وروستي:

د شپې عبادت ته د هڅونې سل نصيحتونه

حامد افغان

د شپې عبادت ته د هڅوني په اړه یو ډېر مهم حدیث رااخلم، علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایي: پشلمی مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، او زه او فاطمه ویده وو، نو ویې ویل: تاسو دواړه نه پورته کیږئ چې لمونځ وکړئ؟ ما په ځواب کې ورته وویل: زموږ ځانونه د الله په واک کې دي، که د هغه یې پورته کول خوښ شي نو پورته یې کړي، علي وایي: هغه بیرته روان شو او ما ته یې هیڅ خبره ونه کړه، خو د بیرته ګرځیدو په وخت کې مې ورنه واوریدل چې په لاس یې خپل ورون وواهه او ویې ویل: انسان په ټولو کې ډېر جګړه مار دی. عَنْ عَلِيِّ بْنِ الْحُسَيْنِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ جَدِّهِ ، قَالَ: أَتَانَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي السَّحَرِ وَأَنَا وَفَاطِمَةُ نَائِمَانِ ، فَقَالَ : ” أَلا تَقُومَانِ تُصَلِّيَانِ ؟ فَقُلْتُ مُجِيبًا لَهُ : إِنَّمَا أَنْفُسُنَا بِيَدِ اللَّهِ إِذَا شَاءَ أَنْ يَبْعَثَهَا بَعَثَهَا ، قَالَ : فَرَجَعَ وَلَمْ يُجِبْ إِلَيَّ بِكَلامٍ ، فَسَمِعْتُهُ حِينَ وَلَّى وَضَرَبَ بِيَدِهِ عَلَى فَخِذِهِ وَهُوَ يَقُولُ : وَكَانَ الإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلا. سورة الكهف آية 54. رواه البخاري و مسلم.

د ځان د اصلاح، د اخرت د توښې د زیاتولو او د فرضي عبادت د تکمیل په نیت مو د شپې د عبادت په اهمیت خبري وکړي، باید کوښښ وکړو دې لوی کار او ستر عبادت ته ځانونه تیار کړو، دلته څو هغه نصيحتونه او ګټوري خبري رااخلم چې په برکت یې کولی شو ځانونه د شپې عبادت ته چمتو کړو، دا نصيحتونه باید په دقت سره په مکرره توګه ولولو او باید کوښښ او همت وکړو څو دا ستر عبادت ترسره کړو.

