وروستي:

افغان مدرسه کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې د پايلو په مناسبت غونډه وشوه

افغان بنسټ (دوشنبه، دزمري ۱۹مه ۱۳۹۴ل) پرون سهار په افغان مدرسه کې د روان ۱۳۹۴ ښوونيز کال د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې د پايلو په مناسبت يوه غونډه تر سره شوه، په دې غونډه کې چې د افغان مدرسې په ( جامع مسجد ابوالقاسم صلی الله عليه وسلم ) کې جوړه شوې وه د افغان بنسټ د مسؤلينو تر څنګ يو شمېر مېلمانه هم را بلل شوي وو.

غونډه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د افغان مدرسې مدير مفتي نورالله عزام د پيل وينا وکړه او بيا د افغان مدرسې زده کوونکو په خپل وار سره په بېلابېلو ژبو په زړه پورې مقالې او ويناوې واورلې، ورپسې د افغان بنسټ مؤسس غړي مولوي وکيل احمد متوکل، د ښوونيزو چارو مدير مفتي عبدالرؤف فراهي او  د ټولنيزو چارو مدير مولوي فضل محمد فيضان ويناوې وکړې، ويناوالو د افغان مدرسې مسؤلين او استاذان وستايل چې  د زده کوونکو په روزنه  او ښوونه کې يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي، دغه راز يې هغه زده کوونکو وستايل چې په ازموينه کې يې لوړې برياوې ترلاسه کړي وې او نور يې وهڅول چې  په درسونو کې زيار وباسي څو په کلنۍ ازموينه کې ښو پايلو ته ځان ورسوي.

په پای کې په لومړۍ، دويمه او دريمه درجه برياليو زده کوونکو ته د مېلمنو په لاس جائزې ورکړل شوې.

غونډه د افغان بنسټ د مرستيال مولانا عبدالرزاق فتاحي په دعا سره پای ته ورسېده.