وروستي:

درحمتونو د مياشتې (رمضان المباک ) فضايل- میاهدایت الله محمدي

روژه داسلام درېيم ركن دى، چې په هر عاقل مسلمان نر او ښځه باندې په ټول كال كښې يو ځل فرض ده دا مباركه مياشت دالله (ج) له لوري او دمسلمانانو په منځ كښې د فضليت او بهتري له نگاه نه ښكلي او ښايسته نومونه لري،د روژي مبارکه مياشت له فيض او بركته ډكه مياشت ده، چې د الله (ج) له لوري په كښې ډېر فضليتونه او حكمتونه نغښتې دي ، د روژي معنا او مفهوم څه دي ؟ په ټولنيزه توگه يي څه گټي متصوري دي ؟ او په دي مباركه مياشت كښې څه درس پروت دي ؛ نو د دغو پوښتنو مطرح كولو او په دې اړه پوره او مكمله معلومات ډېر ژور دقت او وخت ته اړتيا لري . كه دا مباركه مياشت له فردي او يا وگړنيز پلوه وگورو؛ نو ډاکټرانو يا طب پوهان هم پد؛ې سلا كړې، چې د هرانسان د هاضمي جهاز په ټول كال كښې يو څه دمې ته اړتيا لري ؛كه مونږ لوږه ياتنده په هر قسم سره انسان ته تعريف كړو،خو تر هغې پورې، چې انسان دغه لوږه او تنده عملاً ليدلي نه وي ، د لوږي او تندي مفهوم په اساسي توگه نه شي درك كولاى. د روژي مباركي ټولنيز مفهوم او معنا پدې كښې پرته ده، چې مالدار او شتمن خلك دناچارو بيوزلو له حال او ستونزو څخه خبر شي. پداسې حال كښې، چې دغو مالدارو او شتمنو خلكو تل په مړه گېډه خوړلې او څه ته يې ، چې اشتها راغلې ، په سمدستي توگه ورته تيار شوي دي . د روژي معنا او مفهوم دا نه دي، چې خوله وتړله نور، چې څه كوي هغه كوه ، روژه يوازي په خوارك كښې نه تكميليږي . روژه د نفس په تزكيه او د بدن د ټولو غړو كنترول په پوره او مكمل ډول سره ، ځكه چې په يو حديث شريف كښې راغلي دي چې رسول الله (ص) فرمايلي دي چي كه يو كس روژه وي او دى ټوله ورځ پردي غيبتونه دخلكو عيبونه اوهسي لحوالعب وايي نو د داسې كس روژې ته الله (ج) هيځ اړتيا نه لري ځكه چې د روژي معنا او مفهوم يواځي دا هم نه دى چې خوراك ځښاك مه كوه نو چې څه غواړي كوه يې په يو بل حديث شريف كښې راغلي چې رسول الله (ص) ته څوك راغلل او ورته يې وويل چې يا رسول الله (ص) غواړم چې ښځه ځان ته نكاح كړم خو وس او توان يي نه لرم نو رسول الله (ص) ورته وويل چې روژه ونيسه ! نو د رسول الله (ص) د دغي مباركي او زريني وينا څخه دا معلومه شوه چي روژه د هر قسم نفسي خواهشاتو د كنټرول يو لويه وسيله ده په يو حديث قدسى راغلي چې الله تعالى فرمايلي دي چې دنورو نيكو كارونو ثواب مومنو بندگانو ته ملايكي وركوي روژه زما لپاره ده نو د روژي مباركي ثواب زه په خپله وركوم چې له دغو مبارك حديث شريف څخه موږ ته دا جوته شوه چې د روژي مباركه مياشت ډير د عظمت او بركت مياشت ده په يو حديث شريف كښې راغلي چې د جنت په دروازو كښې يوه دروازه ده چې د هغي نوم “باب الريان” دي پدې ردوازي به د قيامت په ورځ صرف اوصرف روژدار داخليږي همدارنگه رسوالله (ص) فرمايلي دي چې روژه په دري حصو تقسيم شوي ده اوله حصه يي رحمت دوهمه حصه يي مغفرت او اخري دريمه حصه يې د دوزخ د اور څخه دخلاصون لاره ده .