وروستي:

د دقيق فکر او سهې پرېکړې کولو له پاره بايد له پنځو منفي خويونو ځان وژغورو

ژباړه او راټولونه: نور الله عزام

 

۱-  ملامتيا:

زياتره وخت موږ اورو چې خلک په خپلو کارونو کې يو بل ملامتوي، ځيني خلک خپل پلرونه او مشران ملامتوي، ځيني خلک خو کله نا کله آن تقدير ته هم ژبه ور اوږده کړي، او کله بيا پر خپل بد قسمتي پړه ور اچوي، او ځيني خلک بيا د دې له پاره چې خپل شعور او احساسات پاک و ښايي پر حالاتو او شرائطو هم پړه اړه وي.

خو له بده مرغه د بل ملامتول ستا کړه وړه له ګواښ سره مخ کوی او تا د خپلو رښتونې امکاناتو دکارولو څخه راګرځوي.

ما به هم تل نور پړ بلل، خپل پلار به مې پړ باله چې په ماشوم توب کې يې راسره سختي کړې ده، استاذ به مې پړ باله چې درسونو ته يې سم نه يم هڅولی، ملګري به مې په نه اړيکو ساتلو ملامتول، خپل مشر به مې کار ته زما په نه هڅولو ملامتوو او د ژوند په ټولو نېمګرتيا و کې به مې خپله مېرمن پړه بلله، خپل اولاد به مې په دې ملامتوو چې په نېمه شپه کې مې له خوبه باسي، او له دې هرڅه سره سره به مې خپل قسمت ملامتو.

يوه ورځ مې موټر چلاو او د يو نړېوال ويناوال پته مې غږوله، هغه د کاري بوختيا په اړه وينا کوله، د همدې وينا په لړ کې ده وويل:” کله چې ته نور خلک، يا زمان او مکان ملامتوي، په دې سره ته خپل غوسې ته نور ځواک ور زیاتوې؛ نو ته بايد نور ملامت نه کړي او د خپل ژوند مسؤليت په خپلو وږو واخلي”

دا هغه جملې وې چې ماته يې نوی فکر او نوی ځواک راکړ، دا زما د پاره يو هڅونکی زنګ و چې زه يې له خوبه راوېښ کړم . . .

له همغه وخت نه زه په دې لټه کې شوم چې د دې پرځای چې پړه پر خپل ځان او نورو ور واچوم بايد داسې لار غوره کړم چې په مټ يې و کولای شم خپل ژوند روښانه کړم.

ته هم کولای شي همدغه تګلاره غوره کړې، او په همدې سره موږ کولای شو خپلو موخو ته ورسيږو او خپل ژوند چې د الله تعالی يوه ستره لورېنه ده له بدې پايلي وژغورو.

۲- سيالي

موږ تل له نورو سره سيالي کوو او په خدای ورکړو لورېينو کې ورسره ځان برابره وو چې په همدې سياليو کې تل زيانمن يو، ځکه موږ د نورو سره په داسې څه کې سيالي کوو چې موږ يې نه لرو او هغوی يې لري.

 د بېلګې په ډول: که زه چېري يو وړوکی موټر ولرم او د بل ښه موټر څښتن ته وګورم؛ نو خپه شم چې زه ولي داسې موټر نه لرم. . .

له بل سره سيالي کول هيڅ کله زموږ په ګټه نه دي، ځکه دا د داسې شي غوښتنه ده چې موږ يې نه شو ترلاسه کولای او نورو ته به الله تعالی دهغه وړتيا ورکړې وي؛ نو څرګنده ده چې موږ به سيالي بايلو او بيابه زيانمن يو.

او که ته  هرومرو غواړې چې له چاسره سيالي وکړې؛ نو ويې کړه خو لومړی بايد خپل اوسنی او راتلونکی هغه حالت سره پرتله کړې چې ته يې هيله لری. . . او ته بايد هغه تګلاره هم په پام کې ونيسي چې غواړي خپل ژوند پرې روښانه کړي، ته بايد په خپل شخصي وړتيا او پرمختګ تمرکز وکړي، او ياد ولره چې هر شخص په تخليقي ډول د بل نه بيل دی که څه هم په يوه شي کې وي.

نو د دې پرځای چې د بل سره سيالي وکړي لومړی خپل ژوند خپله روښانه کړه، او الله تعالی د هغه انسان سره ډېره مينه کوي چې د ځان له پاره کوم شی خوښوي د نورو د پاره هم هغه خوښ کړي. پيغمبر عليه السلام فرمايي: تر هغو تاسو کامل مؤمنان نشې کېدلای تر څو هغه څه چې د ځان له پاره يې خوښوی د بل له پاره يې هم خوښ کړی.

۳- تېرې کړنې:

تېر ژوند غوره کول، پر تېر غم خفګان کول د هوښيارانو وينا ليونتوب دی، څه چې شوي دي هغه تېر شوي دي، هيڅوک نشی کولای تېر بېرته راوګرځوي، آيا ته کولای شې بېرته ماشوم شې؟ آيا ته کولای شې ماشوم بېرته د خپلې مور نس ته ور وګرځوي؟ آيا ته کولی شي پرونۍ ورځ بېرته راوګرځوي؟ آيا ته کولی شي پرونی غم بېرته راوګرځوي؟ آيا ته کولای شې له سترګو راوتلې اوښکه بېرته سترګو ته ور وګرځوي؟؟. . .

