وروستي:

«سوريه کې د افغان شعيه جنګياليو مرګ ژوبله زياته شوې»

العربيه.نټ – حماد

تېره ورځ (پنجشنبه) د ايران ختيځ مشهد ښار کې د لوړپوړو پوځي چارواکو په حضور کې د يو تن افغان جنګيالي د جنازې مراسم ترسره شول، د دې تن نوم حسين ظفر دوست يادشوی، نوموړی د “فاطميانو” د ډلګۍ غړی و چې په سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ د سنيانو پر ضد جنګېدی.

د ايران د رسمي اژانس د راپور له مخې ظفر دوست د وروستيو جګړو په ترڅ کې وژل شوی؛ ځو د وژل کېدو ځای ځايګی يې نه دی مخشص کړی.

د ايران پاسداران انقلاب په تېر اپريل کې اعلان وکړ چې د فاطميانو ډلګۍ کې د افغان جنګياليو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.

د افغان شعيه جنګياليو د ډلګۍ مشر علي رضا توسلي چې په قاسم سلیماني مشهور و د تېرې فبرورۍ مياشتې په آخر کې د سوريې په سوېل درعا ښار کې ووزل شو، نوموړی د پاسداران انقلاب يو له مهمو قومندانانو څخه و.

د فاطميانو ډلګۍ د ۲۰۱۲ کال په وروستيو کې ډېره مشهوره شوه، د دې ډلګۍ غړي يوازې د افغانستان هزاره شعيه ګان دي چې د “قدس لېوا” له لورې روزل کېږي، قدس لېوا د پاسداران انقلاب هغه څانګه ده چې په سيمه کې د شعيه ګانو د دفاع لپاره جنګېږي.

د ايران حکومت هغه افغانان چې په ايران کې ژوند کوي، د معاش او تابعيت ورکولو په بدل کې په سوريه او عراق کې د سنيانو په ضد جګړې ته هڅوي، دغو جنګياليو ته تر ۵۰۰ امريکايي ډالرو مياشتنی معاش ورکول کېږي.

په لومړيو کې افغان شعيه جنګيالي د عراقي جنګياليو لکه “د ابوالفضل عباس لېوا” برخه وو او يا به د پاسداران انقلاب له غړو سره اږه په اوږده جنګېدل، دوی به ډېر وخت د دمشق په څنډو کې د بشارالاسد له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدل؛ خو په وروستيو کې افغان شعيه جنګياليو ته د فاطميانو لېوا او د خدام عقيله په نوم ځانګړي ډلګۍ جوړي شوې او دوی ټولو ته د “حزب الله افغانستان” نوم ورکړل شو.

د ايران د رسمي اژانس “ارنا” په تېره مياشت کې يو راپور خپور کړ او د هغو افغانانو شمېر يې په ډاګه کړ چې په سوريه او عراق کې د سنيانو پر ضد او د بشارالاسد په ملاتړ کې وژل شوي دي، د دې راپور له مخې د ۲۰۱۱ کال جګړې را هيسې ۴۰۰ افغان او پاکستاني شعيه ګان وژل شوي دي او ۷۹ تنه يې يوازې د فاطميانو د ډلګۍ افغانان وو.