لوي څښتن تعالى فرمايلي دي چې د رمضان په مياشت كښې قران نازل شوي هغه قران چې د خلكو لپاره ستر لارښود دى او د لارښونې پوره دلائل او دحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكى دى د رسول الله (ص) په وخت كښې به چه كله د روژي مياشت رانږدي شوه نو داسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفى (ص) به مسلمانانو ته فرمايل : اى خلكو! يقيناً چې پر تاسو دخداى مياشت را روانه ده چې له ځان سره رحمت، بركت اوبخښنه راوړي هغه د الله (ج) په نزد تر ټولو مياشتو غوره او بهتره مياشت ده او دهغي مياشتي ورځي تر ټولو ورځو غوره اوبهتره اوشپي يې هم غوره او بهتره دي . اى خلكو ! په دي مياشت كښې د جنتونو دروازي خلاصي دي نوتاسو دالله پاك څخه وغواړي چې پر تاسو باندي بيرته ونه تړل شي . او د لوي خداى څخه په ريښتينو نيتونو او پاكو زړونو غوښتنه وكړي چې دي دي مياشتي د روژو او په هغي كښې دقران كريم د تلاوت توفيق در په برخه كړي . همدارنگه رسول الله (ص) فرمايلي دي چې دا داسي مياشت ده چې تاسو پكښې د خداي ميلمستيا ته بلل شوي ياستي اوتاسي پدې مياشت كښي دخداى دعزتمندو بندگانو له ډلي څخه شميرل شوي ياست همدارنگه رسوال الله (ص) د دې مباركي مياشتې د فضليت او بركت په اړه فرمايلي دي چې زما دي په هغه ذات قسم وي چگي زما نفس يي په واك كښې دى د روژتي دخولي سوړ بوي “بدبوى” دالله (ج) په نزد د قيامت په ورځ دمشكو تر بوى هم غوره دى او روژتې لره دوه خوشحاليان دي كله چې روژه ماته وي او څخه مهال چې بيا دخپل خداى سره ملاقى شي نو په خپله روژه خوشحاله شي همدارنگه د عبدالله بن عمر (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل چې روژه او قران د قيامت په ورځ د بنده لپاره شفاعت كوي روژه به وايي چې اى الله ما پر روځ كښې پر هغه خوراك اوشهوت منع كړي و نومايي په حق كښې شفيع كړه او قران كريم به فرمايي چې اي الله ما په شپه كښې په هغه خوب منعه كړى و نو زما شفاعت يي په حق كښې ومانه تر دي چې الله (ج) به د دواړو شفاعت قبول كړي .
رمضان المبارك د ثوابونو مياشت ده
د رحمتونو مياشت دمضان المبارك يوه داسي مياشت ده چې په دې كښې د يو ثواب اجر او بدله نسبت نور مياشتو يا ورځو ته په څو چنده اوچته او لوړه ده . دا مباركه مياشت د ثوابونو او نيكوكارونو مياشت ده د اسلام ستر پيغمبر (ص) فرمايلي دي چې كه څوك په دې مياشت كښې د قران اعظيم الشان يو ايت شريف تلاوت كړي لكه په نورو مياشتوكښې چې قران كريم ختم كړي وي او كه څوك په دې مياشت كښې نفل لمونځ وړي نو الله (ج) به ورته د دوزخ له اوره خلاصون وركړي كه څوك په دې مياشت كشېگ فرض عبادت تر سره كړي نو د نورو مياشتو د اوياوو فرضونو ثواب به وركړل شي او كه څوك په دې مياشت كښې پر ما ډير درود ووايي نو لوي خداى (ج) به يي د قيامت په ورځ د ښگيڼو بار دروند كړي نو د رسول الله (ص) د دې مباركه حديث شريف څخه دا جوته شوه چې د روژي مياشت يوه ډيره بختوره او مباركه مياشت ده او بايد هر انسان دنيكو كارونو په كولو كښې ځان عادت كړي تر څو د دغي مباركي مياشتي له فايدو اجر او ثواب څخه بي برخې نه شي اوكه چيري يو انسان بيا هم لكه دنورو مياشتو په شان د ثواب په كارونو كښې سستي او يا هم دومره ونكړي چې دغه مباركه مياشت له ځان څخه خوشحاله رخصت كړي نو د رسول الله (ص) هغه حديث شريف دي نه هيروي چې جبرائيل عليه السلام به بددعا وكړه او رسول الله (ص) به