وروستي:

روژه په نورو اديانو کې

مولوي عبدالحق حماد

روژه له آدم عليه السلام څخه را نيولې بيا تر محمدي امت پورې، پر ټولو امتونو ټاکل شوې وه، لکه الله جل جلاله چې وايي: يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ  . [البقرة: ۱۸۳]

ژباړه: اې مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې تاسې (له ګناهونو) ځان وساتئ .

علامه الوسي رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکي چې پر اهل کتابو هم د رمضان روژه فرض وه؛ خو يهودو هغه پرېښوده او پر ځای يې يوه (د محرم لسمه) ورځ روژه پيل کړه، عقيده يې دا وه چې په دې ورځ الله جل جلاله فرعون هلاک کړی؛ نو موږ بايد په دې ورځ د الله شکر وباسو، او عيسايانو بيا د احتياط لپاره يوه ورځ ورڅخه وړاندې او يوه ورځ وروسته هم روژې نيولې او دا د احتياط لړۍ زياتېدله تر دې چې پنځوس ورځو ته ورسېده؛ نو په ګرمۍ کې يې نيول ورته ګران شول، له همدې امله يې د روژې وخت د حمل مياشتې ته بدل کړ.

ور پسې په يو بل روايت کې وايي: پر عيسايانو د رمضان روژه فرض وه؛ خو يو ځل د دوی يو پاچا ناروغ شو؛ نو ويې ويل چې که زموږ پاچا ته الله شفاء ورکړه موږ به لس ورځې زياتې روژې نيسو، بل وخت يې بل پاچا ناروغ شو؛ نو بيا يې وويل چې که نوموړی روغ شو موږ به اووه ورځې نورې زياتې روژې نيسو، بل وخت يې دريم پاچا ناروغ شو؛ نو درې روژې يې د هغه لپاره زياتې کړې، په دې سره يې د روژو شمېر پنځوسو ته ورسېد.([1])

په اوسنۍ زمانه کې هم د مسيحيانو او يهودانو سربېره د يو شمېر نورو مذهبونو پلويان روژې نيسي چې په لنډ ډول يې را اخلو:

د مسيحيانو روژه

د نن مسيحي يا عيسايي مذهب د احکامو او فقهې له پلوه تر نورو مذاهبو وروسته دی، د مسيحيانو مذهبي قوانين په هر پېر کې د سياسي او ټولنيزو تغيراتو له امله تغير کيږي؛ نو ځکه ورته الهي قوانين ويل ګران دي.

لکه پورته چې يادونه وشوه په پيل کې پر عيسايانو د رمضان روژې فرض وې خو د وخت په تېرېدو هغوی د دغو روژو بڼه بدله کړه، دغه راز د بېلابېلو هېوادونو د عيسايانو خپلمنځي اختلافاتو هم د هغوی روژې يو له بله جلا کړي دي.

په اوسني پېر کې د عيسايانو د بېلابېلو قومونو تر منځ په روژو کې له څه ناڅه اختلاف سره سره هغوی څو ډوله روژې لري:

۱- مسيحي روژه.      ۲- د پولس روژه.              ۳- د ايرنس روژه.

۴- د صليب روژه.      ۵- د فصح اختر روژه.     ۶- او دکليسا روژې.

مسيحي روژه:

عيسی عليه السلام له نبوت وړاندې څلوېښت ورځې روژه نيوله چې د کفارې روژه ورته وايي، دا روژه د موسی عليه السلام په شريعت کې فرض وه، چې هغوی به په پيل کې له پوره پاملرنې سره نيوله، په تاريخې کتابونو کې ددې روژې د احکامو په اړه څه نه موندل کيږي او د نورو عباداتو په څېر د روژې احکام هم کليسا ته پرېښودل شوي دي.

د پولس روژه

د مسيحيانو په مصادرو کې د پولس روژې يادونه هم شته، دلته يوه خبره د يادونې وړ ده چې کوم عيسايان يهودي النسله وو هغوی په پوره پاملرنې سره د کفارې روژه نيوله او کوم چې د نورو فکرونو پلوي کوله هغوی د کفارې روژې ته پاملرنه نه کوله، مولانا ابوالحسن علي ندوي رحمه الله ليکي چې د پولس له وفات يو نيم سل کاله وروسته په خلکو کې د روژې د احکامو پرځای کولو ډېره لېوالتيا پيدا شوه او ډېرو راهبانو او د کليسا واکدارانو د جنسي غريضې د کمولو لپاره هم د روژې سپارښتنه کوله خو په دغه وخت کې دې نظريې هم زور اخيستی و چې روژه بايد داسې شی نه وي چې روژه نيونکی اغېزمن کړي.

