وروستي:

استئذان او اجازه غوښتل (۱)

حامد افغان

داسې ځای ته د ورتګ او ننوتلو په مهال اجازه غوښتل چې هغه د سړي په ملکیت کې نه وي؛ په اسلامي شریعت کې (استئذان) بولي. د استئذان موضوع په شریعت کې خورا مهمه او لوی موضوع ده او د اهمیت له پاره یې دا دلیل کافي دی چې دا مسئله پخپله قرانکریم په تفصیل سره بیان کړې ده او له دې سره دا مسئله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم عملا او قولا صحابه کرامو ته په تفصیل سره ورښوولې ده، او که موږ فکر وکړو په دې اړه د شریعت تفصيلات او بیان کړي اداب په یوه پاکه ټولنه کې لازمي او ضروري دي، که دا اخلاق او اداب مراعت نشي په ټولنه کې ستر اخلاقي فسادونه او بیلارۍ رامنځته کیږي، او دا کره او په تجربو ثابته خبره ده.
متاسفانه زموږ په ټولنه کې دې موضوع ته ډېره کمه توجه کیږي، زموږ ځیني خلک په یوه پوچه او نامعقوله خبره سره د شریعت دا مهمه او ضروري مسئله بې اهمیته ګرځوي، دوی وایي: اصلاً د زړه پاکوالی مهم دی!. دا خبره ځکه پوچه او نا معقوله ده چې په دې سره د شریعت مقابله کیږي العیاذ بالله، یعني د اړوند موضوع په اړه شرعي اداب او اخلاق مهم نه دي اصلي خبره د زړه پاکوالی ده، که زړه دې پاک وي نو شرعي اداب او اخلاق مراعت کول مهم نه دي، اوس د زړه پاکوالي ادعا هر ناپاک او ناولی هم کولی شي څوک به یې پرې سپینوي چې ستا زړه ناپاک ده.
د استئذان حکم
استئذان او اجازه غوښتل خورا لوی او دروند انساني خوی او خصلت ده، چې د انسان په حیا، پاکوالي، غیرت او عفت دلالت کوي، دا راز په ټولنیز لحاظ اجازه غوښتل غوښتل خورا لوی او ګټور صفت دی، نو ځکه الله جل جلاله پخپل قران کې په دې اړه پوره تفصیل بیان کړی دی او د قران له حکم سره سم استئذان او اجازه غوښتل لازمي او واجب کار دی، او اجازه نه غوښتل ناروا او حرام کار دی. قرانکریم وايي: اې مؤمنانو! له خپلو كورونو څخه پرته نورو كورونو ته تر هغه پوري مه ننوځئ چي اجازه تر لاسه نه کړئ او پر كورنۍ باندي سلام وا نه چوئ. دا کړنلاره ستاسي لپاره ډېره ښه ده، ښايي چي تاسي دې ته پاملرنه وکړئ. يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتّٰى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلٰىٓ أَهْلِهَا ۚ ذٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ. [سُوۡرَةُ النُّور : 27]
د استئذان څرنګوالی
رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل کور کې و د بنو عامر یوه کس د ورننوتلو اجازه وغوښتله، ویې ویل: ایا درننوځم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل خادم ته وویل: دې کس ته ورووځه او د اجازه غوښتلو طریقه وروښیه، ورته وا: ووایه: السلام علیکم، ایا ننوځم، هغه سړي دا خبره واوریدله او ویې ویل: السلام علیکم، ایا ننوځم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه او ننوت. عَنْ رِبْعِيٍّ قَالَ : حَدَّثَنَا رَجُلٌ مِنْ بَنِي عَامِرٍ أَنَّهُ اسْتَأْذَنَ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَهُوَ فِي بَيْتٍ فَقَالَ : أأَلِجُ ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لِخَادِمِهِ : ” أخْرُجْ إِلَى هَذَا فَعَلِّمْهُ الاِسْتِئْذَانَ ، فَقُلْ لَهُ : قُلِ : السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ ، أَأَدْخُلُ ” ، فَسَمِعَهُ الرَّجُلُ فَقَالَ : السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ ، أَأَدْخُلُ ؟ فَأَذِنَ لَهُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَدَخَلَ ” . أخرجه أبو داود وأحمد وهو حديث صحيح
اجازه غوښتونکی به چرته دریږي
سعد بن عباده رضي الله عنه وايي: یو سړی راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دروازه کې ودریدی، دروازې ته مخامخ ولاړ و او اجازه یې وغوښتله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: داسې مه دریږه، اجازه خو د سترګو له پاره غوښتل کیږي. عن سعد بن عباده رضي الله عنه قال: «جاء رجل فقام على باب النبي صلى الله عليه وسلم يستأذن مستقبل الباب ، فقال له النبي صلى الله عليه وسلم : هكذا عنك فإنما الاستئذان من أجل البصر» رواه أبو داود.
عبد الله بن بسر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د خلکو کورونو ته د ننوتلو اجازه غوښتله د کور دروازې ته به مخامخ نه دریدی، بلکي ښي یا چپ لور ته به دریدی او وبه یې ویل: السلام علیکم. عن عبدالله بن بسر رضي الله عنه قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا أتى باب قوم لم يستقبل الباب من تلقاء وجهه ولكن من ركنه الأيمن أو الأيسر ويقول : السلام عليكم. رواه أبو داود