتنه ځنې کيږي .

نو که الله مه کړه کومه ښځه بې لاري کوي ، ستونزې رامنځته کوي او د خپل خاوند سره ښه چلند نه کوي الله جل جلاله د هغوی خاوندانو ته د اصلاح او لارې ته د راوستلو لارې چارې ښودلې دي او هغه بايد په کار واچول شي الله جل جلاله د ښځې د اصلاح او لارې ته دراوستلو درې لارې په ګوته کړې دي الله جل جلاله وايي : واللتي تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن في المضاجع واضربوهن فإن أطعنكم فلاتبغواعليهن سبيلا (سورة النساء 34)

ژباړه : د کومو ښځو د بدخويی نه چې وېرېږئ نو ( لومړی ) هغوی  ته نصيحت وکړئ اوکه ( په نصيحت سمې نه شوې ) د خوب ځای يې جلا کړئ او( که په دې هم سمې نه شوې ) ويې وهئ نو که غاړه يې کښېښوده نو بيا پرې ( د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ .

لدې آيت څخه څرګنده شوه  چې د ښځې د اصلاح او لارې ته راوستلو درې لار ې دي :

۱- لومړی ډېر په نرمۍ او دلاساينه نصيحت ورته وکړئ  او په خپله غلطۍ يې پوه کړئ .

۲- دويم که چېرې په نصيحت ونه شي د خپل خوب ځای ځنې جلاکړئ کېدلای شي د مېړه جلاوالی او تنهايي ورته ګرانه ښکاره شي او سمې لارې ته راشي .

۳- درېيم که په خوپ ځای جلا کولو هم سمه نه شي نو وې وهئ اوپه  وهلو کې يې بايد اسلامي لارښوونې له پامه ونه باسو داسې يې ونه وهو چې تکليف ورته ورسي ، زخمونه پرې جوړ شي او نښانونه يې معلوم شي ځکه وهل يې تر ټولو وروستۍ درجه اوپړاو دی او دا يوازې د اصلاح او سمې لارې ته د راوستلو په موخه بايد تر سره شي نه دډار اچونې او تکليف رسونې په موخه .



[1] / مصنف عبدالرزاق رقم حدیث ۱۰۳۹۱.

[2] / سنن الترمذی رقم حدیث ۱۱۴۱

[3] / صحیح البخاری رقم حدیث ۴۶۵۸.