ورپسي امين ويل . رسول الله (ص) منبر ته ختلو كله چې يي په اوله پوړي پښه مباركه كيښودله نو امين يي وويل بيا يي چې كله په دويمه پوړي پښه كيښودله امين يي وويل او همداسي په دريمه پوړي يي هم امين وويل نو وروسته صحابو كرامو عرض وكړ چې يا رسول الله (ص) ته چې كله منبر ته ختلى په اوله پوړي دى امين وويلو په دويمه او دريمه هم . نو رسول الله (ص) ورته وويل هو كله چې په منبر ختلم نو جبرائيل عليه السلام راته راغلو او وي ويل چې هلاك دې شي هغه څوك چې د روژي مياشت پرې راشي اوهغه پكښې خپل ځان د گناهونو نه پاك نه كړي نو ما وويل چې امين بيا يي راته وويل چې هلاك دې شي هغه څوك چې مور او پلار د ضعف په حالت كښې پيدا كړي او دهغو خدمت او هغه له ځانه راضي نكړي نو ما وويل چې امين بيا يي راته وويل چې هلاك دې شي هغه څوك چې ستا نوم واوري مگر په تا درود او سلام ونه وايي ما وويل امين . نو اي مسلمانانو ورورڼو !!! افسوس صد افسوس د هغه چا په حال چې د رمضان المبارك مياشت تري تيره شي مگر هغه خپل ځان د گناهونو څخه پاك نه كړي. هرانسان بايد په دې مياشت كښي د قران كريم تلاوت ډير زيات وكړي او هر وخت بايد خپله ژبه د الله (ج) په يادولو جاري وساتي .
د روژي مكروهات
1 : بدخويي ، غيبت ، جگړه ، فضولي خبري او نور هغه څه چې لحوالعب وي د روژي په ثواب كښې كم والى راولي
2 : په خوله كښې څه شي اچول يا جوول.3 : د لوږي اوتندي په وجه وارخطايي او ناارامي ظاهرول .4 : اوبه په خوله كښې اچول بيا غورځول او يا تر يو څه وخته پوري په خوله كښگې اوبه نيول او غرغره كول.5 : د كريم يا بل څه سره خپل غاښونه پاك كول بغير د مسواك نه .6 : په خوله كښگې د لاړو جمعه كول بيا تيره ول يا غرغره كول.7 : په روژه كښې دري شيانو څخه ځان ساتل پكار دي 1 : له خوړولو نه 2 : له څښلو نه 3 : له جنسى فعل نه ځكه چې په دې دري شيانو روژه فاسيديږي.
اعتكاف څه شى دى ؟
په جومات كښې د عبادت په نيت كيناستلو ته اعتكاف وايي او همدارنگه په اعتكاف كښې دغه شرطونه ضروري دي . 1 : اعتكاف كوونكى بايد مسلمان وي په كافر باندي اعتكاف نه شته . 2 : عاقل به وي په ليوني اعتكاف نه شته . 3 : پاك به وي يعنى د جنابت ، حيض اونفاس په حالت كښې اعتكاف نه شته . 4 : داعتكاف لپاره به نيت كوي د نيت تړلو څخه بغيراعتكاف نه كيږي. 5 : په داسي جومات كښې به اعتكاف كيږي چې په هغه جومات كښگې پنځه وخته لمونځ په جمعه سره كيږي .اعتكاف په دري ډوله دي 1 : واجب : واجب هغه اعتكاف ته ويل كيږي چې سړى پر ځان باندي يو شي نذر كړي كه څه هم دغه نذر په يوه شرط باندي موقوف وي . 2 : سنت : د رمضان المبارك د مياشتي د اخري عشرى د روژي د مياشتي اخري لس ورځي اعتكاف كول سنت موكده دي يعنى كه له يو كلى څخه يو سړي دغه د روژي اخري لس ورځې اعتكاف وكړي نو د كلي نور خلك به ثواب كښې ورسره شامليږي.3 : مستحب : له دې دوو قسمونو څخه علاوه چې كوم اعتكاف كيږي هغه ته بيا مستحب اعتكاف ويل كيږي
صدقه فطر ” سرسايه”
دفطر لغوى معنى ده روژه ماتول او د فطر صدقي معنى ده د روژي ماتولو صدقه اوپه اصطلاح كښې د فطر له صدقي نه مراد هغه واجبه صدقه ده چې د روژي د مباركي مياشتي په ختميدو او روژي ماتولو باندي وركول كيږي.
