روژه الهي صفت او د رازونو زېرمتون
روژه د پروردګار صفت دی ځکه پروردګار جل جلاله خوراک ، څښاک نه لري ، نو په کال کې یوه میاشت خپلو دوستانوته امر کوي چې له سپیده چاود څخه تر ماښام پوري خوراک ، څښاک مه کوﺉ ، د روژې په اداء کولو د همدې صفت په یوه برخه کې بنده ورګډ شي ، بنده لره ددې صفت په خپلولو یو ډول سپېڅلتیا پیداشي ، او د نورو عباداتو د تر سره کولو د پاره جسمي ، اخلاقي ، او روحاني سپورت حاصل شي ، ددې اعداد په مټ انسان په ذکر ، تلاوت ، لمونځ ، صدقه ، او جهاد باندي برلاسی شي ، چې ددې اعمالو په سرته رسولوکې له کومو طبعي ستونزو سره مخکیږي ، په ډیره اسانی سره دده بدن ، طبیعت او روحانیت هغه زغملای شي .
او د ټولني له وګړو سره د مواسات او همدردۍ په چال چلند کې تر خپلو سیالانو په چټکتیا سره وړاندي کیدای شي ، په حقیقت کې روژه د ټولو دیني نیکو اعمالو او خصوصا د جهاد لپاره ښه اعداد ده ، په نبوي سیرت کې بیلګي جوتي دي چې اصحاب رضی الله عنهم د جهاد تر پیلولو مخکي په لمانځه ، روژه ، ذکر ، تلاوت ، او صدقاتو باندي ښه وروزل شول ، له هغه وروسته چې د جهاد لپاره احکام راغله نو دوی د هري ستونزي زغملوته حاضر شول ، له دې څخه څرګنده شوه چې دوی ته دا اعداد ددې ستونزمنو عباداتو په تر سره کولو کې حاصل شوی ؤ ، د تجربې لمخي کولای شی چې معلومه کړﺉ کوم څوک د روژې اداء کولوته ځان نشي ټینګولای له همغو کسانو څخه د خدای د لارې په سپېڅلي جهاد کې هم کومه مهمه ګټه نشي اخیستل کیدای .
عَنْ سَلْمَانَ الْفَارِسِيَّ، قَالَ: خَطَبَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي آخِرِ يَوْمٍ مِنْ شَعْبَانَ فَقَالَ: ” يا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ أَظَلَّكُمْ شَهْرٌ عَظِيمٌ، شَهْرٌ مُبَارَكٌ، شَهْرٌ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ، جَعَلَ اللهُ صِيَامَهُ فَرِيضَةً، وَقِيَامَ لَيْلِهِ تَطَوُّعًا، مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنَ الْخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيهِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَهُوَ شَهْرُ الصَّبْرِ، وَالصَّبْرُ ثَوَابُهُ الْجَنَّةُ، وَشَهْرُ الْمُوَاسَاةِ، وَشَهْرٌ يُزَادُ فِي رِزْقِ الْمُؤْمِنِ، مَنْ فَطَّرَ فِيهِ صَائِمًا كَانَ لَهُ مَغْفِرَةً لِذُنُوبِهِ، وَعِتْقَ رَقَبَتِهِ مِنَ النَّارِ، وَكَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ مِنْ غَيْرِ أَنْ يُنْقَصَ مِنْ أَجْرِهِ شَيْءٌ ” قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ، لَيْسَ كُلُّنَا يَجِدُ مَا يُفْطِرُ الصَّائِمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” يُعْطِي اللهُ هَذَا الثَّوَابَ مَنْ فَطَّرَ صَائِمًا عَلَى مَذْقَةِ لَبَنٍ أَوْ تَمْرَةٍ أَوْ شَرْبَةٍ مِنْ مَاءٍ، وَمَنْ أَشْبَعَ صَائِمًا سَقَاهُ اللهُ مِنْ حَوْضِي شَرْبَةً لَا يَظْمَأُ حَتَّى يَدْخُلَ الْجَنَّةَ، وَهُوَ شَهْرٌ أَوَّلُهُ رَحْمَةٌ، وَأَوْسَطُهُ مَغْفِرَةٌ، وَآخِرُهُ عِتْقٌ مِنَ النَّارِ مَنْ خَفَّفَ عَنْ مَمْلُوكِهِ فِيهِ غَفَرَ اللهُ لَهُ وَأَعْتَقَهُ مِنَ النَّارِ ” زَادَ هَمَّامٌ فِي رِوَايَتِهِ: ” فَاسْتَكْثِرُوا فِيهِ مِنْ أَرْبَعِ خِصَالٍ، خَصْلَتَانِ تُرْضُونَ بِهَا رَبَّكُمْ، وَخَصْلَتانِ لَا غِنَى لَكُمْ عَنْهُمَا، فَأَمَّا الْخَصْلَتانِ اللَّتَانِ تُرْضُونَ بِهَا رَبَّكُمْ: فَشَهَادَةُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَتَسْتَغْفِرُونَهُ، وَأَمَّا اللَّتَانِ لَا غِنَى لَكُمْ عَنْهُمَا فَتَسْأَلُونَ اللهَ الْجَنَّةَ، وَتَعُوذُونَ بِهِ مِنَ النَّارِ ” لَفْظُ حَدِيثِ هَمَّامٍ وَهُوَ أَتَمُّ . رواه البيهقي فی شعب الايمان .