د ايرينس روژه

د ايرنس روژې هم څو ډوله دي: د يوې ورځې روژه، د دوو ورځو روژه او پرلپسې څلوېښت ساعته روژه، دا صورت تر ډېره په خپل حال و او عيسايانو به دا روژې په ښه پاملرنې سره نيولې.

د صليب د جمعې روژه

دا په عامو عيسايانو کې يوه منلې روژه وه چې د دوهمي ميلادي پېړۍ په لړ کې د ځينو هيوادونو په خلکو کې رواج وه، او کوم خلک چې د رنګولو (بپتسمه) هيله من وو هغوی به هم يوه يا دوه ورځې روژه نيوله.

د کليسا روژې

په عيسايانو کې تر دوهمي ميلادي پېړۍ پورې د روژې په اړه کوم ځانګړي احکام نه و وضع شوي، او د دوهمې اوپنځمې پېړۍ تر منځ دا چاره بشپړه شوه او روژې ته ځانګړي قواعد و ټاکل شول، په دې وخت کې کليسا د روژې د احکامو او قواعدو په اړه وينا خپره کړه. په دريمه پېړۍ کې د روژې ورځ وټاکل شوه او په څلورمه پېړۍ کې د روژې په اړه سخت دريځي پيدا شوه، دغه راز د روژې د ماتولو په اړه هم د عيسايانو تر منځ اختلاف و، ځينو به د چرګ پر اذان ماتوله او ځينو به هغه وخت ماتوله چې تياره به خپره شوه.

د عيدالفصح روژه

د عيدالفصح يا (Easter Holiday) روژه په څلورمه ميلادي پېړۍ کې وټاکل شوه، د ايسټر (Easter) له ورځې وړاندې دوه ورځې د روژې لپاره ټاکل شوي وې، د دې ورځو روژه تر نيمي شپې پورې وه، او کومو خلکو چې به د ناروغۍ له امله دا روژې نشوې نيولای هغوی کولای شول د (Saturday) روژه ونيسي. ([2])

له پورتنيو ليکنو دا ثابته شوه چې د عيسايانو په اصل مذهب کې روژه وه خو د عيسی عليه السلام له پورته کولو وروسته هغوی د خپل دين د نورو احکامو په څېر روژه هم په خپل لاس کې اخيستې وه او چې کومه ورځ به يې خوښه شوه ورته ټاکله  يې، دا اختيار هغوی کليسا ته ورکړی و چې څه ډول کولای شي اسماني احکام تغير کړي، دا خو د دريمې او څلورمې پېړۍ حال و، په اوسنۍ (يويشتمه) پېړۍ کې خو عيسايانو نژدې ټول الهي احکام تغير کړي او هر څه چې د پاپ زړه وغواړي هغسې کوي، له دې سره سره هغوی له سياسي او ټولنيزو حالاتو هم ډېر اغيزمن کيږي او داسې څه ته مخه او اجازه ورکوي چې په هيڅ اسماني دين کې يې حقيقت نشته، لکه همدا سږ کال (۲۰۱۳) جون مياشت کې د کاتوليکو عيسايانو مشر پاپ فرانسيس د برازيل د سفر په ترڅ کې يوې لويې غونډي ته د وينا پر مهال وويل چې کله خلک يو څه غواړي د دې معنا دا ده چې خدای يې دا خبره په زړه کې ور اچولې ده او د خدای ورسره خوښه ده؛ نو اوس چې خلک غواړي همجنس پرستي وکړي، زه نشم کولای هغوی له دې کاره منع کړم ځکه چې دا خبره هغوی ته خدای په زړه کې ور اچولې ده.

