وروستي:

سبا د جمعې ورځ به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وي

د سعودي ستري محکمې اعلان وکړ چي سبا د جمعې ورځ به د روژې مبارکي میاشتې لومړۍ ورځ وي. د سعودي د سترې محکمې په اعلان کې ویل شوي چې د روژې میاشتې د سپوږمۍ لیدلو لپاره چې کوم کمېسون ټاکل شوی و، هغوی ته ثابته شوله چې مياشت لیدل شوې ده، او سبا د جمعې ورځ به د روژې د مبارکي میاشتې لومړۍ ورځ وي، دې ته ورته نن ماسخوتن د هېواد په پلازمېنه کې هم د جوماتونو امامانو اعلانونه وکړل چې سبا د جمعې ورځ به د روژې د مبارکي مياشتې لومړۍ ورځ وي.

1 څرګندونه on سبا د جمعې ورځ به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وي

  1. عزيزالرحمن بغلاني // July 19, 2012 at 11:15 pm //

    د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ، چې د پنجشنبې ورځ د شعبان د مياشتې وروستې ورځ او د جمعې ورځ د رمضان المبارک د مياشتې لومړۍ ورځ ده. او ددې ترڅنګ د سعودي عربستان، اردن، مصر، قطر او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې هم سبا د جمعې ورځ د رمضان المبارک لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.

Comments are closed.