ژباړه : حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم د برات د میاشتي په روستۍ ورځ د خطبې ویلو په مهال داسي وفرمایل : اې ! انسانانو پرتاسي د عظمت او له بركته ډکه میاشت را رسیدونکې ده ، په دې میاشت کې یوه داسي شپه هم شته چې تر زرو (۱۰۰۰) میاشتو غوره ده ، ددې میاشتي روژه الله جل جلاله فرض کړې ده ، د شپې لمخه عبادت یې نفل دی ، په دې میاشت کې که څوک د خیر کار په کولو خدای ته ځان نژدې کړي ، داسي وګڼه لکه په نورو میاشتو کې چې څوک فرض عبادت اداء کړي ، او په دې میاشت کې چې څوک فرض عبادت اداء کړي ، داسي وګڼه لکه په نورو میاشتو کې چې اویا ( ۷۰ ) فرض عبادات اداء کړي ، دا د ستونزو د زغملو میاشت ده ، ددې زغم په بدل کې جنت ورکول کیږي ، دا د همدر دیو ( وصیلې ) میاشت ده ، په دې میاشت کې د مؤمن په روزي کې بې دریغه پراخوالی راځي ، څوک چې روژه پال ته روژه ماتی ورکړي ، دده ګناوي به وبخښلي شي ، او له اور څخه به ازادي ورکړله شي ، د بشپړي روژې اجر به ورکړل شي ، د روژه پال په ثواب کې یو ډول کمي هم نه راځي ، موږ ورته وویل : یارسول الله زموږ هر یو سړﺉ خو دومره شته نه لري چې چاته روژه مات ترې ورکړي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم پځواب کې وویل : همدومره ثواب الله جل جلاله هغه چاته هم ورکوي چې یو غوړپ ( جرعه ) شیدې ، یا اوبه یا یوه خرما ورکړي ، او که چا د روژې وږﺉ موړ کړ ، الله به هغه ځما له حوض ( کوثر ) څخه په داسي شیربتو سیراب کړي چې تر څو جنت ننوځي بیا به تږﺉ نشي ، او دا داسي میاشت ده چې لومړۍ ورځي یې رحمت دي ، منځنۍ ورځي یې د مغفرت دي ، او روستۍ ورځي یې له اور څخه د ازادۍ دي ، او که په دې میاشت کې څوک تر لاس لاندي کسانو سره د اسانۍ چال چلند وکړي ، الله به عفوه ورته وکړي او له اور څخه به یې ازاد کړي .
په بل روایت کې راغلي دي : په دې میاشت کې کوشش وکړﺉ څلور کارونه تر سره کړﺉ ، په دوؤ کارو به الله خوشال کړﺉ ، او له هغه نورو دوؤ څخه تاسو چاره نه لرﺉ ، په هغو دوؤ کارو چې تاسو خپل پروردګار خوشالولای شی هغه دا دي : ۱ ـــ ( لا اله الا الله ) کلمه . ۲ ـــ استغفار ډیر ډیر وایاست او هغه دوه کارونه چې تاسو په هیڅشان چاره نه ترې لرﺉ . ۳ ـــ له پروردګار څخه دځان لپاره جنت ډیر ډیر غواړﺉ . ۴ ــ د دوژخ له اور څخه ډیره ډیره پناه غواړﺉ .
فایده : دا حدیث شریف د انسان لپاره د اخلاقو ، او عباداتو مجموعه ده ، رسول صلی الله علیه وسلم لارښوني کړې دي ، څوک چې له پروردګار سره اړیکه ټینګول غواړي نو د رمضان المبارک میاشت یې وسیله ده ، څوک چې د خدای له عذاب څخه نجات غواړي ، د ګناؤ د عفوي په طلب کې یې ، او د ځان لپاره جنت غواړي ، او دښه عاقبت طمعه لري نو د رمضان میاشت یې ذریعه ده ، څوک چې د سترو اجرونو ذخیره غواړي ، نو د رمضان میاشت د عبادت ، وصیلې ، سخاوت ، او تلاوت موقع ده ، خو ددې ټولو یوازنی شرط دادی چې خپله ګیډه په حرامو مړه نکړي او په تن یې د حرامو جامه نه وي ، نو ټولي وعدې پوره کیدای شي .
الله جل جلاله دي لومړﺉ موږته او بیا ټولو مسلما نانو ته توان ورکړي د رمضان میاشت په عباداتو وپالو امین یارب العالمین .
مولوی محمد یار وردګ