وروستي:

ناڅاپي مرګ ډېرېدل (2)

حامد افغان

ناڅاپي مرګ ښه نه دی؟

ځیني خلک فکر کوي ناڅاپي مرګ ښه نه دی، او په یوه حدیث کې هم راغلي دي چې ناڅاپي مرګ په غوسه او قهر سره اخيستل دي، عن عبيد بن خالد السلمي رضي الله عنه أن النبي -صلى الله عليه وسلم-، قال: (موت الفجأة أخذةُ أَسَف) رواه أحمد وأبو داود. د حدیث په رفعه کې خبرې شته خو ډېرو محدثينو صحي بللی دی، حدیث کې راغلي: أخذة أسف، أسف، اصلاً قهر او غضب ته وایي، لکه قرانکریم وایي: فَلَمَّآ ءَاسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنٰهُمْ أَجْمَعِينَ.[سُوۡرَةُ الزّخرُف : 55]. یعني په پاى کې چي كله هغوى موږ په غوسه کړو، نو له هغو څخه مو غچ واخيست او هغوى مو ټول يو ځاى غرق کړل.

دلته نو دا پوښتنه پیاوړې کیږي چې ابا ناڅاپي مرګ بد دی؟ او یا دا چې تاڅاپي مرګ د بدې خاتمې دلیل دی؟، دې پوښتنې ته د ځواب له پاره د دې موضوع تفصیل او څو اړخونه رااخلو، شرعي نصوص په دې دلالت نه کوي چې د مرګ له سختيو او سکراتو پرته ناڅاپي مرګ بد او ښه نه دی، او یا په دې ډول مړ شوي کس بدګوماني رامنځته کړي، امام البخاري رحمه الله پخپل صحیح کې د یوه باب عنوان داسې ټاکلی دی: ” باب موت الفجأة البغتة” یعني د ناڅاپي مرګ بیان، له دې وروسته یې دا حدیث راخیستی: عائشة رضي الله عنها وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه سړي وویل: مور مې ناڅاپي مړه شوه، ګومان کوم که د غږیدا وخت یې موندلی وی د خیرات خبره به یې کړې وه، که د دې په ځای زه خیرات وکړم دې ته یې ثواب رسیږي؟ رسول الله ورته وویل: هو. عن عائشه أن رجلا قال للنبي -صلى الله عليه وسلم-: إن أمي افتلتتْ نفسها، وأظنها لو تكلمت تصدقت، فهل لها أجر إن تصدقت عنها؟ قال: (نعم) .

امام بدر الدین العیني رحمه الله د دې باب په شرحه کې کاږي: دا د ناڅپي مرګ د بیان باب دی، امام بخاري دلته د باب په حدیث کفایت کړی دی او دایې نه دې ویلي چې ناڅاپي مرګ مکروه نه دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې هغه سړي د خپلې مور د ناڅاپي مرګ خبره وکړه نو د دې مرګ د کراهیت او بدوالي په اړه یې څه ونه ویل.

مطلب دا ترلاسه کولی شو چې اصلاً ناڅاپي مرګ کې کومه ستونزه نشته، خو د ده په پايله کې رامنځته شوی حالت ځیني ستونزې لري، هغه داسې چې ناڅاپي مرګ انسان ته د مخلصانه توبې نومه نه ورکوي، ناروغي او ناروغي ته ورته د مرګ اسباب انسان ته د توبې او الله ته د نږدې کیدلو موکه ورکوي، داراز پهدناڅاپي مرګ سره انسان د وصیت له پاره هم وخت نه شي پیدا کولی، نو ویلی شو چې په مرض او نورو اسبابو رامنځته کیدونکی مرګ بیا هم له ناڅاپي مرګ نه غوره ده ځکه په هغه کې انسان د مرګ د نښو په لیدلو سره توبې ایستلو ته تیارشي او الله ته د نږدې کیدلو او وصیت وخت لري.

دا راز ناڅاپي مرګ ته که له یوې بلې زاویې وګورو بیا یې له عادي مرګ سره توپیر شته، او هغه داسې چې ناځايي مرګ د صالح، دینداري او ښه انسان له پاره ښه دی، ځکه هغه هروخت مرګ ته تیار، توبه په خوله او الله ته نږدې وي، نو په ناڅاپي مرګ سره د مرګ له سختیو خلاص شي او دا په ده باندې د الله رحم بللی شو. او ناڅاپي مرګ د فاسق او بیلاري انسان انسان له پاره ښه نه بلکي د الله نقمت او غضب ده لکه عن عبد الله بن مسعود وعائشة رضي الله عنهما وایي: ناڅاپي مرګ د فاجر له پاره د الله قهر او غضب ده او د مومن له پاره ارام او راحت دی.