وروستي:

خلکو ته بښنه، صبر او روژه

حامد افغان

خلکو ته بښنه، صبر او روژه دومره ستر عملونه دي چې د اخرت په ورځ به په تول کې نه راځي، دا دريواړه عملونه د هغو د لویوالي او عظمت له دلایلو سره ستاسو درنو لوستوالو خدمت ته وړاندي کوم:

1) خلکو ته بښنه کول

قرانکریم وايي: فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ } [الشورى : 40]. یعني څوک چې بښنه وکړي او اصلاح غوره کړي د هغه اجر به الله ورکوي. خلکو ته بښنه کول دومره ستر عمل دی چې الله یې معلوم اجر نه دی ټاکلی بلکي ویلي یې دي چې اجر به یې په الله وي، دلته یوې نکتې ته تم کیږو هغه دا چې خلکو ته بښنه کول په هغه صورت کې په کار ده چې ګټه ولري او که ګټه ونه لري بیا بښنه باید ونه کړل شي لکه په ایت کې د (واصلح) زيانونه شوې ده یعني په عفوه سره اصلاح رامنځته کیدونکي وي.

د بیلګې په توګه یو داسي کس بد درسره وکړي چې که هغه ته بښنه وکړې هغه نور هم بیلاري کیږي او د بښنې قدر نه پیژني داسي کس ته باید بښنه ونه کړل شي او بدله ورنه واخیستل شي ځکه خو د دې ایت د سر جمله هم داسي ده: : {وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ} [ سورة الشورى: آية 40]، یعني د بدو بدله د هغو په اندازه بد دي.

2) صبر

قرانکریم د صبر د ثواب او بدل په اړه وایي: إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ} [الزمر 10]. خامخا به صبر کوونکو ته بې حسابه اجر ورکول کیږي، د بې حسابه اجر ښکاره مطلب داده چې د صبر اجر او ثواب په تول کې نه راځي، په قرانکریم کې د صبر په باره کې ډیر ایتونه راغلي دي او صبر د اولو العزم پیغمبرانو علیهم السلام صفت بلل شوی دی.

د صبر په اړه په حدیثو کې هم اوږده تفصيلات راغلي دي دلته دا یو مبارک حدیث درته را اخلم: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: د مومن عجیبه کار دی د هغه په هرشي کې خیر دی او دا فضیلت یواځي د مومن له پاره دی، که خوشالي ورته ورسیږي او شکر پرې وکړي دا د ده له پاره خیر ده، که تکلیف ورته ورسیږي او صبر پرې وکړي داهم د ده له پاره خیر ده.عَنْ صُهَيْبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ. رواه مسلم.

3) روژه

دریم هغه ستر عمل چې د اخرت په ورځ به یې ثواب او اجر په تول او شمار کې نه راځي هغه روژه ده، په دې اړه دا قدسي حدیث را اخلو: ابوهريره رضی الله عنه وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې الله جل جلاله وایي: د بنيادم هر عمل د هغه ده مګر یواځي روژې یې د هغه نه دي بلکي روژې یې زما دي او زه به یې اجر ورکوم، عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: قال الله عز وجل: كل عمل ابن آدم له إلا الصيام؛ فإنه لي وأنا أجزي به، رواه البخاري ومسلم.

د نورو ټولو عباداتو پر خلاف یواځي روژه څنګه د الله له پاره ده؟ هغه داسي چې روژه ځیني داسي ځانګړتیاوې لري چې هغه په نورو ټولو عباداتو کې نشته، لکه روژه یواځنی د الله عبادت ده کومو مشرکینو او کفارو چې غیرالله ته عبادتونه کول او یایې کوي هغه د نورو عبادتونو په شان دي لکه بوتانو ته سجدې کول د لمانځه په شان یا نذرانې او طوافونه کول د زکات او حج په شان دي خو هغوی خپلو معبودانو ته روژې نه نیسي نو روژه هغه یواځنی عبادت ده چې یواځي الله ته نیول کیږي او بله ځانګړتیا یې داده چې په بل هر عمل کې ریا ممکنه ده او په روژه کې ریا نه شي کیدلی او دا خبره روښانه ده.

او د روژې بله ځانګړتیا داده چې نور ټول عبادات د بندګانو کړنو او خویونو ته ورته دي او په روژه کې چې د خوراک او څښاک بندیز ده دا کار د الله صفت ته ورته ده ځکه الله جل جلاله خوراک او څښاک ته اړتیا نه لري نو روژتي هم په روژه سره ځان الله ته نږدې کوي او د هغه صفت غوره کوي.بناءً روژه خورا ستر عبادت ده او دومره ستر چې ثواب او اجر یې د میزان په تله کې نه راځي. الله جل جلاله دي زموږ روژې او ټول صالح اعمال قبول کړي او الله دي د دې مبارکې روژې په کرامت او برکت د ټول مسلمان امت ټول دردونه او شته مصيبتونه لري کړي او الله دي زموږ ولس او ټول مسلمانان ارام او سوکاله کړي.