دا هغه احمقانه او حيواني خبرې وې چې د عيسايانو تر ټولو لوی مذهبي مشر يوې لويې غونډي ته اعلان کړې، سره له دې چې دوی له پخوا راهيسې د کليسا دننه همجنس پرستي کوله او داسې ډېرې پيښې شوي چې د کليسا راهبان په بدلمنۍتورن شوي دي، خو د پاپ دغه اعلان نور د کليسا دننه هم بد اخلاقي او فحاشي قانوني وګرځوله او نور به څوک نشي کولای کوم راهب په همجنس پرستۍ (لواطت) ملامت کړي.

د يهودانو روژه

په يهودو کې د روژې محدودي او مخصوصي ورځې دي، په بابل پېر کې روژه په يهودانو کې د وير نښه ګڼل کېدله، که به خطر پېښ شو يا به يو کاهن د الهام لپاره چمتووالی نيو، په دغه وخت کې به يې هرو مرو روژې نيولې.

يهود په دې باور دې چې کله خدای له دوی څخه ناراضه شي نو بايد روژې ونيسي او د خدای د ناراضتيا نښه کاختي، وبايي ناروغۍ او يا ستر ناورين دی.

ځينې روژې هغوی د تاريخي پېښو له امله نيسي، لکه د محرم د لسمې روژه، يهود په دې ګروهه دي چې د محرم په لسمه نېټه الله پاک فرعون هلاک کړی او دوی ته يې نجات ورکړی؛ نو ځکه بايد په دې ورځ د شکرانې په ډول روژه و نيسي، دغه راز د دوی په بېلابېلو قومونو کې دې ته ورته نورې روژې هم رواج دي چې د خپلو تاريخي پيښو په ورځو کې يې نيسي، دا روژې هغوی د غم يا خوښۍ د ورځو په مناسبت نيسي.

ډېر يهودان د کال د لومړنۍ ورځې روژه هم نيسي.

له دې پرته يو شمېر نورې روژې د يهودو د ملايانو په اختيار کې دي، کله چې پر سيمه وبا خپره شي، کاختي راشي يا پرې کوم ظالم پاچا مقرر شي، په دغه وخت کې د يهودو ملايان پر خپلو خلکو ځينې روژې فرض کوي چې له دغو مصيبتونو وژغورل شي. ([3])

له دې ثابته شوه چې يهودو هم اسماني احکام په خپل اختيار کې اخيستي دي او چې څه ډول يې زړه وغواړي، تغيروي يې.

د هندوانو روژه

علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله د T.M.P mahadevan په حواله ليکي:

د هندوانو په دين کې د نفس د تزکيې لپاره ځينې خاص روژې ټاکل شوي دي، د هغوی هرې ډلې د خپل عبادت لپاره ځانګړي ورځې ټاکلي وې چې ډېری خلک پکې روژې نيسي، په دې ورځو کې خوراک-څښاک نه کوي او ټوله شپه په مراقبه او د خپلو مذهبي کتابونو په لوستلو تېروي، په دې مراسمو کې تر ټولو مشهور يې د ((ويکنتاايکاوشي)) مراسم دي چې د هغوی مذهبي مشر (وشنو) ته منسوب دي؛ خو په دې ورځ نه يوازې د وشنو پلويان بلکې ډېر نور هندوان هم روژه نيسي، په دې مراسمو کې هغوی د ورځې روژه او د شپې رياضت کوي.

د پخوانيو مصريانو روژه

پخوانيو مصري امپراطوريو کې د مذهبي مراسمو په لړ کې روژه هم يو عبادت و چې له ځانګړو شرائطو سره به يې نيوله.

د پخوانيو يونانيانو روژه

له پخوانيو يونانيانو څخه يوازې د هغوی مېرمنې د تسموفيريا(Thamsofaria ) د دريم تاريخ روژه نيسي.

د پارسيانو روژه

د پارسي مذهبي پلويانو باندې روژه فرض نه وه؛ خو مولاناسيد سليمان ندوي په سيرت النبي کې ليکي چې د پارسيانو د الهامي کتاب له يوه آيت څخه ثابتيږي چې هغوی ته هم د روژې امر شوی و، په ځانګړې توګه د هغوی پر مقتدايانو پنځه کلنه روژه لازم وه. ([4])


[1] : تفسير روح المعاني.

[2] : روژه اور ميډيکل ساينس ۶۶

[3] : روزه اور ميډيکل ساينس ۶۷

[4] : روزه اور ميډيکل ساينس۶۴، ليکوال: حکيم جميل اصغر

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*