وروستي:

سوېډن کې ستره تاريخي کليسا د خلکو د نه ورتګ له امله پلور شوې

دسويډن په پلازمينه سټاکهولم کي یوه ستره تاریخي کليسا دخلکو دنه ورتګ له امله پلورل شوې ده.

دا کلیساچي دسټاکهولم ښار په ترټولو مشهوري او له ګڼي ګوڼي په ډکه سیمه کي وه دخلکو دنه ورتګ له امله دسټاکهولم په ښاروالۍ پلورل شوې ده.

دکلیسارئيس بوبورګلونډ ویلي، چي له ډيري مودې راهیسي خلک کلیسا ته دعبادت لپاره نه ورتلل، چي له امله يې کلیسا تړل شوې وه، دنوموړي په خبره، چي همدا لامل وو، چي کلیسا یې وپلورله.

دا کلیسا په ۱۸۷۶ کال کي د۵۷۵ مترو په لویوالي جوړه شوې وه.

دکلیسادپلورلو په دواطلبۍ کي زیات شمېرکسانو برخه اخیستې وه، ځینو کسانو غوښتل، چي دا کلیساپه نائټ کلب بدله کړي او ځینونورو کسانو بیادنورو موخو لپاره دکلیسا اخیستل غوښتل، چي دسټاکهولم ښاروالۍ دغه داوطلبي وګټله.

دسټاکهولم ښاروال ویلي، چي دوی غواړي په دغې کلیسا کي دکانفرانس لپاره ستر سالون او دکلتوري فعاليتونو دترسره کولو لپاره مرکز پکي جوړ کړي.

په سويډن کي دنورو غربي هیوادونو په څېر سلګونه کلیساوي تړل شوي دي.

دسويډن دکلیسادټولني رئيس ویلي، چي دسويډن خلک له کلیساوو ډیر لري شوي دي او اوس هیڅوک کلیساوو ته نه ورځي، دنوموړي په خبره، چي آن دکلیساوو غړي هم په میاشتو میاشتو کلیساوو ته سر نه ورښکاروي.

دسويډن دکلیسادټولني مشر ویلي، چي یوازي په ۲۰۱۴ کال کي څه کم یوميلیون کسانو دکلیساوو غړيتوب پرې ايښی دی.

دیادوني وړ ده، چي په اروپا او امریکاکي زرګونه کلیساوي تړل شوي دي، چي لامل يې له عيسویت څخه دخلکو کرکه ښودل کیږي.