د دینداره زرګر له عبرت ډکه کیسه
حامد افغان
کیسه کا: چې یو سپينږيري او دینداری زرګر و، یوه ورځ یوه سړي ماته ګوته ورته راوړه او زرګر ته یې د جوړولو له پاره ورکړه، زرګر ګوته ورنه واخيستله خو د دې سړي له شکل او صورت نه سخت وویریدی، ځکه هغه ټول تک سپین و، سپین ويښتان، سپيني جامې آن بوټونه یې هم سپین وو او سپینه اوږده ږیره یې وه، زرګر ورته وویل: لطفا مشره ته راته کښېنه زه به ژر ژر ګوته درته جوړه کړم، هغه هیڅ خبره هم ونه کړه او کښېناست.
لیږ وروسته د زرګر دکان ته ښځه او میړه راننوتل، په دکان کې ګرځیدل ښځي یې یو اميل خوښ کړ او زرګر ته یې وویل چې رایې کړه، زرګر ورته وویل: لطفاً لیږ صبر وکړئ چې د دې سپينږيري کار خلاص کړم، میړه او ښځي یې زرګر ته په تعجب وکتل او په منډه له دکانه ووتل، زرګر د هغوی په بیړه وتلو حیران او وویریدی، او کار ته یې دوام ورکړ.
لیږ وروسته یو سړی راغی د زرو بنګړي ورسره وو زرګر ته یې وویل ډېره بیړه مې ده که دا بنګړي ژر ژر راته جوړ کړې، زرګر ورته وویل: په سترګو صیب! خو دومره صبر وکړه چې د دې سپينږيري کار خلاص کړم، سړي یوه بله خوا وکتل دکان دار ته یې وویل: زه خو څوک نه وینم ته کوم سپينږيري یادوې؟!! دا پوښتنه یې وکړه او په منډه له دکانه ووت، د زرګر ویره هم له حده واوښتله، پټ یې له ځان سره معوذتین او نور اذکار ویل او په کار بوخت و.
په دې وخت کې سپينږيري ورته وویل: تاسو هیڅ ویره ونه کړئ! زه د الله ملایکه یم، یواځي نېکان خلک مې لیدلی شي، ستا روح اخيستلو ته راغلې یم، او له هغه وروسته به دي ځای جنت وي، لیږ مخکي جنتونو کې ستا ښايسته کور ته ورغلې وم، هلته مې خوږې اوبه او مختلفي میوې وخوړلې، په دې سره د زرګر حیرانتیا په عجیبه خوشالي بدله شوه او د الله شکرونه او ثناوي یې پیل کړې.
سپينږيري زیاته کړه: په جنت کې چې ستا له کوره راوتلم یو ریمال مې هم ستا له پاره راواخیست، ها واخله د جنت د بوی زیری درکوم، ای نېکمرغه انسانه د جنت له بویه خوند واخله! زرګر په ډېر شوق سره جنتي ریمال ورواخيست، بوی یې کړ او ویې ویل: آآآه رښتياهم چې د جنت بوی ډېر خوږ دی! دویم ځل یې بیا بوی کړ او ویې ویل: دا بوی تراوسه انسان نه دی لیدلی .. دریم ځل یې چې ښه تیز بوی کش کړ خاموښ غوندي کښېناست او بېهوښه ولویدی.
څه وخت وروسته زرګر په ځان پوه او رابیدار شو، دکان کې یې په حيرانۍ سره یوبل لورته کتل خو دکان تش ولاړ و!! له جنته راغلی سپينږيري، هغه میړه او ښځه او هغه د بنګړو وال ټول د غلو د ډلګۍ غړي وو او د دینداره زرګر له دینداري نه په استفاده یې دکان لوټلی و. دا سیاستوال هم په داسي طریقو او چلوټیو ولسونه لوټي او خدای ورکوي شته یې له لاسونو تروړي، او ځیني د دین په نامه په سپینو قباوو کې ننوتلي شیخان هم د خلکو جیبونه له دې نه په ماهرانه توګه لوټي، او عجیبه یې دا ده چې پریمانه ساده ګان فکر کوي دا لوټماران به یې جنت ته رسوي!!.