وروستي:

د اسلامي نړۍ مشهور عالم دکتور وهبة الزحیلي وفات شو

د اسلامي نړۍ مشهور دیني عالم او فقيه دکتور وهبة الزحیلي پرون ماښام د ۸۳ کلونو په عمر وفات شو.

وهبة الزحیلي په معاصره نړۍ کې مشهور او منل شوی عالم و. هغه په یوه وخت په مکه، جده، هند، امریکا او سوډان کې د فقهي مجامعو غړی و.

وهبة الزحیلي له اره د سوریې د ریف دمشق ښار و.پلار يې د قران حافظ او سوداګر و. هغه ابتدايي، متوسطه او ثانوي زده کړې په سوریه کې وکړې. زحیلي له وړکتوبه د خپل صنف د اول نمره په حیث پاتې شوی دی.

زحیلي د تحصیل دوره د مصر د ازهر په شرعیاتو پوهنځي کې پیل کړه، هغه په ۱۹۵۶ کې له دغه پوهنتونه لسانس وکړ. وروسته يې د همدې پوهنتون د عربي ادبیاتو په پوهنځي کې تدریس هم پیل کړ. هغه د تدریس سربېره حقوقو کې د عین شمس له پوهنتونه لسانس هم وکړ.

مرحوم وهبة الزحیلي په ۱۹۵۹ کې د قاهرې پوهنتون د حقوقو له پوهنځي ماستري ترلاسه کړه. هغه په ۱۹۶۳ز کال کې د «جګړو اثار په اسلامي فقهه کې» د دکتورا رساله ولیکله. دغه رساله د اسلامي مذهبونو او نړیوالو قوانینو تر منځ مقارنه وه.

ښاغلي زحیلي د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی، په لسګونو پوهنتونو کې یې لېکچرونه ورکړي او ډیری پوهنتونو ورته امتیازي دکتوراوې ورکړي دي.

وهبة الزحیلي لسګونه کتابونه لیکلي چې تر ټولو مشهور يې الفقه الاسلامي وأدلته دی چې څو ژبو ته ژباړل شوی دی.

د هغه کتابونه د نړۍ په لسګونو پوهنتونونو کې تدریسږي.