د فطر د صدقي حكمت او گټي
كله چې مسلمان د رمضان المبارك روژه ونيسي نو د ده په زړه كښې خوشحالى او د الله (ج) د شكر جذبه پيداشي چې شكر خدايه ستا په فضل مي رمضان روژه ونيوله نو دغه صدقه فطر به يوه شكرانه شي. د غريبو اوبي وسو امداد ورباندې وشي. كه په روژه كښې د سړى څخه څه خطاگانى شوى وى نو صدقه فطر به دهغه كفاره شي . د حضرت عباس (رض) نه روايت دى چې رسول الله (ص) د فطر صدقه د دې لپاره مقرره كړي ده چې هغه روژه نيوونكي د عبثو اوبي گټي كارونو څخه پاك كړي او د غريبو بي وسو دخوراك څښاك څه چاره وشي نو څوك چې داختر دلمانځه نه مخكښې سرسايه وركړي هغه به دقبليدو عزت تر لاسه كړي اوڅوك چې يې د اختر د لمانځه نه وروسته وركړي هغه به يو عام خيرات اوصدقي په شان وي . د فطر د صدقي حكم : په هر مسلمان سړى ، ښځه اونابالغ باندي واجب ده چې د خپلو اصلى ضرورتونو علاوه دومره مال لرونكى وي چې د زكات نصاب ته ورسيږي . رسول الله (ص) فرمايلي دي چې خبر اوسي ! د فطر صدقه په هر مسلمان باندي واجب ده هغه كه نر وي او كه ښځه ، ازاد وي او كه مريي بالغ وي او كه نابالغ .
څو مهمي خبرې
چې كله يقينى ماښام شو په روژه ماتې كښې بيړه كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : تر هغه وخته چې خلك په روژه ماتې كې تلواره او بيړه كوي په هغوى كښې به خير وى . دماښام تر لمانځه مخكې رژه ماتول ځكه چې روايت شوى دى . كان النبى صلى الله عليه وسلم يفطر قبل ان يصلى (رواه احمد) رسول الله صلى الله عليه وسلم به مخ كې له دې چې دماښام لمونځ وكړى روژه ماتوله . په خورما او يا اوبو سره روژه ماتول سنت دى ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى : من وجد التمر فليفطر عليه ، ومن لم يجد التمر فليفطر على الماء ، فان الماء طهور ( رواه احمد وابو داود والترمذي ) كه چاسره خورما وي په هغې دروژه ماته كړى او كه خورما ورسره نه وي نو په اوبو سره دروژه ماته كړي ځكه چې اوبه پاك شى دى او د روژه ماتى په وخت به دادعا چې ابو داودنقل كړي ده وائى :ذهب الظما ، وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله . دروژه ماتې په وخت كې هر دعا قبليږي ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي ان للصائم عند فطره دعوه لا ترد ( ابن ماجه ) په رښتيا سره دروژه ماتې په وخت كې دروژه دار دعا نه واپس كيږي دشپې په ورستۍ برخه كې له سپيده چاود څخه مخكې پشلمى كول سنت دى ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : تسحروا فان فى السحور بركه ( رواه البخارى ومسلم ) پشلمى كوئ ځكه ې په پشلمى كولو كښې بركت دى . صدقه الفطر ( سرسايه) وركول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي زكاه الفطر طهره للصائم من اللغو الرفث ، وطعمه للمساكين ، من اداها قبل الصلاه فهي زكاه مقبوله ، ومن اداها بعد الصلاه فهي صدقه من الصدقات (رواه البخاري) سر سايه وركول دروژه دار دپالتو او خوشيو خبرو صفايى او دمساكينو لپاره يو خوراك دى چاچې دعيدالفطر ترلمانځه مخكې وركړه نو سرسايه يې قبول شويده او چاچې له لمانځه څخه وروسته وركړه نو دنورو خيراتونو په شان ېې يو خيرات وكړ . دپټ لاس خيراتونه كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : صنايع المعروف تقي مصارع السوء ، وصدقه السر تطفئ غضب الرب ، وصله الرحم تزيد فى العمر ( رواه الطبراني ) احسان كول له بدو ټكو او پېښو څخه انسان ساتي او پټ خيرات دالله تعالى غضب وژني او قرابت پالنه ژوند