افغان مجله، نهمه ګڼه
د افغان بنسټ دوې مياشتنۍ علمي، فرهنګي، سياسي او ټولنیزي مجلې د ۱۳۹۳ لمريز کال د سلواغې او کب مياشتې نهمه ګڼه له چاپه راووته، دمجلې پښتۍ ښه ګلالۍ سکښتل شوې، د پښتۍ پر لومړي مخ لاندې سرليکونه کښل شوي دي.
۱- د ۲۰۱۴ ل. کال مهمې فضايي پېښې.
۲- د نوروز په اړه د پام وړ خبرې.
۳- روسيه و نګرانی آينده از افغانستان.
۴- زړور سياسي ملنګ.
۵- آيا ستاسي زده کوونکی غبي دی؟
۶- ژبه، قوميت او تعصب.
د مجلې د پښتۍ په دويم مخ قرآني ملغلرې، په درېيم مخ نبوي ملغلرې او اخري څلوم مخ باندې يې د افغان د لوړو زده کړو مؤسسې او افغان ښوونځيو د داخلو خبرتياوي ليکل شوي دي.
د مجلې منځپانګه په (۷۰) ګرامه سپين کاغذ ساده په وزيري کچه په (۱۴۲) مخونو کې چاپ شوې ده.
د پي ډي ایف بڼې د ښکته کولو لپاره لاندې انځور کېکاږئ.