تېر ژوند غوره کول، تېر غمونه تازه کول او تېري نېمګړتياوي بيا رايادول ستا اوس مهال ته زيان رسوي، ستا پر روانه تګلاره اغيز کوي او ستا د راتلونکي پلانونو له خنډ سره مخ کوي، الله جل جلاله تېر امتونه او دهغوی کړه وړه ياد وي او بيا وايي: تلک امة قدخلت لها ماکسبت و لکم ماکسبتم. . .و لا تسیلون عما کانو يعملون.

ژباړه: دا هم يو ولس ؤ چې تېر شوی دی، هغوی لره به هغوعملونو بدله وي چې کړي يې دي او تاسو لره به د هغه بدله  وي چې کړي مودي او هغوی چې څه کول تاسو نه ترې پوښتل کيږي.

که چېري ته تېر ژوند غوره کړي او هغه څه کوی چې په تيره زمانه کې خلکو کول نو ژوند به دې په بشپړ ډول پخوانۍ بڼه ولري، د ژوندانه بېړۍ به دې تل د سمندر پر يوه غاړه ولاړه وي.

نو تېر ژوند غوره کول د ناکامۍ اصلي لامل دی، ځکه تېر ژوند هيڅکله بېرته نه ګراځي، موږ يوازې کولای شو له تېر وخت نه درس واخلو، له هغه څه نه ګټه پورته چې تر لاسه کړي مو دي او ترخې تجربې هېري کړو ترڅو د خپل ژوند اصلي موخې ترلاسه کړای شو.

عصبي متخصص “جون برينډر” وايي: “تېر هيڅکله د راتلونکې سره برابر نه دي. . .  او دا يو څرګند حقيقت دی؛ نو مهمه دا ده چې ستاسره داسې ځواک وي چې تېر پرېږدی او د خپلو وړتياوو سره د حال ژوند غوره کړي”.

۴- د “زه” توری

 په کائناتو کې تر ټولو غوره مخلوق انسان دی، الله تعالی پرده باندې بې شمېره وړيا نعمتونه لورولي دی او د دې په بدل کې الله تعالی انسان ته امر کړی دی چې تل د هغه عبادت وکړی او منندوی و اوسي. . .

نو انسان بايد تل خپل رب ته سر ټېټی اوسي، د هغه Y د بندګانو قدر وکړي او د لويې څخه ځان وساتي، د زه او زه يم پرځای بايد د ته او ته يې توری ډېر وکاروې. . .

هوښياران وايي: “که ته غواړې د نورو په زړونو کې ځای ونېسې؛ نو د هغوی قدر کوه”.

په نيويارک کې د تيلفون يو شرکت د دې د پاره يوه څېړنه وکړه چې معلومه کړې کوم توری په خبرو کې ډېر کارول کيږی، دوې ۵۰۰۰ تيلفونې خبری ثبت کړي. په دې کې ۳۹۹۰ هغه خبري وي چې تر ټول زيات پکې د “زه” توری کارول شوی و، لکه: زه په خپله، زه يوازې اودا سې نور. . .

نو هر انسان په خپل داخل کې يو غږ لری چې: د نړۍ پرمخ زه تر ټولو غوره انسان يم” هوښياران وايي: که خلکو ته د ځان ستاينه کوی؛ نو غوږ به درته نېسي اوکه د دوی ستاينه کوی؛ نو مينه به درسره ساتي”

نو بايد د “زه” توری لږ وکاروې او د “ته” په کارولو کې ډېر نيک اوسې.

۵- نيوکه

د هر انسان خپله ژبه په خپل ولکه کې وي، که دی غواړي ښه يې وکاروي؛ نو مېنوال به يې ډېر وي او په هره ناسته او ځای کې به ښه ياديږي، او څوک چې ژبه بې واکه کاروي او پر هر چا نيوکي کوي؛ نو تل به د نورو خلکو له خوا تر نيوکو لاندې راځي او زړه به يې تل خپه وي، نيوکه د بل زړه ازاروي، نيوکه ستا او د اورېدونکي ترمنځ ترينګلتيا زياتوي، نيوکه ستا او د ملګرو ترمنځ مينه له منځه وړي. هو ښياران وايي: “ژبه هډوکي نه لري؛ خو هډوکي ماتولای شی”

 نو مخکې له دې چې پر چانيوکه وکړي لومړی د يوې شېبې د پاره انتظار وباسه او سوچ وکړه چې کېدای شي ستا نيوکه به ستا او د بل چا ترمنځ منفي احساسات و زيږوي. . . بيا چې کله غواړي پر هغه نيوکه وکړي ؛ نو له زړه نه دې هر ډول منفی سوچونه وباسه او د هغه په درې مثبتو خويونو کې سوچ وکړه او په هغه کې د وړې نيمګړتيا پر ځای لويه نيمګړتيا په نښه کړه او په ډېره نرمه او خوږه لهجه ورسره چلند وکړه؛ خو پام دې وي چې په کوم مجلس کې دې پر چا نيوکه وکړه په هغه مجلس کې د يوې نيوکي په بدل کې يې دوه ځله ستاينه هم وکړه، پر بل چا له نيوکي وروسته د هغه ستاينه کول ستا او د هغه ترمنځ باور زياتوي او هغه ته خپلي نيمګړتيا وي ور په ګوته کوي.

 

1 څرګندونه on د دقيق فکر او سهې پرېکړې کولو له پاره بايد له پنځو منفي خويونو ځان وژغورو

  1. خندان // June 18, 2012 at 2:30 pm //

    ماشاء الله
    هر گفتار دي ډبرينه انتخاب دي اوسپنيز دى
    هره ټولگه دي اړينه هر عنوان دي ځنځيريز دى

Comments are closed.