وروستي:

پر دين يووالی مو د ټولو ستونزو حل دی – د افغان بنسټ اعلاميه

مسلمانانو په وړاندې د يهودو بې سارې کرکه او مکر کومه نوې خبره نه ده، دا د حق او باطل جګړه له هغه وخته را پيل ده چې له مدينې څخه د اسلام آوازه خپره شوه، له هغه وخته يهودو په خپل پوره ځواک او ځيرکتيا سره په هر ډګر کې د مسلمانانو پر خلاف له هيڅ راز ظلم او مکر څخه درېغ نه دی کړی، دوی د هر مسلمان (لوی وي که کوچنی، مېرمن وي او که ماشوم) وينه تويول د ځان لپاره وياړ او لوی د ثواب کار بولي، دا حقيقت په تېر نژدې تاريخ (2014 جولايي جنګ) کې هم ښه څرګند شو، کله چې اسرائيلو پر غزې بريد وکړ او (2147) فلسطينيان يې په ډېرې بې رحمۍ سره شهيدان کړل چې يو اتيا سلنه (81٪) يې ولسي وګړي وو (530 ماشومان او 302 مېرمنې).

که څه هم يهودو تل د مسلمانانو د بشپړې بربادۍ او له منځه وړلو هڅې کړي دي؛ خو د اسلام له پيله تر وروستيو پيړيو پورې د مسلمانانو په منځ کې داسې اتلانو شتون درلود چې دغو ظالمانو او شريرې طبقې ته يې د هغوی په شومو اهدافو کې د برياليتوب موکه نه ده ورکړې او په خپلو سرونو يې د اسلامي مقدساتو ساتنه کړې ده. خو په ډېر تاسف سره چې په دې وروستيو کې د اسلامي نړۍ ډېری مشرانو خپل مسؤليت هېر کړی او د لوېديځوالو ګټو ته کار کوي، د مسلمانانو حالت ورځ تر بلې داسې خوا ته روان دی چې نژدې ده يهود په دې هم وتوانېږي چې د مدينې منورې هغه ځمکې هم بېرته لاس ته راوړي چې د اسلام په پيل کې ترې شړل شوي وو او راتلونکي کې يې د بېرته نيولو تکل لري.

 

د 2017 کال ډسمبر کې د امريکا له خوا بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه منل د هغې ژمنې پوره کول دي چې پوره سل کاله وړاندې (1917 م) د لوېديځوالو له خوا يهودو سره شوې وه، دا د هغو صليبي جګړو يوه کړۍ ده چې د ۱۰۹۵ ميلادي کال راهيسې د مسلمانانو پر خلاف پيل شوي وې. په داسې حساسو وختونو کې مسلمان تر هر شي زيات يووالي او پر خپل دين ټينګښت ته اړتيا لري، که څه هم الله تعالی د خپل دين حفاظت پخپله کوي؛ خو د دنيا نظام يې په داسې توګه جوړ کړی چې مسلمان ته يې مسؤليت ورکړی او وخت ورکوي چې څومره پر خپل دين ټينګ درېږي او د اسلام او اسلامي مقدساتو ساتنه کوي، نو که مسلمان په داسې وخت کې پر خپل دين غيرت وکړي د الله نصرت يې ملتيا کوي او که غفلت وکړي نو له ذلت سره يې مخکوي. اوس د دې وخت را رسېدلی چې مسلمانان فروعي اختلافات له منځه يوسي او ټول د خپل اذلي دښمن پر وړاندې يو موټی شي.

 

افغان بنسټ د امريکا اوسنۍ پرېکړه ظالمانه او د مسلمانانو پر زړونو ګوزار بولي او پر ټولو مسلمانانو او بالخصوص ځوانانو غږ کوي چې له خپل سپېڅلي او حاکم تاريخ سره تړلي پاتې شي او د اسلام دښمنان پرې نږدي چې د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی وکړي، او که خدای مکړه په داسې باريکو حالاتو کې غفلت وکړو؛ نو د الله په وړاندې به ملامت او راتلونکي نسل ته مختوري يو.

د مسلمان ځوانانو د ويښتابه په هيله

د افغان بنسټ مشرتابه او کارکوونکي

۲۱ ربيع الاول ۱۴۳۹هـ ق