1- په مخلصانه توګه د شپې د عبادت نیت کول.
2- دا فکر کول چې لوی څښتن دي د شپې عبادت ته وربولي.
3- دا فکر کول چې رسول الله دي د شپې عبادت ته وربولي.
4- په دې خبره غور کول چې سلفو د شپې له عبادته څومره خوند اخیست.
5- د شپې له مخي په ښي اړخ ویده کیدل.
.6-په دې فکر کیدل چې د شپې عبادت د زړه غفلت له منځه وړي.
7- دا فکر چې د شپې د عبادت په مهال دي الله ویني او لمونځ دي اوري.
8- د شپې په عبادت کې د رسول الله په کوښښ او زیار فکر کول.
9- د تهجد کوونکو په اجر او ثواب غور کول.
10- الله ته زارۍ کول چې د شپې د عبادت توفیق درکړي.
11- په اوداسه ویده کیدل.
12- په دې خبره غور کول چې الله د شپې په عبادت زیات خوشاله کیږي.
13- دا چې رسول الله آن د مرض په حالت کې هم تهجد نه پرېښودل.
14- د شپې په عبادت کې د صحابه کرامو په کوښښونو فکر کړول.
15- ماخستن وختي ویده کیدل.
16- په دې باور مول چې د شپې عبادت مومن جنت ته رسوي.
17- د ویده کیدلو په مهال دا نیت کول چې د شپې عبادت ته به راپورته کیږم.
18- دا خبره درک کول چې الله ملایکو ته په تهجد کوونکي فخر کوي.
19- په دې خبره غور چې رسول الله په جهاد کې هم د شپې عبادت نه پرېښود.
20- له ګناهونو ځان ساتل.
21- له خوب مخکي مأثوره اذکار نه پرېښودل.
22- هغه لوی ثوابونه پیژندل چې الله د شپې عبادت کوونکو ته ټاکلي دي.
23- رسول الله صلى لله عليه وسلم په سفر کې هم تهجد نه پرېښودل.
24- دا پیژندل چې د سلفو میرمنو د شپې په عبادت کې څومره کوښښ کاوه.
25- د تهجد کوونکو په کمښت سوچ او فکر کول.
26- په دې باور چې د شپې عبادت د نېکمرغۍ او د زړه د خوشالي سبب ده.
27- له ډېر خوراک او څښاک نه ځان ساتل.
28- رسول الله صلى الله عليه وسلم به خپلي ميرمني هم تهجدو ته پورته کولې.
29- د هغه وخت امیرانو او خلیفه ګانو به هم تهجد کول.
30- دا فکر چې شیطان ولي کوښښ کوي د شپې له عبادته دي غافل او منعه کړي.
31- په دې پوهیدل چې جهاد کې د شپې په عبادت سره په دښمن برلاسي ترلاسه کیږي.
32- یخه هوا کې د خوب په مهال ځان ډېر تود نه پټول.
33- رسول الله به خپلو لوڼو ته هم د شپې د عبادت توصيه کوله.
34- په تهجدو کې د سلفو پر مخلصانه دعاوو غور کول.
35- پر دې باور چې د شپې عبادت له جهنم نه د نجات سبب ده.
36- په خوب کې افراط نه کول.
37- د تهجدو په اړه د سلفو په وصیتونو غور کول.
38- له ځان سره حساب او د تهجدو په نه کولو ځان ګرمول.
39- رسول الله خلک د شپې په عبادت کې سیالي ته رابلل.
40- په دې باور چې تهجد د الهي توفیق او بریاو سبب کیږي.
41- له نفس سره جهاد او د شپې عبادت ته یې مجبورول.
42- له خوب نه د ویښېدلو پر مهال سنت اذکار ویل.
43- د شپې عبادت د محشر اوږدې دریدا ته ګټه رسوي.
44- رسول الله به صحابه کرام تهجدو ته هڅول.
45- په دې فکر کول چې سلفو به د تهجدو په قضا کیدلو ژړل.
46- د شپې په عبادت سره ګناهونه بښل کیږي.
47- د حلالي روزي خوراک په تهجدو کې مرسته کوي.
48- پخپلو کې یوه بل ته د شپې د عبادت توصيه کول.
49- دا پیژندل چې سلفو به پخپلو کې یوه بل ته د تهجدو توصيه کوله.
50- دا پیژندل چې د شپې عبادت د مومن له پاره کرامت او شرافت ده.
51- د شپې په عبادت کې د علماو د هڅو اندازه پیژندل.
52- خپل ځان په لوړ همت سره روزل او لوړ اخلاق خپلول.
53- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت له الله سره خصوصي اړیکه ده.
54- جنت او د جنت نعمتونو کې فکر کول.
55- د شپې راپورته کیدلو په مهال مخته اوبه شیندل.
56- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت د خاتمې د ښه والي سبب ګرځي.
57- دا پیژندل چې سلفو به د میرمنو او اولاد په مجلس تهجدو ته ترجیح ورکوله.
58- د شپې د عبادت په اړه پخپله کمزوري او تنبلي فکر کول.
59- د جهنم اور او عذابونه یې رایادول.
60- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت د دعا د قبلیدو سبب کیږي.
61- د تهجد له پاره د راویښېدلو په مهال مسواک وهل.
62- هر وخت د شپې عبادت کول انسان ګناهونو پرېښودلو ته تیاروي.
63- دا خبره په یاد لرل چې د سلفو میرمنو به خپل ميړونه تهجدو ته پورته کول.
64- د شپې عبادت په نه کولو ځان ګرمول او ځان مقصر ګڼل.
65- د شپې عبادت په شریعت باندي د استقامت او ثبات ذریعه ده.
66- له دنیا سره مینه او د دنیا حرص کمول.
67- کله کله له کوروالو سره په ګډه د شپې عبادت کول.
68- په دې باور کول چې د شپې عبادت د الله د میني سبب ګرځي.
69- له وخت ضایع کولو او چټي ګپونو او خنداګانو ځان ژغورل.
70- سلفو به د شپې د عبادت له پاره د اوږده ژوند سوالونه کول.
71- له اخرت سره اړیکي پیاوړې کول.
72- دا پیژندل چې د شپې عبادت د مخ د ښکلا او نورانیت سبب کیږي.
73- هيلي او امیدونه کمول او مرګ ډېر یادول.
74- په دې پوهیدل چې د شپې عبادت د ژوند په سختیو او ستونزو کې مرسته کوي.
75- خپله میرمن او اولادونه د شپې عبادت ته پاڅول.
76- د شپې عبادت د قیامت په ورځ د سړي شفاعت کوي.
77- سلفو به د مرګ په بستر د تهجدو په قضا کیدلو تاسف کاوه.
78- عباداتو ته په بیړه او تلیوار ځان روږدی کول او روزل.
79- د شپې عبادت کوونکی په خلکو کې دروند او مؤثر شخصیت وي.
80- قبر او د قبر سختي او تیارې یادول.
81- د شپې عبادت د الله د رحمتونو سبب کیږي.
82- یو چا ته ویل چې د شپې په فلان وخت مې پاڅوه.
83- سلف به د شپې راتګ ته خوشالیدل او په تګ به یې خپه کیدل.
84- کوښښ کول چې د شپې لمونځ درنه قضا نه شي.
85- قیامت او د قیامت سخت حالات یادول.
86- اول ماخستن لنډ دوه رکاته نفل کول.
87- د شپې ساعتونو، دقیقو او برخو ته اهمیت ورکول او په دقیقه توګه شمیرل.
88- دا پیژندل چې د شپې عبادت د ډېرو ناروغیو علاج ده.
89- د شپې عبادت په ورو ورو زیاتول، مثلاً په دوو یا څلورو رکاتو پیل او..
90- سلفو به په ناروغي کې هم د شپې عبادت کاوه.
91- ملایکو د شپې عبادت کوونکو ته غوږ نیولی وي.
92- د شپې په عبادت سره په مومن کې د “اخلاص” غوره صفت زیاتیږي.
93- سلفو به خپلو میرمنو او اولادونو ته د شپې د عبادت تربیه ورکوله.
94- د شپې عبادت آن په مخکینیو امتونو کې هم کیده.
95- داسي بې ضرره وسایل برابرول چې د خوب د زیاتوالي مخه ونیسي.
96- غرمه یا ماسپښین لنډ وخت خوب کول.
97- دا فکر کول چې حیوانات او ټول مخلوقات الله یادوي او ته ویده یې.
98- سلفو به خپل شاګردان او آن میلمانه لا د شپې عبادت ته هڅول.
99- د شپې عبادت د روحي ناروغیو علاج او د روحانیت د پیاوړتیا مهمه ذریعه ده.
100- له سلفو به که د عذر لامله تهجد پاته شول د ورځي به یې راګرځول.