اوږدوى . په بل حديث شريف كى رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي . الصدقه تطفئ الخطگيئه كما يطفئ الماء النار ( رواه الترمذي ) خيرات كول داسې گناهونه وژني لكه اوبه چې اور وژني . هر چاته سلام اچول او ډوډۍ وركول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي . ياايهاالناس ، افشوا السلام ، واطعمو الطعام ، وصلوا الارحام ، وصلوا بالليل والناس نيام ، تدخلوا الجنه بسلام ( رواه الترمذي ) اى خلكو يوبل ته سلام اچوئ او ډوډۍ وركوئ او قرابتونه پالئ او چې خلك ويده وي تاسې لمونځونه كوئ جنت ته به روغ رمټ ننوزى . دوالدينو اطاعت او له هغوى سره احسان كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : رغم انفه ، رغم انفه ، ثم رغم انفه ، قيل من يا رسول الله ؟ قال : من ادرك والديه عندالكبر احدهما وكليهما، ثم لم يدخل الجنه ( رواه البخاري ) دهغه چاپوزه دې په خاورو سپيره شي بيادې يې پوزه په خاورو سپيره شي او بيادې يې پوزه په خاورو سپيره شي چاچې له والدينو څخه يو او يا دواړه د بوډاتوب او ضعف په حالت كښې وموندل او دهغوى داحسان او اطاعت په وجه جنت ته داخل نه شو . ښځې ته په ركا ده چې دخپل نارينه اطاعت وكړي ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايى اذا صلت المراه خمسها ، وصامت شهرها، وحصنت فرجها، واطاعت بعلها _ اى زوجها_ دخلت من اي ابواب الجنه شاءت ( رواه ابن حبان ) كه ښځه خپل پنځه وخت لمونځ وكړي او درمضان دمياشتي روژې ونيسي او پاك لمنې واوسي او دخپل نارينه خبرې ومني ، نو دجنت په كومه دروازه چې يې خوښه وي جنت ته دې ننوزي . په خپل عيال اولاد باندې خرچ كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : اذا انفق المسلم نفقه على اهله وهو يحتسبها كانت له صدقه (( رواه البخاري ومسلم )) كله چې يو مسلمان په خپل عيال باندي خرچه كوي او دالله تعالي رضا يې په كې مقصود وي داد هغه لپاره خيرات دى . دمسكين او كونډي خيال ساتل ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي هغه څوك چې دكونډي او مسكين په خدمت كې وي لكه دالله تعالى په لار كې دمجاهد دومره اجر يې دى راوي وايې فكر كوم دا يې هم وويل او د هغه چا اجر يې دى چې تل په لمانځه ولاړ وي او سستي نه محسوس كوي او لكه دهغه چا چې هميشه روژه ولري او نه يې ماتوي. دمسلمانانو وروڼو اړتياوي پوره كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي لان يمشي احدكم مع اخيه في قضاء حاجه _ واشار باصبعه _ افضل من ان يعتكف فى مسجدي هذا شهرين ( رواه الحاكم ) په تاسو كښې هغه څوك چې ديو مسلمان دضرورت درفع كولو لپاره له هغه سره روان شي تر هغه چا غوره دي چې زما په مسجد كښې دوه مياشتي پرله پسې اعتكاف وكړي او په دوو گوتو يې اشاره وكړه . په يتيم باندې شفقت كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي شكا رجل الى رسول الله صلى الله عليه وسلم قسوه قلبه ، فقال : امسح راس اليتم ، واطعم المسكين ( رواه احمد) يوه سړي رسول الله صلى عليه وسلم ته دخپل زړه دسختې شكايت وكړ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : مسكينانو ته ډوډۍ وركوه او ديتيمانو په سر لاس تيروه . دوروڼو ملاقات كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: الرجل يزور اخاه فى ناحيه المصر لا يزوره الالله فى الجنه ( رواه الطبراني ) يوڅوك چې دښار په يوه ناحيه كې دخپل مسلمان ورور ملاقات ته صرف دالله تعالى درضا دحاصلولو لپاره ورشي هغه په جنت كې دى . دناروغانو پوښتنه كول ځكه چې رسول الله عليه وسلم فرمايي : من عاد مريضاً لم يزل في خرفه الجنه ، قيل : يا رسول الله وما خرفه الجنه ؟ قال : جناها ( رواه مسلم ) څوك چې ديوه ناروغ پوښتنې ته ورشي ترڅو چې هلته وي دجنت په خرفه كې ده پوښتنه وشوه چې يا رسول الله صلى الله عليه وسلم خرفه څه ده ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چڼلي ميوه ده په روژه كې مزدور او كورني چپړاسي ته دكار كمول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : من خفف عن مملوكه فيه غفرالله له ، واعتقه من النار ( رواه ابن خزيمه مطولا) چاچي په خپل زيردست تخفيف جوړ كړ الله تعالى به بخښنه ورته وكړي او دجهنم له اور څخه به ئې ازاد كړى دمسلمانانو په منځ كې روغه جوړه كول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي الااخبركم بافضل من درجه الصيام والصلاه والصدقه ؟ قالو : بلى يا رسول الله قال : اصلاح ذات البين ( رواه ابو داود والترمذي ) ايا تاسو ته هغه نيك عمل دروښيم چې دهغه درجه د (نفلي ) لمانځه ، روژې او خيرات كولو تر درجې غوره دى ؟ صحابه وو عرض وكړ هو يا رسول الله ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ددوو په مينځ كښې روغه كول ښه اخلاق خپلول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن اكثر ما يدخل الناس الجنه؟ فقال : تقوى الله وحسن الخلق ( رواه الترمذي ) له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې زيات تره هغه له نيك عمل چې خلك به جنت ته دننه باسي هغه څه شى دى ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : دالله تعالى ويره او ښه اخلاق . دالله تعالى له حرامو گرزول شويو شيانو څخه خپلې سترگې بندول ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې الله تعالى فرمايي : النظره سهم مسموم من سهام ابليس ، من تركها من مخافتي ابدلته ايماناً يجد حلاوته في قلبه ( رواه الطبراني ) حرام كتل دشيطان له غشو څخه يو زهرجن غشى دى چاچې زما له ويرې پريښود په بدله كې به يې داسې ايمان وركړم چې په زړه كې به يې خوند مومي . په رسول الله صلى الله عليه وسلم زيات درود ويل ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : من صلى علي صلاه صلى الله عليه بها عشراً ( رواه مسلم ) چاچې په مايوځل درود وويلو الله په هغه لس ځله رحمت ليږي دا ځينې هغه نقاط وو چې په هر وخت كې يې خيال ساتل لازمي دي خو دروژه دار لپاره ئې دروژې په مباركه مياشت كې زيات خيال ساتل په دې وجه ضرورې ده چې دا د اجرونو او ثوابونو مياشت ده څه معلومه ده ژوند نور پاته وي او كه مو دا دژوند وروستۍ شيبې وي ، دروژې د مباركې مياشتې په هكله مواد ډير زيات دي؛ خو زما ددې ليكنې مقصد يواځې دلوستونكيو پام ژورې مباركي مياشتې لور ته اړول وو په همدغه مياشت كې دهر نيك عمل اجر لس چنده دى رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : الحسنه بعشر امثالها : په همدغه مياشت كښې دهر نيك عمل اجر لس چنده دى هغه عملونه چې دروژې اجر كموي هغه غيبت، بهتان ويل، مسلمان ته ضرر رسول، حسد، دروغ ويل، د مسلمان سپكه غوښتل او همداسې نور هغه كارونه چې په شريعت كې حرام دي دروژې معنوي مفطرات گڼل كيږي په روژه كښې بايدمونږ دبدو خبرو څخه ځان وژغورو او هغه كارونه چې دگناه سبب گرځي، بايد دهغې څخه جلوگري وكړو.
ومن الله توفيق
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز له سايټ نه په مننې